حبيب الله غمخور
همدانن مي ولوستل چي له طالبانو سره د سولې په باب په سعودي کې غونډه جوړېږي .
تاندويب پاڼه ددوي له خولې ليکي : ((په افغانستان کې د سولې د راوستلو پر لارو چارودغور لپاره به په سعودي عربستان کې، چې د طالبانو له رژیم سره یې ښې اړیکې لرلې، یوه غونډه جوړه شي. د سولې د عالي شورا چارواکي وايي له سعودي عربستان څخه یې غوښتنه کړې
د ا چارواکي وايي په دې غونډه کې به د طالبانو استازي ګډون ونه کړي خو هغوی ته نژدې او خواخوږي لرونکي کسان به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو د معقولو لارو پر موندلو وږغېږي.
که موخه يوازي دږغېدوخبره ده نوسعدوي ته دسفرکومه اړتياسته ؟ دوي خپله دامني چي طالب چارواکي مشرتابه به په غونډه کي گډون ونلري .
د سولې د عالي شورا یوې سرچینې د نوم د نه څرګندولو په شرط تاند ته وویل چې په دې غونډه کې به، چې د دوی په نوښت جوړېږي، د طالبانو مشران ګډون ونه لري. خو سرچینې په دې باب چې له مشرانو راټیټ طالبان به پکې برخه ولري او کنه، څه ونه ویل .
رابسودې خبري ته که دخواخوږوراټول لولومسله مطرح وي ؟نوددوي يوشمېرخواخوږي په افغانستان کي دي ښه داده چي دافغان خواخوږوسره دمسلې دحل په اړه مشوره اوخبري وشي نه دعربانوپر کمبله له افغانانوسره .
یاده دې وي چې وسله والو طالبانو پرون په ترکیه کې د دفتر پرانستلو وړاندیز رد کړ او ویې ویل دوی تر هغو خبرې نه کوي چې بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي نو په داسي حالت کې د دفتر پرانستلو ته ضرورت نه ویني.
موږنه پوهېږوچي داسفرونه دڅه لپاره اوکومه گټه لري ؟ ايادوي غواړي هغه شاوخوادونيم سوه ميليونه ډالره چي پخوائي ترلاسه کړي اودغه دامريکالخواورکړه سوی پنځوس ميليونه ډالره پدې بڼه مصرف کړي اوکه په رشتيادسولي پروسې ته کارکوي .
ددې شورادجوړېدونه موږ يوازي همدا يوخبره اوروچي دې ياهغه هيواد ته ئي سفروکړ .پاکستان ته ولاړل ،
ددې سفردپايلوډير تبلغات ئي وکړه ،خو وروسته څرگند سول دهغه څه لپاره چي تللي وه ترلاسه ئي نکړه او پاکستاني چارواکوپه اب اوعزت رخصت کړه .بياسعودي ته ولاړل عربي عماراتواوترکيې ته سفرونه وکړل مگرپايله ئي تراوسه څرگنده نسول ،دليل ئي دادی چي له هغۀ لمړۍ ورځې ددې تعمير دبنسټ خښته کږه اودسياسي لوبودپيل لپاره اېښودل سوې وه .دعيني شرايطوپه نظرکي نيولونه پرته ديوڅوکسانودهغه په سرکي استاد رباني دخپلولوپه خاطرپه ډيره عجله دسولي عالي شوراپه نامه يوه سازمان جوړسوتر چنو وهلو وروسته کرزی صاحب بريالی سوچي استاد رباني ئي رئيس شي .غربيانوهم يوڅوميليونه ډالره ورکړه ،دوي پدې پيسو خپله ارگاه اوبارگاه جوړه کړه ،لکس موټرونه باډيگارډان سول ،مشاورين اودفترونه ،هغه دچاخبره کش اوفش جوړسو.نورملت په وينوکي لغړي خودوي ته هرڅه تياررسېږي او خوښ ژوند لري .
