هدايت الله هدايت اسټرليا
یادونه :
زما د ناروغۍ او څه کورني مصرفیتو له کبله د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو د پېژندني ددې لړۍ کار د څه مودې راهيسي لږ شاني ځنډيدلی وو، زه ددې ځنډ له بابته د ګرانو لوستونکو او ځوانانو څخه بخښنه غواړم .
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۹) اِن بي سي
د اِين بـي سـي ټـلوېـزونـي او راډيـويـي شـرکـت
National Broadcasting Company (NBC)
په نيويارک سيټي کي د ان بي سي مرکزي دفتر
رسنۍ چي و هغوی ته د بشري پرمختګ يوه اهمه نمونه وايي او د پوهو انسانانو موډرنه لاسته راوړنه بلل کيږي ، نن هغه ته د نړۍ وال کاپيټاليزم تبلیغاتي اهرم او د هغه دتعریف يو مهم عنصر هم ويل کيږي . د نن ورځي نامداره او بانفوذه رسنۍ په امريکا او غربي هيوادوکي د لويو سرمایه دارانو په واک کي لوېدلي او د ځان په ګټه د نړۍ عامه ذهنيتونه د خپلو اهدافو په لور تر خپل کنټرول لاندي را ولي . دغه رسنۍ نن د يوې خوا په اقتصادي عرصوکي محوري نقش لوبوي او د تجارت په ميدان کي ځان داړيکو او مشترکي همکارۍ استازی بولي، خو د بلي خوا د هغوی خپروني ، خبرونه ، ګزارشونه، فيلمونه، کليپونه او سرګرمياني دخلکو په ذهنيتوکي يو اطلاعاتي او ايډيالوژيکي محيط ايجادوي او د يوه نړۍ وال استعماري نظام د ټينګېدو د پاره سیاسي، اقتصادي او اخلاقي ضد نهادونه جوړوي .
د نړۍ واله رسنيو پرمختيايي پړاوونه د نولسمي پېړۍ څخه را شروع سوي دي، دا هغه وخت وو چي د همدې پېړۍ تر پايه پوري د نړۍ زياتي برخي د اروپايي هيوادو د مستعمراتو ساحه وه ، ددغو مستعمراتوڅخه يوه برخه بیا وروسته امريکا تر خپلي استعماري ولکې لاندي راوستلې . مطبوعات چي په اول سر کي نوموړي هيوادو د خپلو داخلي مخاطبانو د پاره طراحي کړي وې، ددې پسته يې و هغوی ته اجازه ورکړله چي د خپلو مستعمراتي سيمو د پاره د عادي خپرونو و ماهيت ته بدلون ورکړي .
د ان بي سي National Broadcasting Company (NBC) سراسري خپرندويه شرکت په امريکا کي يوه مشهوره ټلوېزوني او راډيويي شبکه ده چي د همدغه اهدافو په لوري فعاليت کوي . دغه خپرندويه شبکه په کال ۱۹۲۶ کي د راک (RCA) Radio Corporation of America يعني د امريکا د راډيويي شرکت لخوا چي په امريکا کي د راډيويي خپرونو لومړنۍ عمده شبکه ده،تاسیس سوه . ددې خپرندويه شرکت مرکزي دفتر په نيويارک کي د جنرال الکټريک په شانداره بلډنګ کي موقعيت لري ؛ د کاليفورنيا په Burbank کي هم مجلله دفتر لري . د ان بي سي خپرندويه کمپنۍ را وروسته د جنرال الکټريک لخوا چي په امريکا کي يوه عظيمي کمپنۍ ده ( General Electric Company, GE) په ۶ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه ډالره رانيول سوه .دغه شبکه د خپل رنګه لوګو يا سمبول په درلودلوسره د «طاووس د بُڼکي» په نامه هم ياديږي . . په ۱۹۲۷ کي وو چي ان بي سي په دوو برخو ووېشل سوه . سور رنګه برخه يې و موسیقي او تجارتي اعلانو ته جلا سوه، او آبي رنګه برخي يې خبرونه او عادي برنامې خپرولې . همدارنګه ان بي سي په ۱۹۳۰ کي يوه بله را ډيويي شبکه هم د سپين رنګي راډيويي شبکې په نامه په منځني موجو باندي فعاله کړه .
