لیکنه: محمد سلطان شریفی
دا لیکنه د کوم رشوت او غوړ ه مالۍ له کبله نده لیکل سوې، بلکي د دې غمځپلي هیواد د وطن پالني د احساس او د خپلو وطنپالو مشرانو د ستاینی لپلاره لیکل سوې ده. او په عین وخت کي مي د کندهار او جلال اباد د دښمنانو د سیسې په غیري مستقم ډول رسوا کړی دي. خدای مکړه خلک دا فکر ونکړي
�څ کوم ضرورت نلرم.
اصلی مطلب:
حاجی ګل اغا شیرزی د ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کي، په ځانګړې توګه بیا په کندهار، کابل او جلال اباد ولایتونو کی د خپل د کاري مودې په زیاته بیا په رغنیزو چارو کي د یوه ملی اتل په توګه پیژندل سوي شخص دی. نوموړی همداراز د مرحوم حاجی عبدالطیف مشر زوی دی، کوم چي يې د۱۹۸۳ عیسوي کال څخه وروسته د روسانو د یرغل په وړاندي خپله مبارزه پيل کړل، د خپل هیواد د ازادۍ په لار کي يې خپل ځان او مال ونه سپماوه. نوموړی د خپل هیواد لپاره د دښمن په وړاندي خپله سینه سپر وګرځوله او د خپل پښتنی عزم او پریکړي له مخي یې خپل ځان د دې هيواد لپاره قربان کړی.
ښاغلی حاجی لطیف په کندهار او د افغانستان په ټول جنوب غرب حوزه کي د حاجي بابا په نامه مشهور وو، چي اصلآ د بابا لقب د افغانانو په کلتور کي دپلار په مفهوم دي. حاجی لطیف په افغانستان کي د روسانو د یرغل وړاندي د یو ستر مبارز په حیث نامتو شخص پیژندل سوی وو. او همدا راز د خپل زړورتوب، کلک عزم له وجی د کندهار د اولس لخوا د کندهار د زمري لقب هم ورکول سوۍ وو. چي وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر صاحب نجیب الله د
حکومت په دوران کي دځینو بهرنیو استخبارتو لخوا په ډوډي کي زهر ورکړل سول، او نوموړۍ يې په شهادت ورساوه.
د حاجی بابا د شهادت څخه وروسته حاجی ګل اغا شیرزی چي د نوموړي مشر زوی وو، د کندهار د قومي مشرانو لخوا د مشرتوب بګړۍ پر سر کړله، او همدارازیي د یو قومي مشر په توګه د مسؤلیت دنده ورپه غاړه کړله.
ښاغلي شیرزی د دې دندي مسؤلیت په ډیره ښه او غوره توګه سره سر ته ورسوله، او همدا راز نوموړي نسبتآ د کندهار جهادی قومندانانو ته د دوولسم ټولګي د ښوونی او روزني د سطحی څخه برخمن او روښانه شخص وو.
بله ډېره مهیمه او په زړه پوري خبره خولا دا وه، چي په افغانستان کي د کمونیستي نظام د ړنګيدو وروسته، حاجي ګل اغا شيرزی د کندهار په قومندانانو کي یواځنی شخص وو، چي نه يې د افغانستان په کورنیو جګړو کی برخه واخیستله، اونه يې د خلګو څخه د پیسو داخیستلو لپاره پاټک واچاوه، او نه يې څوک زهیر کړل. چی دا کار د کندهار یا د افغانستان د جنوب غرب حوزې د اولس په منځ کي دنوموړی د کامیابی یواځنی تر ټولو ښه فورمول سو.
شيزی صاحب هميشه په ټول افغانستان کي باالخصوص په کندهار، کابل او جلال اباد کي د قومی مشرانو سره خورا ښې او پراخي اړیکی لرلې، او همدا راز يې د غو مشرانو ته د قدر او درناوی په سترګه کتلي دي، چی دغو کړونو د شيرزی صاحب مشرتوب ته نور رنګ او خوند ورکړ، او د خلګو په زړونو کي يې بی مثاله ځای ومونده.
په ۲۰۰۱عیسوی کال کی د سپټمبر د میاشتی د یولسمی ڼيټې وروسته، کله چي د امریکا متحده ایالاتو په مشري د بهرنیو ځواکونو د یرغل له وجی د طالبانو حکومت ړنګ سو، نو ولس مشر حامد کرزی د امریکا او د هغه نړیوالو ملاتړ کوونکو څخه چی دناټو د پیمان څخه عبارت دی، د هغو بهرنیو ځواکونو په مټ د افغانستان د ولسمشری دنده په غاړه واخیستله. او شیرزی یوار بیا د کندهار د والي په توګه وټاکل سو.