زماداڅرگندونې ددې معنا نلري چي زه ددولت دمخالفينواودولت ترمنځ په سوله خوښ نه يم ،ډير خوښ يم ځکه ممکن دغه سوله ددې لامل شي چي موږ له يوشمېرسياسي سوداگرواوپه دولتي فساد تر ستوني غرقو کسانو له منگلوخلاص شو،اوکه داسي وشوه چي له باران څخه پورته او ترناوې لاندي کښېنستلو نوددې لپاره به امکانات برابروي چي ملت ددوي دواړوپر خلاف راپورته اودهريوه سره ددوي دکړنوپه اړه حساب وکړي .
په نړۍ کښي بېله څودگوتوپه شميرکسان چي په جگړه کي دهغوي اقتصادي اوسياسي گټه ده نور ټول دسولي سره علاقه لري اودسولي پلويان دي موږ افغانان خودجگړې نه ترهرچاستړي سوی يوځکه هغه ماشوم چي دقدرت پر سر دهمدې لعنتي جگړې په لمړی کال زېږېدلی اوس ۳۸ کلن سویدی .داپه نړۍ کښي ترټولواوږده اوترټولوله تلفاتوډکه جگړه ده .که ئې تلافات کر ه وشمېرل سي ددوهمې نړيوالي جگړې تلفاتوته ورنږدې اوياترهغه ئي شمېره اوړي .
مگرزموږ دټولنې اوددې لانجي دټوليزي برسی اوتحليل څخه له ورايه داڅرگندېږي دغه اوسنی پروسه چي دسولي دجرگي لخواروانه ده يوه ماشومانه لوبه برېښي ځکه سولي ته درسېدواوجگړې دختم دپروسي جاده يوطرفه نه ده .دايوه دوطرفه جاده ده چې پدې جاده کښي دواړي خواي تگ راتگ کوي ،تر څويوه معين هدف ته چي هغه پخلاينه اوسوله ده ورسيږي .
دبلې خواتراوسه ددې مخالف ځواک سياسي برسی اوهغه د معين تعبير نه دیسوی،دوې ئي کله ترهگر اوکله بيا سياسي اپوزيسيون په نامه يادوي خوداتعبير په څودلايلو سم نه دی .دسياسي اپوزيسيون تعريف په سياسي علوموکي دنورو ډلولپاره سوی .دايووسله وال اپوزيسيون ته ورته يوڅه دی خوددوي واک اوصلاحيت دبل چايعني بل هيواد داستخبارا تي سازمان پلاس کي دی ،ډيره ستونزمنه ده چي پدغه تعريف کي هم دوي راشي .
دبېلگې اوخپلې خبري دثبات لري بايد څرگنده کړم چي نن دپاکستان ولسمشر ښاغلي زردادري په ترکيه کي ژورنا لستانوته وويل : ((دتروريزم پر خلاف په هرډول جگړه کي بری دپاکستان له مرستې پرته ناشونې دی.))دالنډي جملې خوډيري معناداره دي ،يعني دوي دی چي هرستونزه حل کولاي سي .))
تردې لاډيره مهمه خبره داده چي دمخالفينوسره دخبرواجندا اوپروگرام باندي افغان ولس هيڅ خبرنه دی . نوڅنگه کېداي سي چي دابياپر داټول ملت ومنل سي .بله داچي دولت اوپه سرکي ښاغلی کرزی دسولي لپاره هيڅ عملي ستراتېژي او پروگرم نلري،که ئي لري نوهغه دده په جيب اوياکله کښي دي، دکوم حقوقی اوسياسي سندپه توگه عينی وجودنلري .فکر کوم په همدې دليل يوشمير هغه هوښيارطالبان اوياد دولت نورمخالفين هم دغوټکوته متوجه وي .ممکن دغه اونور ډير دلايل ددي لامل گرځېدلي وي چي دوي له دولت سره پر اړېکوډاډه ندي .
