قران شریف دجهان دټولو مسلمانانو مقدس کتاب دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
له هغه وروسته چې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوې ډیر وړی کلیسا مشر( جونزتیري) دنن ځخه ځه دپاسه ۱۵ ور ځی مخکی په کلیسا کې د ننه یوه جلد قران شريف وسوځاوه، قران شریف دنړی دټولو مسلمانانو مقدس کتاب دې لازمه ده چی دنړي ټولو  مسلمانانو په دی اړه غبر ګونونه ښودلی وایی او دامریکا دحکومت ځخه یی په کلکه غوښتنه کړی
وایی چی دنوموړی کلیسا مشر  وقران شریف ته دبی احترامی په تور محاکمه کړې که ځه هم  په ځینو اسلامی ملکونو کې مسلمانانو په دې اړه بېلابېل ډیر نرم داحتیاط ډک غبرګونونه وښودل.خو یوازی او یوازی په افغانستان کی په همدې لړ کې زرګونو لاریون کوونکیو لومړی دتیری د جمعې له لمانځه وروسته په مزار شریف ښار کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر وسوځاوه او اته کارکوونکي یې ووژل او تر هغه یوه ورځ وروسته دکندهار،ننګرهار،لغمان په ولایتو کی په زرګونو خلګو دشارو کوځو ته را ووتل چی تنها دکندهار دولایت په پا  څون کی ټولټال ۳۰ کسان ووژل شول او یو سلو پنځوس کسان په کی ټپیان شول، دا په دی خاطر چې د قران كريم د سوځولو انتقام په امريكا كې د كليسا د مشر پادري( جونز تیري) څخه واخلي نو په كندهار ښار كې يې پر دولتي او ملكي تاسيساتو ، دوكانونو ،ښوونځيو او ماركيټونو بريدونه وكړل او اور يې ورته ورته كړ. پوښتنه دا ده چې كندهاريانو د خپل ښار په سوځولو سره د چا څخه انتقام اخيستي او چا ته يې غوښتل چې زيان واړوي آيا پدې سره هغه فاسد د كليسا مشر زيانمن سو او يا خواشيني سو، برعکس بلكه هغه به ډير خوشحاله سوي هم وي ځكه هغه د اسلام او مسلمانانو دښمن دي او په هر ډول چې امكان ولري غواړي چې مسلمانانو ته زيان واړوي ، خو د كندهارخلګو د هغه د زړه د خوشي كار وكړ او د هغه سره يې مرسته وكړه اوپه خپل ښار او کورکی یی اور بل کړې او بالاخره خپل ښار يې وران كړ ، خپل دوستان  او وطندراران يې مړه كړل او مالي زيانونه يې ور پیښ کړل او په سلګونه كورنۍ يې د غم په ټغر وژړه ول..
په نړۍ کې چې کله هم اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى شوى، تر ټولو شديد غبرګون پرې د افغانستان خلکو ښودلى، خو دا غبرګون تر ډېره سم او پر ځاى غبرګون نه و. موږ د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي په وړاندې چې کله لاريون ته را وتي يو، نو لومړى زيان مو خپلو خلکو او خپلو هېواد ته اړولى او ددې پر ځاى چې په اساسي لارو فکر وکړو، په چيغو او احساساتي عملونو مو خپل قهر سوړ کړى دى او دښمنانو هم له دې ډول غبرګونونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او لا يې هم د افغانانو او مسلمانانو پر وړاندې خپلو هڅو ته زور ورکړى دى،دافغانستان په ګانډیو ملکونو کی خصوصا ایران او پاکستان کی په دی باب نه دحکومتونو او نه هم دخلګو له لوری کوم عکسلعمل تر ستر ګو شول په ایران کو خو ددی پر ځای چی دقران شریف ددرناوی په خاطر کوم عکسلعمل وښودل شی هغوی دنوروز پرمیلو تر اوسه مصروف دی.دا دواړه ملکونو داسی خاموشی اختیار کړه چی لکه ځوک چی فکر وکړی چی اسلامی ارزشتونوته هیځ صدمه نه وی رسیدلی او تنها افغانان د ې چی له خپله ځانه احساسات ښییی،داسی معلومیږی چی ایران دافغانانو دپاکو احساساتو ځخه په مزار شریف کی ناوړه استفاده کړی وې او په دی بهانه یی دخپلو ( ۹ ) تنو دیپلوماتانو انتقام واخیست کوم چی دطالبانو په دوران کی په همدی مزارشریف کی په قتل رسیدلی وو .