د دې ټاکني وروسته شیرزی صاحب د خپل عزم له مخی د کندهار د غمځپلي اولس سره په وار وار هوډ وکړ، چي د کندهار ولایت ته به کار کوي، او دې تاریخی ښار ته به څه ناڅه د عربی امارت د دوبی د ښار پشان یو نوې او عصری بڼه ورکوي.
نوموړي د خپل هوډ سره سم د دې ښار په ابادولو او ښکلا کي ښی چاری تر سره کړې دی. چی د کندهار د سړکونو څخه نیولی بیا تر تفریحی پارکونو، ښووني او روزني، او رسمی ادارو پوري او همدارز يې په عامه چارو او تا سیساتو کي ډېر په چټکي سره دې ښار ته یوه نوې بڼه ورکړله، او لايې نوري چاري تر کار لاندي ونیولې، تر څو هغه په ښه توګه سره سر ته ورسوي. لنډه دا چی په کندهار ولایت کي به هر چا کوښښ کاوه چی شخصی جایداد واخلی، ځکه د دې ولایت پرمختګ د ډېرو نړیوالو رغنیزو مؤ سیسو او د سوداګرو د پام وړ وګرځیده.
د ښار په واټونوکي د خلګو او په ځانګړې توګه د سودا ګرو ګڼه ګوڼه خورا زیاته سوې وه. د بیکارې او وزګارۍ لمن ورځ په ورځ ټولیده، د خلګو د هیلو او امیدونو غوټۍ یوار بیا وغوړېدې، او د شیرزي صاحب په موجودیت کي د کندهار اولس د پرمختګ لوری ته يې دوې سترګي څلور کړې وې.
خو په ډېر تآسف سره باید ووایم، داسی ونشول، دا ځکه چي په کندهار ښار کي ځينو سیاسی کړیو او قوتونو د خپلو شخصی ارمانونو دپوره کولو د موخي لپاره، ښاغلی ګل اغا شیرزي ته په دسیسو او توطیؤ جوړولو پيل وکړ. آن دا چي په کندهار ښار کي يې د خپلو یوڅو محدودو لاسپوڅو، ګوډاګیانو یا په عامه اصطلاح دیو څو لنډه غرو لخواه لاریونونه وکړل، چی تر څو يې شیرزی مجبوره کړی، چی کندهار ولایت پرېږدي. چی له بده مرغه دې کار د کندهار د خلګو ټولي هیلي او امیدونه له خاورو سره خاوري کړلې. او امنیتی ستونزو ورځ په ورځ په دې ولایت کي خپله لمنه ډېره پراخه وغوړوله. چي له دی کبله يې ډېر قو�
�ي مشران او عام ولس تر تورو خاورو لاندی کړل.
ولسمشر کرزي شیرزی ته په پلازمینه کابل کي د ښار جوړولو د وزارت دنده ور په غاړه کړل، چي پس له څه مودې څخه يې نوموړۍ په تدر یجی ډول د مرکز کابل څخه هم لیری کړل سو، او د جلال اباد په ښار کي د والی په توګه وګمارل سو. چي دا کار د جلال اباد د خلګو او د شیرزي په خیر تمام سو. دا ځکه چي حاجی ګل اغا شیرزي لکه څنګه چي کندهار ته خدمت کاوه، همداشان یې په جلال اباد ولایت کي هم خپلي رغنیزي چاري په ډېره چټکي سره پيل کړلې، او پدي ولایت کي هم د نوموړي شهرت خورا زیات سو، او د عام اولس په زړونو کي يې نور ځاي پیدا کړی. دایو روښا نه حقیقت دی چي د ګل اغا شیرزي تګ دجلال اباد ولای
ت ته او د دې ولایت خلګو ته یوپه زړه پوری زیرۍ وو.
دا ځکه چی د جلال اباد ولایت هم د کندهار یا د افغانستان د نورو ولایتو په شان دزورواکانو او د حاجي قدیر د خاندان لخواه د اداري فساد، ظلم او تیري قرباني سوی وو، او دې کورنۍ د جلال اباد ښار او ټول ولایت خپل د خاندان شخصي ملکیت بللۍ وو، چي په نتيجه کي يې د دې ولایت عام خلک د هر امتیاز څخه بې برخي پاتي وه، دا امتیازونه په ټوله ولایت کي یوازی او یوازي یوې کورنی انحصار کړی وه، او بس!