خلک حق لري ووايي تراوسه موږدهغولخواچي دوي سوله ورسره کوي کومه داسي نښه نښانه نه ده لېدلې چي گويادوي دې دسولي خبروته ليوال وي .دليل ئي دادی، ټولي نړی ته داڅرگنده ده چي ددې وسله والوډلوشاته يو بل قوت اوځواک شته .داهغوي دي چې خپلې پرېکړي په دغولوبغاړوپلي کوي،دغه مخالفې ډلې دعمل استقلاليت اودخپلواک نظر څرگند ولوصالاحيت نلري.دهغوي په خاوره کي اوسېږي اودهغوي تر پوچی ،سياسي ،اقتصادي اوتخنيکي حمايي لاندي دي ،داهغوي دی چي داکسان وسله وال کوي اويايي دعملياتولپاره ترروزنه لاندي نيسي . داهيچاته دمنلو وړنه ده چي دوي دي په غروکي خپله ددومره جنگی تاکتيک سره اشنايي ولري،دامريکا،اروپااونوروهيوادودجگړه ماروسره ددوي جگړه ايز تاکتيکونه اوميتودونه ددي روښانه بېلگه ده چي دوي ديوې داسي غښتلي استخاراتي شبکې په منگلوکي دي چي دبهرنيانو په تاکتيکونه اوجگړايزومېتودونوپوهېږي .
دکرزی په گډون ټول داوايي چي دجگړې ددوام سرچينه دپولي نه کوزه خواده،مگرپه عمل کښي متاسفانه همداکرزی صاحب يوه بله لوبه پيل کړې چي پايله ئي دعام ولس اونړيوالودغولونې پرته بل څهنه برېښي .خلک داهم وايي چي په همدې نامه کرزی صاحب خپل وخت تيروي اودی هم لکه پاکستاني چارواکي له امريکا اوبرنی ټولنې امتيازات اخلي ،ځکه پدې ډول دسولي پروسه په هيڅ منطق پر مخ نه بيول کيږي .
پدې ټول پوهېږي چي ددې جگړي ددوام اوځانمرگی بريدونوشاته غښتلي استخباراتي اداري اوجنرالان ولاړ دی، ترڅوپاکستان اوايران ونه غواړي په افغانستان کي دسولي تامين اوله دې پروسې سره مرسته وکړي ، دغه منډو اوترړوچي دسولي په نامه څوگمارل سوی ئي کوي کومه گټه نلري .
افغان چارواکو او لوېدیځوالوپه پاکستان کي دملابرادر له نيول کېدو وروسته په کراتو داخبره کوله چې هغه پسله هغه ونيول شوچي دافغانستان له حکومت سره یې د خبرو اترو لپاره تماسونه ونیول . نوچي يوه نفرته ئي اجازه ورنکړه څنگه منل کېداي سي چي ددې ډلې مشرتابه ته دي اجازه ورکړي .
ترکيې ته دپاکستان دولسمشر زرداری داوروستی سفرهم ساده اويوعادي سفرنه وو،ځکه ددوي ترخبرو وروسته ژورناليستانوداسي انتظاردرلودچي دوي به طالبانوته په ترکيه کښي درسمی دفترد پرا نيستلوپه اړونديوڅه ووايي خو هغوي هيڅ ونه ويل .له دې معلومېږي چي پاکستاني چاروکي حتاددي دفتردپرانستلو سره هم مخالف دي کوم چي په افغانستان کښي ئي هم مخالفتونه راپارولي دي .
جالبه ده دمزارشريف،کندهاردزړه بوږنوونکو پېښودشهيدانودفاتحې کمبله لاټوله سوې نه وه چي په کنړکښي پر قومي جرگه دقومي مشرانودوژلوپه موخه ځان مرگی بريد ترسره شواوددولتي چارواکوپه وينائي زموږ لس نفره قومي مشران اوبېگناه وطنوال په شهادت ورسول ،تردغې پېښي دوې ورځې وروسته دادي نن بياپه کندهار،کابل اوپکتياکښي پرله پسې ځانمرگی بريدونوکښي ۶۲ نفره له منځه تللی اوژوبل سوی دي .