د ان بي سي راډيو د خپلو را ډيويي خپرونو تر څنګ د ۱۹۳۸ کال د جولای پر اوله ټلويو زوني شبکه هم په کار واچوله ، فرانکلین روزولت د امريکا لومړنی جمهور رئيس وو چي ددې ټلوېزون د کېمرو د لاري يې ځان و عوامو ته ظاهر کړ . د ان بي سي راډيويي ټرانسميټرونه د تيري پېړۍ د دېرشمي څخه تر پنځوسمي لسيزي پوري يعني د خپل طلايي دوران په اوږدو کي د امريکا د ټولو راډيويي سټېشنو په سر کي ځای درلود، خو د کال ۱۹۵۰ په لسیزه کي دغه حالاتو بدلون و موند. د ۱۹۷۰ کالو په دوران کي وو چي ان بي سي خپل را ډيو يي اورېدونکي د لاسه ورکول او په عوض کي يې د ټلوېزوني برنامو شوقيان ډېرېدل . د ۱۹۸۰ په ورستيو کي د ان بي سي را ډيويي خپروني بلکل کم رنګه او د هغوی اصلي برخي د و سټنګ هاوس الکټريک په نامه يوه شرکت باندي خرڅي سوې (Westinghouse Electric Company) .
د ان بي سي ټلوېزوني برنامې لکه د امريکا دنورو شبکو غوندي د خپلو بې شماره خپرونو او کانالونو د لاري په ټوله نړۍ کي د داسي برنامو و تبليغاتي او ترويجي موادو ته وقف کړي دي چي و هغه ته امريکايي فرهنګ او يا امريکايي ارزشونه وايي .
د ان بي سي په ټلوېزوني شبکه کي د خپرونو ترټولو مهمه برخه د امريکايي فرهنګ او د امريکايي د ژوند د سبک تبليغ دئ . دغه شاني تبليغات په هغه هيوادو کي چي د خپل فرهنګي ارزشو څخه ليري ساتل سوي دي ډير ناوړه او خطرناکه اثرات پرېږدي . . څرنګه چي دغه شبکه د فرهنګي پلوه د افکارو د کنټرول او هغوی ته د لوري ورکولو و جريان ته داخله سوې ده د نورو رسنيو په نسبت د زیات خطر اندېښنې ځني محسوسي دي . هغه فلمونه او کليپونه چي ددې شبکې لخوا خپريږي بر الا د امريکا د ذهني او فکري لويي غوښتني ايډياوي پکښې ليدل کيږي ، او مستقيماً يې په ټوله نړۍ کي د امريکا مخالفین په نښه کړي دي . د امريکا په سبک ژوند و عامو خلکو ته د خيالي رفاه، نامحدوده آزاديو، ډيموکراسي،بې بندوباري ،د کورنۍ او ټولني د بنيادونو بې ارزښته کېدل او په هغه کي د ځوانانو څخه لاره او ليکه ورکول، فحش، د اخلاقیاتو زوال او دپوچ ګراييو معنی ورکوي او د همدغه طريقې څخه طرفداري ده .
په حقیقت کي دغه رسنۍ و امريکايي ټولني ته د سرمايې د لويوغولانو دسياسي افکارو د تبليغ ،ترويج د سازمان ورکوونکې وظیفه په غاړه لري او د همدې کانالو د لاري ده چي هم د امريکا په دننه کي ددې هيواد د نفوسو ۲۵۰ ميليونه نارينه او ښځو ته خپل فکري ليد لوری رسوي او هم يې د باندنۍ نړۍ تر خپل چتر لاندي را وستې ده .
د ان بي سي د ټلوېزوني شبکې ويب سايټ د ۲۰۰۰ کال وروسته په کار واچول سوه او وروسته يې ډېره وده يې وکړه . دغه ویب سايټ د ان بي سي زیات فیلمونه، ټلوېزوني کليپونه، خبرونه او ډېر نور تبلیغاتي څه د انټرنيټي کاروونکو په واک کي کښېښودل .
لوی دولتونه د پرګنو او عامه ذهنيت د هيجاني کولو يا اغفالولو د پاره او يا دا چي پر يوه هيواد باندي د حملې په خاطر د نورو هيوادو پام ځانته را جلب کړي، رسماً او بر آلا درواغ وايي . معاصر تاريخ د داسي ښکروره درواغو زیات مثالونه لري . تر کومه ځايه چي جګړه د لويو قدرتو د ډيپلوماسۍ په دود بدله سوېده په دې بهير کي د امريکا رسنۍ او د هغې جملې څخه د ان بي سي ټلوېزوني شبکه هم د همدغه هدف په لور و عامه ذهنيت ته فريب ورکوي او د همدې هدف د پاره هغوی ته مواد برابروي . د ان بي سي په زياتره برنامو کي په افغانستان او عراق کي د امريکا د اشغالګرانه جګړو په اړه مثبت تبلیغات کيږي او د او د هغو ددوام دفاع کوي . عام باور دادئ چي د امريکا د رسنيو سټراتيژي په واقعيت کي د عمومي افکارو د تنوير په ځای و هغوی ته انحراف ورکول دي .
مأخذونه :
زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه :
http://www.nbc.com