د قومونو تر منځ دښمنۍ او تاوتریخوالۍ خپل اوج ته رسیدلي وو. او د دې ولایت اولس د دغو ظالمانو له وجي د الله (ج) ددربار څخه چي هغه عدل وو، بې برخي پاتي وه، لاکن جلال اباد ولایت ته د ښاغلي ګل اغا شیرزي په راتګ سره ټولي قومي شخړي حل او فصل سولې، ټولو قومي مشرانو یوبل ته د دوستۍ غیږي او د ورور ګلوۍ لاسونه ورکړل، ټولی خپل منځني شخړي تر شا پرېښودل شوې.او ټوله د ښاغلي شیرزي تر شا ودرېدل، او هوډ يې وکړ چي په ګډه به د دې ولایت لپاره په ریښتنۍ توګه کار کوي.
هو! دا بیله شکه، د دې ولایت دخلکو دیووالی هوډ وو، چي نن د جلال اباد ښار د ابادۍ له مخي په ټول هیواد کي یوه ځانګړې بڼه خپله کړېده. شیرزي په ډېره لنډه موده کي د ې ښار ته یو داسی رنګ ورکړ، چی د افغانستان په یوه ولایت کي تر اوسه هم دومره په بیړه او چټکي سره د بیا رغوني لاری چاری پر مخ نوې تللي.
همدا علت وو چي، شیرزی صاحب ته د هیواد د ابادۍ په لاره کي د دې وطن د یوه ملي اتل لقب د ولسمشر کرزي لخوا ورکړل شو، دا ځکه ده په هیواد کي د بیارغوني په چارو کي په ریښتنی توګه نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دي، او همداراز يي نه یوازی د افغانستان د حکومت لپاره بلکی دعوامو خلکو په زړونو کي هم دخپل احساس او وطنپالنی په خاطر د یوه ملی اتل بڼه غوره کړېده.
باید ووایم، چي شیرزی په یو داسی سختو شرایطو کښي د یو ملی اتل د لوبغاړي بڼه غوره کړله، چی هیواد د دیرشو کلونو راهیسی په یو استطراري حالت کي وو، او دۍ، چی د یوې خواه دهيواد د ګاونډیانو او نړیوالو قدرتونو د دښمنیو قربانی سو، او له بلي خوا په وطن کښي دننه د خود خواوو، مافیایی ډلو او د قدرت د تږو لیونیانو د خپل هوس، شخصي ګټو، او د قدرت د بقا لپاره عام ولس د اور په لمبو کښي وسوځاوه، او د دې وطن هر څه شتمنۍ یې که هغه اقتصادي، سیاسی، فرهنګي او یا ټولنیزي وې، ټوله لوټ او تالار کړل. او همدا راز د همدغو قوتونو لخواه شیرزی د سیاسی دوه مخو چالونو سیلاب پخپلو څپ�
� کښي واخیست، چی غوښتل يې نوموړی د خپل واک څخه بیواکه کړي، او یا يې د نورو وژل سوو قومي مشرانو په شان په مطلق ډول سره له منځه یوسي.
په ډیر تآسف سره باید ووایم، چی څو اوونی مخکي په جلال اباد کی د ګل اغا شیرزی په وړاندی د وکیلانو پاڅون بیله شکه د جلال اباد د پخوانیو زورواکانو او د کندهار د ځينو د سیاسی کړیو لخوا جوړه سوې دسیسه وه، چی د نو موړی په وړاندی جوړه سوی وه، دا د همدغو سیاسی کړیو هغه چالونه دي، چي د ۲۰۰۲ کال راهیسي د لوي کندهار ټول قومي مشران دهمدې کړیو لخوا، په یوه یا بله بهانه شړل شوي دي، او یا د تل لپاره پر یو مخ ترور کړل شوی دی.
که څه هم ګل اغا شیرزی د ولسمشر کرزی سره په دوو ولسمشر یزو ټولټاکنو کي خپل تر وس او توان پوری مرسته کړېده، ترڅو يې کرزی د کامیابۍ مراد ته ورساوه. خو له بده مرغه همداسی چی د نموړی سره باید د ورورګلوۍ چلند سوی وای ونسو. بلکی هغه ته نن د تربور په سترګه کتل کيږي، د کندهار او کابل قوتونه د نوموړي سره د مور او میرې چلند کوي. او دغه سیاسی کړۍ د شیرزی محبوبیت د ځان په وړاندي يو ستر ګواښ بولي.
