دهلمند دولس له لوري ولسمشر کرزي ته لیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
كرزی صاحب يو څه د زړه خواله درسره كوو خداي (ج) دي وكړي چي خفه نسي.
كرزي صاحب!
موږ دهلمند ولایت اوسېدونکي یو او دغه ولایت دځان هرڅه بولو .زموږ په دغه ولایت خوابدېږي او موږ ته داولایت ګران دی . موږ ډېر کوښښ کړی چې خپل ږغ تر تاسو درورسوو خو نه یو توانېدلي او دادی داځل یو برانیستی لیک درته لیکو خدای دي وکړي چې ستاسو مشاورین یې تر تاسو ورسوي .

كه د تاريخ يو څو صفحي راواړوي، كه د افغانستان د جغرافيي يو څو صفحي وپلټي او كه د افغانستان په سياسي نقشه كي د هلمند سياسي موقعيت وگوري.
دا هلمند يواځي د پارلمان د اتو وكيلانو ، د سنا د دو سناتورانو، د گلاب منگل د ديرشو په پيسو رانيولو تش په نامه قومي مشرانو او رييسانو او د گلاب منگل د يو څو د گوتو په شمار مخاليفينو كور ندي.
بيا وايم دغه هلمند د دغو ۷۰ اويا پر شا او خوا خلگو په شمار كور ندي.
دغه هلمند كه د تاريخ په صفحو كي وگوري د ډيرو نامتو هلمنديانو كور دي.
كه په جغرافيه كي وگوري د افغانستان لويترين ولايت هلمند دي د افغانستان لسمه برخه جوړوي.         
كه په سياسي نقشه كي وگوري د افغانستان د جوړولو او خرابولو يواځيني سرحد هلمند دي.
يعني د افغانستان د خړو او صافو اوبو ناوه هلمند دى.
او كه يو څه وخت نور هم ضايع كړي او دا خپل په درځنو مشاورينو څخه يو څو مشاورينو ته وظيفه وركړي چي ستاسو د دولت د مامورينو سوانح وگوري چي د دي لوى ولايت څخه څو نفره په دولت  
كي كار كوي. خصوصاً  د هلمند او كابل په تشكيل كي. په ټول هلمند كي په هغو چوكيو باندي چي د نورو ولايتونو په شان اول حق د هلمنديانو دي څو نفره هلمنديان كار كوي.
د هلمند د دولتي اورگانونو په راس كي چي كوم خلگ كار كوي هغه هم د دغو اويا ۷۰ نفرو پر شا او خوا كسانو پواسطه مقرر شوي دي او يو څه نور د ۵۰۰۰۰ پنځوسو زرو څخه بيا تر زياتو ډالرو پواسطه مقرر شوي دي.
او كه يو يا دوه نفره صحيح اشخاص وي هغه هم كار ته په صحيح ډول نه پريښودل كيږي.
كه تاسو واياست چي دا د هلمند ولايت د اورگانونو مشرتوب يواځي د هلمنديانو حق ندي آزاد رقابت دي.
دا هم نه درسره منو.
ځكه بيا كولاي سي چي د مثال په ډول د يو څو نورو ولايتونو تشكيل وگوري لكه : كندهار،هرات ،نيمروز،فراه ، مزار او داسي نور ولايتونه چي كوم كسان كار پكښي كوي.
او كه د دا ټولو خبرو سره داسي فكر كيږي چي هلمنديان د دي چوكيو لپاره وړ اشخاص او كدرونه نلري .
نو كه غواړې چي د دغه چوكيو يعني د وزارت څخه نيولي بيا تر بست ۲ چوكي پوري د وړ كسانو لست غواړي مهرباني وكړي خپل د رياست جمهوري يو خصوصي ايمل ادرس راكړي چي مكمل د هلمنديانو
د وړ اشخاصو او كدرونه لست در واستوو.
ددي كارونو سربيره نور نو څه مشكلات لرو هغه هم په لنډو ټكيو كي درته وايم.چي دغه مشكلات د مخكني مشكلاتو څخه را پيدا شوي دي.
۱ :- زمونږ خپل اصيل وړ اشخاص او كدرونه د نورو كم ظرفيت اشخاصو تر لاس لاندي كار كوي او يا مايوسه پر كور ناست دي.
۲:- ټول ځوانان كه سواد داره دي زړه خوري مايوسه ويلي كيږي.كه بي سواده دي د سواد څخه يي بد راځي.
۳:- نو د دوهمي شماري مشكل له لاسه ځوانان يا په نشو اخته كيږي يا د بل وطن مسافر كيږي چي د سمندر او بحر د ماهيانو او نهنگانو خوراك كرځي.دا درپه دره ځوانان د هغه اويا ۷۰ نفرو پر شا او خوا كسانو زامن ندي. دا د لوي هلمند اولاده ده.
۴:- او بل چي د ټول وطنوالو سترگي زمونږ خواته دي.چي د خارج ټولي پيسي په هلمند  كي مصرفيږي
مگر دا پيسي د دي بي سواده،ډالري او اويا ۷۰ تنو پر شا او خوا د لاس پوڅو مشرانو جيبو ته ځي.كارونه او پروژي په بي كيفته ډول عملي كيږي.چي ښه مثال يي د لښكرگاه د ښار سرگان او پروژي دي چي يو يي هم په ساختماني نورمونو نه دي جوړ شوي.دا خو د ښار داخل پروژي دي د ولسواليو پروژي مه را يادوه.
۵:- د دي ښاري نا پرسان ( هلمند ) د چور په انتروال كښي چي كومي رهايشي ځمكي توزيع شويدي د نورو ولايتونو بر خلاف چي موږ يي مخكي نومان ياد كړل . ټولي رهايشي نمري يا د نورو ولايتونو خلگو ته او يا د دغو اويا ۷۰ تنو پر شا او خوا كسانو دوستانو ته په غير قانوني ډول توزيع شويدي چي مثالونه يي تاسو محترم ته معلوم دي.
۶:- اخيريني مشكل كي به دا درته ووايم چي د دي مشكلاتو اوغير قانوني كارونو په نظر كي نيولو سره د مركز د ټولو وزارتونو ، ارگان هاي محلي حتىٰ د رياست جمهوري بعضي اشخاصو د جيب ډكولو يواځني ولايت هلمند دي.زمونږ هلمنديانو خبري او مشكلات به تاسو محترم ته څوك در ورسوي؟ چي تر تاسو رسيږي مكلمه سناريو تغير كوي.چي تاسو هم هلمند ته راسي بيا هم دغو اويا ۷۰ تنو پر شا او خوا كسانو په مينځ كي ايسار ياست اصيل هلمنديانو او هلمند  پرست خلگو ته مو څوك نه پريږدي.

هلمندي وګړي