له افغانستان پرته په ټوله اسلامي نړۍ کې چوپتيا ده، د ځينو اسلامي هېوادونو چارواکي په خورا نرمو الفاظو دا وحشيانه کار غندي، داسې چې سړى فکر کوي، اسلامي احساسات يې په بشپړ ډول له منځه تللي، داسې لکه د يو بل دين پيروان چې وي، خو اسلامي  ارزشتونو ته سپکاوی غندی ،د عربي نړۍ تېل همغسې امريکا ته روان دي او د اسلامي نړۍ ډېرى واکمنان لا هم خپل ساتونکى امريکا ګڼي او داسې انګيري چې ګواکي عزت او ذلت دواړه د امريکا له لوري دي
پوښتنه هم دا ده، چې ايا دا وروستۍ غبرګون وړ غبرګون و؟ ايا د انتقام اخيستو لپاره يوازينۍ لاره همدا وه؟ دغه ډول غبرګونونه به په راتلونکي کې د دغه وحشي پادري په څېر کسان له دغه ډول عملونو څخه را وګرځوي؟ او بللاخره د قران ساتلو يا د اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع لاره همدا ده؟
په ډېره اسانۍ سره ويلاى شو، چې دا د اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره وړ او يوازينۍ لار نه ده، دغه ډول اعمال نه يوازې دا چې د وحشي کفارو د اسلام ضد اعمالو مخه نه شي نيولاى، بلکې لا هم اسلامي امت ددوى له اصلي او بنسټيزې اړتيا او دندې څخه لرې کوي
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي سټيفن ډيميسټورا د قرآن شريف د سوځیدنې په تړاو د افغان  ولسمشر حامد کرزی اعلامیه له احساساتو ډګه بللی ده ، ډيميسټورا له بی بی سی سره په خپلو خبرو کی وويلی دي  چې په ورته موضوع د خلکو د غبرگون ورته هيله کیده، خو ويې ويل چې افغان پوليسو بايد د تاوتريخوالي   د پیښیدو مخه نیولی وای ډيمسټورا همدا راز وويلی دی چې ولسمشر حامد کرزي په امريکا کې د يوه عيسوي پادري لخوا د قرآن کريم د سوځیدنې د پیښې دغندلو په تړاو دغه ډول اعلاميه باید مخکی تر مخکی ښه ارزولې وای چې کیدى شي هره کليمه يې اور بل کړي
دېمیستورا په خپلو خبرو کی دا هم  وویلی دی چی افغانستان یوه دودیزه مذهبي ټولنه ده چې اوسیدونکي یې د اسلامي ارزښتونو په اړه ډېر حساس دي او هره کوچنۍ تیروتنه په دې برخه کې سترې ستونزې راپارولی شي
خو د ملګرو ملتونو دغه استازي د امریکا په فلوريډا ایالت کې قرآن سوځوونکی پادري هم ملامت کړ ، چې په خپل دې کار سره یې نه یوازې په افغانستان کې د مسلمانان غصه راوپاروله، بلکې دلته د بوختو شاوخوا دوه سوه زره بهرنیانو ژوند یې هم له ګواښ سره مخامخ کړ
”دغه کس چې قرآن پاک یې سوځولی، ډېر بد کار یې کړی دی، ځکه چې هغه باید پوی شوای وای چې دا مساله په نړۍ کې څومره حساسیت راپارولی شي. او په دې هم باید پوی شوی وای چې دا کار یې به افغانستان کې د بوختو ۱۸۰ زره پوځي او ملکي بهرنیانو ژوند له ګواښ سره مخامخوي، پر همدې مهال زه افغانان نه ګرموم، خو د اکار دا نه توجیه کوي. افغان پولیسو باید دغه خلک تاوتریخوالي ته نه وای پرېښي. ”
دا يو احساساتي عمل دى، چې په يوې محدودې جغرافيه کې د يو محدود وخت لپاره، د يوې پېښې په وړاندې ترسره شو، په داسې حال کې چې زموږ مسووليت تر دې ډېر لوړ دى. موږ بايد د قران سوځونې د يوې پېښې په وړاندې، داسې کړنې ترسره نه کړو چې له دې پېښې سره هيڅ تړاو ونه لري، بلکې موږ بايد هغه ځاى ته ځان ورسوو چې په بشپړ  ډول د اسلامي ارزښتونو د ساتلو وړتيا ولرو. موږ بايد د احساساتو پر ځاى پياوړى فکري اسلامي خوځښت وکړو او مسلمانان بايد ځان د نړۍ په يو داسې ځواک واوړي چې بيا هيڅوک ددې وحشي پادري په شان اسلامي ارزښتونو ته په ټېټه سترګه ونه ګوري.