ډېروڅېړونوکوته زماپه گډون داسوال دی چي داپرله پسې ځانمرگي رالېږل اوبريدونه دافغان اویابهرني کوم مشردڅرگندونوپر خلاف دغبرگون ښودلوپه موخه تره کېږي اوپدې عام وژنه کښي دترهگروشاته ولاړځواک کوم بل امتياز غواړي ؟
په همدې دليل خلک دسولي دعالي شورادکړنوپه اړه وايي چي داټول تبليغات دخلکومصروف ساتل دي بله گټه نلري. کله چي دولت اعلان وکړ په ترکيه کي دطالبانو لپاره ددفترله پرانستلونه هرکلی کوي سره له دې چي ددفترپرانستلوډول ډول حساسيتونه اوسوالونه راپيداکړی اولاتراوسه بې جوابه پاته دي خومقابل لوري پردې سربېره چي په ځانمرگوبريدوئي دامسله ردکړه ،همدانن ئې اعلان وکړچي موږ کوم دفترته په کوم هيوادکي اړتيانلروموږنه دچاسره خبري کوو اونه هم دفترته اړتياشته .ددوي وياندډله ايزورسنيوته داپريل پر ۱۴ مه څرگنده کړې : ((په بهرنیو هیوادونو کې د دوی د سیاسي نمایندګۍ یا دفتر پرانستل د افغانستان د ستونزې د حل لار نه ده بلکې اساسي حل لار دا ده چې بهرني پوځیان له افغانستانه فوراً ووځي .ددوي وياندوايي، دبهرنیوځواکونوله لوري په افغانستان کې لاسوهنه او یرغل په افغانستان کې د اوسنۍ ستونزې سبب دی او د افغانستان پرابلم تر هغو نه شي اوارېدای چې بهرني پوځیان له هیواده وتلي نه وي .))
قاري یوسف احمدي افغان اسلامي آژانس دپوښتنې په ځواب کې چې ترکیې چمتووالی ښوولی طالبانو ته دفتر ورکړي، وویل:«موږ پخوا ویلي او بیا وایو چې طالبان تر هغو پوري حاضر نه دي چې خبرې وکړي چې بهرني پوځیان په افغانستان کې موجود وي، نو په داسي حالت کې طالبانو ته اجازه ورکول چې سیاسي دفتر پرانیزي یا په خپله طالبان خپل سیاسي دفتر پرانیزي ، مانا نه لري.موږ پوهېږو چې د داسي دفترونو پرانستنه بې ګټې ده.طالبان لا هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي چې د افغانستان د ستونزو ریښه د بهرنیوځواکونو په حضور کې ده.»قاري یوسف په مرکه کې بیا هم په دې ټینګار کړی چې طالبان دفتر ته اړتیا نه لري ځکه چې دوی نه غواړي چې له چا سره خبرې وکړي.
طالبانو دا خبره وروسته له دې وکړه چې ترکیې وویل : پر دې غور کوي چې په خپله خاوره کې طالبانو ته یوسیاسي دفتر پرانیزي . نن ترهغه وروسته چي دطالبابوغبرگون ئي وليدد افغانستان د سولې عالي شورا وايي که ئي په ترکيه کي نه غواړي ،هرچيري چي دفترغواړي موږ ئي هلته ورته پرانيزو.اميدواريم چي طالبان په جواب کي ورته وليکي هيڅ ځاي ئي نه غواړو.
داخبره چي طالبان ادرس نلري ډيره غلته اوماشومانه ده ،دوي ادرس لري خوپدې شرط چي دادرس ښودلواجازه ولري اوياهم ډاډه سي چي کوم زيان ورته نه رسېږي .دغه دکوټي شوراچي ورته ويل کيږي داپه آسمانوکي جوړه سوې اوکه دمځکې پر مخ ناسته ولاړه اوفعاليت کوي ؟
داڅنگه اودکوم سياست پر بنياد دسولي دخبرولپاره حلی ځلي دي چي هغوي وايي داځانمرگي بريدونه موږ وکړه اوکرزي وايي زه دوطن او اسلام ددښمنانوداغير انساني اوغير اسلامي عمل ددوي په ويناپه غټو ټکوغندم .نوچاته چي داسلام اوافغانستان ددښمن خطاب وسی په کوم منطق بياهغه ستاسره کښېني . داخبره مي ځکه ياده کړه چي دغه لار چي کرزی پر روان دي ترکستان ته ځي ،ښه داده چي دهغوي سره دخبروداسي يوطرحه موجوده وي چي له يوې خوټول افغانان پرې خبروي ،دهغوي په مشوره اوخوښه جوه سوې وي اودبلي خومخالفين هم ډاډه وي چي دوي ته کوم زيان نه رسېږي .