که څه هم په کندهار کی دا قوتونه په ظاهره داسي ښيي، چي د شیرزي صاحب سره ښې اړیکي لري، خو په باطن کښي داسي نده. بلکي په ډېرو مجلسونو کي هغه په بدو نومونو یادوي، او په غیري مستقیمه توګه دهغه د بربادۍ سختي هڅي کوي.
بله دا چي د کندهار سیاسی قوتونو او مافیا يې کړیو همدا اوس د شیرزي په وړاندي پخپل قوم کي خلګ پورته کړي، ترڅو يې پخپل قوم بیواکه او له منځه یوسي. قوم يې پخپلو کي سره وجنګوي او د بې اتفاقۍ اور ته يې لمن ووهي.
باید هیر نکړو چي ګل اغا شیرزی د کندهار ولایت څخه په همدي شکل په ساختګي جوړو سوو مظاهرو باندی لیري کړل سو، همدا دسیسه تر اوسه پوري هم دوام لری، ترڅو نوموړی د جلال اباد ولایت څخه هم لیری کړي سی، او هلته هم خپل یو ګوډاګی یا لاسپوڅۍ شخص کښینوي. ترڅو ټوله منطقه تر خپل واک لاندی کړي، او د جلال اباد ولایت ورځني عواید چور کړي، د جلال اباد ولایت هم د مافیا د ګوډاګیانو د شخصي ګټو او ارمانونو لپاره قرباني کړي. ترڅو دجلال اباد دخلکو هيلي د کندهار د خلکو په شان د خاورو سره خاوری کړي.
همدا وجه وه چي څو اونۍ مخکي دهمدغو سیاسی کړیو په دستور باندي د جلال اباد وکیلانو د شیرزي په وړاندي مخالفت وکړی، او کوښښ يې کاوه چي دی د دغه ښار څخه يې لیري کړي. لاکن برعکس د ننګرهار ولایت قومي مشران د دې مافیایې کړیو او قوتونو د دسیسو په جریان ښه خبر وه، او پوهيدل چي د شیرزي صاحب د لیری کولو سره به سمدستی د مافیا ځالي په ننګرهار ولایت کښي خپله د بیشرمۍ لمن وغوړوي، او د دې ولایت د علم او فرهنګ دښار اولس به د خپلو شخصي ګټو او ارمانونو قرباني کړي. نو ځکه د جلال اباد قومي مشرانو د ننګرها ولایت د دښمنانو شومي او کرغیړني دسیسی د خاورو سره خاوري کړلې، او د �
�ل اغا شیرزي تر شا په مړانه ودرېدل او د خپل مشر په توګه يې ومانه.
آن داچي د دغه دسیسې وروسته د جلال اباد د کارګرو ملي ټولنې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي ته د بيارغونې په برخه کې د ښو کارونو له امله د سرو زرو مډال ورکړی. هلته د يادې شوې ټولنې مشر ظاهر کارګر او د ننګرهار ځايي چارواکو او قومي مشرانو هم ګډون کړى وو.
د کارګرو د ملي ټولنې مشر محمد ظاهر کارګر ټولو راغلو خبریالانو ته وويل، چې د ټولنې مرکزي شورا ګل اغا شېرزي ته د مډال د ورکولو پرېکړه کړې وه. هغه زياته کړه، چې شیرزي ته دغه مډال په دغه ولايت کې د ترسره شويو رغنيزو کارونو او ټولګټو پروژو په وياړ ورکړل شو. د کارګر په وينا، چې ننګرهار په ډيورنډ کرښه پروت سرحدي ولايت دى، چې له سختو امنيتي ننګونو سره مخ دى. نوموړي وويل، چې ګل اغا شیرزي د ټولو سرحدي ولايتونو په پرتله په ننګرهار کې ټولو ولسواليو ته غځیدلي سړکونه پاخه کړي او جلال اباد ښار ته يې نوې بڼه ورکړې.
د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي همدې غونډې ته پخپله وینا کي وويل، چې دى د دغه مډال وړ نه دى؛ ځکه چې نوموړي بايد ډېر نور کارونه کړي واى. خو هغه زياته کړه:((له دغه مډال سره به زه نور هم هڅه وکړم، چې د هیواد، خلکو او اسلام ته خدمت وکړم.)) شيرزي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په ننګرهار کې يې د کارګرو لپاره څه ترسره کړي دی، ده وويل، چې د لسګونو پروژو په پلې کولو يې مزدورانو ته د کار زمينه برابره کړې ده، او د هغوى د مسلکي وړتيا د لوړولو په موخه يې حرفوي کورسونه هم جوړ کړي دي.