قران كريم د خداي ج كتاب دي او خداي تعالي د هغه ساتنه د تل لپاره كوي خداي ج فرمايلي چې ما قران نازل كړي او د هغه ساتونكي يم ، نن د ميليونونو انسانان په زړونو كې قران حفظ دي او قران كريم په لسګونو ژبو ژباړل سوي دي پر قران كريم باندې په ميليونونو انسانانو ايمان راوړي دي نو آيا د قران د يوې نسخې په سوځولو سره د يوه فاسد او شيطان صفته انسان پواسطه و هغه ته كوم زيان نه رسېږي . نه بلكې هغه شخص بر عكس د ټولو مسلمانانو د كركي او لعنت سبب ګرځييو ځل بيا وايو، چې دا له اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع سمه لاره نه ده، بلکې دا ډول کړنې به لا هم موږ ته ستونزې پيدا کړي او د اسلامي ارزښتونو د ساتلو په چاره کې به هيڅ ډول مثبت اغيز ونه کړي.
به افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکین بیري هم په امریکا کې د یوه پادري له لوري د قرآنکریم سوځونه غندلی او  ویلی یی دی چی: غواړم تاسو ته اطمینان درکړم چې د یوه کس کرکجن او د نه زغملو وړ عمل په متحدو ایالتونو کې د مذهبي تنوع د منلو او ورته د احترام لرلو د ارزښتونو ښکارندويي نه کوي،نوموړی په یوه اعلامیه کی چی په کابل کی خپره شوی ده ویلی دې چی دمقدسو کتابونو سو ځول دهغه څه اختلاف دی چی  
دامریکا خلک پری باور لری ،ایکین بیري ویلي:«موږ الهي کتاب قرآنکریم او نورو سپېڅلو کتابونو ته درناوی لرو او هر هغه عمل چې هر راز دیني عقیدې ته بې احترامي وي، غندوو. .»
په تاند کی دیوه را پور پر بنیاد طالبانو په یوه اعلامیه کې، چې د دوی د ویاند له لوري خپره شوې، د یوه امریکايي پادري له له خوا د قرانکریم د سوځېدو په وړاندې په افغانستان کې وروستۍ مظاهرې له دې سره سره  ستا یلی چی په تر ځ کی یی په لسګونوتنه ووژل شول طالبانو په مظاهرو کې خپل رول رد کړی او د افغان پولیسو له لوري یې له مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی غندلی دی.
ګلبدین حکمتیار هم له نامالوم ځایه خبري رسنیو ته په استولي برېښنا لیک کې د مظاهرو ملاتړ کړی خو په سپکو او توندو الفاظو یې نه یوازې حکومت غندلی بلکې درستې رسنۍ یې هم مزدورې او اجیرې بللې دي
حمکتیار په عین حال کې له خلکو غوښتي چې مظاهرو ته دوام ورکړي ځکه د ده په باور که خلک یوه میاشت نور هم مظاهرې ته دوام ورکړي بهرني پوځیان به له افغانستانه وتلو ته مجبوره شي،حکمت یار په خپله اعلامیه کی وایلی دی چی موږ پر ټولو مؤمنو او خداى پالو افغانانو غږ کوو چي خپلو مظاهرو ته تر هغه دوام ورکړي چي بهرني ځواکونه زموږ له گران هېواد وتلو ته اړ شي .پاي سلام خان