که اميد دې ته وي چي دادي نن دومره اوسبابه دومره تسليم شي داکاربه کومه گټوره پايله ونلري .که داپنځه کاله وړاندي دښاغلي اتمر صاحب خبري راپيادکړوچي دطالبانوشمېره ئي ښود، نواوس ترپنځه کاله وروسته چي دافگان دولت په ويناهره ورځ طالبان يوپه بل پسي تسليمېږي بياهم دطالبانوشمېر ترپخواډيردی . اودبلې خوادادي يوپه بل پسې داسي خبرې هم ترغوږو کيږي چي تسليم شوی دغه اوياهغه بريد وکړاوياويل کيږي چي په شمال کي تسليم سوی طالبان نه دي ،دادشمالي ټلوالي خپل وسله وال کسان دي چي پد نامه پردوي يوبل امتيازترلاسه کوي .زماددي خبري پخلی په پکتياکي د قومونو په چارو كې د ولسمشر كرزي سلاکار او د پکتيا والي جمعه خان همدردپه هغه مرکه کښي چي له پژواک خبري اژانس سره ئې کړې اوپه تاند ويب پاڼه کي خپره سوې وايي : ((په شمال کې دولت ته تسليمېدونکي جعلي طالبان دي او د يوې ځانګړې ډلې لخوا پر وسلو سمبال شوي دي.همدرد په دې مرکه کې د شمال د تسليمېدونکيو مخالفينو ترڅنګ او په دغه سيمه کې د قومي مشرانو او حزب اسلامي د قوماندانو د وژل کېدو، د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو، د شمال د امنيت او بيارغونې په اړه هم ځينې څرګندونې کړې، چې د پژواک لوستونکيو ته د سوال او ځواب له مخې وړاندې کېږي. , 27.03.2011
دبلې خواپه کندهارکي دطالبانو دکندزوالي اودامنيتي اداروپه وينانورمهم کسان نيول سوی دي ،مگرد طالبانووياندهم دکندهاردپنځوسوکسانوپه گډون دايوهم طالب اوطالب چارواکي نه بولي .وايي داټول جعلي کسان دي اوس خويوځل پرکرزی جعلی سړۍ تيرسوی اوله هغه نه ئي په ميليونوډالر وړدي .
ښه خبره داده که دسولي دعالي شورادجوړېدواوددې شوراپوسيله پورته کښته کېدل يوه سياسي لوبه نه وي اوپه رشتيادواړي خواي غواړي (افغان دولت اوبرنی ټولنه) په افغانستان کي انسان وژنه پاي ته ورسېږي له پاکستان ،همدې سعودي عرب ، متحده عماراتواونوروعربی شيخانونه غوښتنه وسي چي خپلې پيسې لېږل ودروي اودپاکستان داستخباراتي سازمان اوپوځی جنرالانوته دسپيني ماڼۍ لخواوويل سي ددولت د مخالفينوپه نامه هرڅوک چي خبروته ليږئ هغه ولېږئ اودسولي خبروته کښېنئ . په تکراروايم دشخړې دحل کيلي له پاکستان سره ده اودوي هم داخبره نه پټوی ،دامني چي بېله دوي اوددوي له فعال اونېغ گډون څخه هيڅ کارنسي کېداي. نوبايد پاکستان سره جدي اوهر اړخيزي خبري وشي ترڅوهغوي داومني چي په رښتياسره په افغانستان کي سوله اوثبات ددوي په گټه هم دی . دټولوهغو لانجمنو مسلودحل معقوله لاره ولټول سي کوم چي ددواړوهيوادواړيکي ئي تر سيوري لاندي راوستلي دي . ترڅوپاکستان پدې راضی نشي چي دافغانستان مسله په سوله ايزه بڼه حل سي ،نه به څوک دفترته حاضر شي اونه به دفترونه دامسله حل کړي . پدې ئي پاي ته رسوم ،بزک بزک نه مر جوي لغمان ميرسد. پاي