پدې جوړه سوې غونډه کي د ولايتي شورا پخواني غړي او د خوګياڼو قومي مشر طاهر عمر، د ننګرهار والي ته د مډال د ورکولو ډیره ستاينه وکړه.
د دې غونډی وروسته د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار او ننکرهار د دښمنانو لخوا ه د ښاغلی خواخوږي په نامه چی ( بلډوزر په څه بدل شو) تر عنوان لاندي یوه لیکنه خپره سول، او دا مقاله هم معلومداره د یو سیاسی غرض له مخي لیکل سوې وه، چی پکي هڅه سوې وه، چي د ښاغلي ګل اغا شیرزي د خلکو تر سترګو بد او همدا رنګه د عوامووګړو په زړونو کی تخریب کړي، خو له نیکه مرغه د جلال اباد قومی مشرانو دا ولایت د بربادۍ د کندي څخه وژغوره، او لکه څنګه چي يې ژمنه کړې وه، په ډېره میړانه د شیرزي صاحب شاته ودرېدل، چي دا د جلال اباد ولایت د دښمنانو لپاره یو غاښ ماتونکۍ ګذار وو.
په زړه پوري خولا دا وه، چی ښاغلی خواخوږي پخپله د دې مقالې په خپرېدو سخت غبرګون وښوده، او دا يې ښکاره پخپله خپره سوې خبرپاڼه کي لیکلی وه، چي دا مقاله د نموړي لخواه نه وه لیکل سوې، بلکي ځينو کړیو د نو موړي د نامه څخه پدې مقاله کي د یو سیاسی غرض له مخی استفاده کړې وه.
د دې مقالي په غبرګون سره برعکس ښاغلی خواخوږي د شیرزی صاحب د کار او وطنپالنی څخه زیاته خوښي وښودله، او دايې روښانه کړل چي د لیکل سوی مقالې شاته دځینو قوتونو لاسونه دي، چي د نوموړی په نامه يې خپره کړې وه.
د دې رسوايي وروسته دا ښه په ډاګه شوه، چي دا کار دکوم هدف لپاره تر سره سوی وو، ترڅو خلګو ته دا وښيي، چي ګڼي د جلال اباد خلګ د ګل اغا شیرزي څخه په تنګ دي، او په رسنیو کی د ده په وړاندي په رسوا مقالې لیکل کيږي. د دې کار اصلي مقصد دا وو چي دغه کړيو وغوښتل چي د عامو خلګو ذهنیت دشیرزي صاحب په وړاندي تخریب کړي، او نوموړي د اولسمشر کرزي په واسطه د نورو په شیان بد نامه او د خپلې دندي څخه يې ګوښه کړي.
لیکن د ښاغلي خواخوږي غبرګون خلکو ته داسی یو الهام ورکړ، چي ګڼي د جلال اباد د وکیلانو جنجال او شخړو هم د ښاغلی ګل اغا شیرزی سره یوه سیاسی جوړه سوې ډرامه وه. خو پدې کار کی هیڅ شک او شیبه نسته چی د دې شخړو شاته د کندهار د قوتونو سایه لیدل کیدل، او ډېر اوږده لاسونه موجود وه. ځکه د شیرزي په وړاندي د جلال اباد د وکیلانو پاڅون یوه ناممکنه خبره وه، نو معلومه خبره ده، چي دغه کسان د بل په تحریک راپاڅیدلي وه.
ګل آغاشیرزی دخپل محبوبیت له وجی په کندهار او جلال اباد کي د ځینو خود غرضو مافیایی کړیو په سترګو کي اغزی دی، چي څو کاله مخکي د همدغه غرض له وجی له کندهاره لیري کړل سو، ترڅو په سیمه کي يې خپل لاسپوڅي کښینول او خپل واک يې زیات کړ. او د دې سیاسی واک او حرص له وجی په کندهار کي په سلګونو سلګونو مشران تر تورو خاورو لاندی سول، او پر طالبانو وټپول سول.
څومره چی شیرزی صاحب په جلال اباد کي د خپل کار او منظمی ادارې له وجی د عوامو په زړو کي محبوبیت پیدا کوی، په هم هغه اندازه باندي د جلال اباد او کندهار سیاسی کړیو ته خپګان سبب ګرځی.
داسی ښکاري چي د کندهار سیاسی کړی او قوتونه هنوز هم دخپلو وطنوالو او قومی مشرانو په ټکولو کي سخت بوخت دي، او د مشرانو د منځه وړل د خپل ځان لپاره یوه مهیمه تګلاره او سیاسی بری ګڼي.
ومن الله توفق
لیکوال: محمد سلطان شریفی