سلام خان
دځینو خبری رسنیو دراپورونو پر بنیاد طالبانو ويلي دي چې پس له دی ، د ښوونځيو او زده کړو پر وړاندې به هيڅ ډول خنډونه نه را منځ ته کوې ،دغه څرګندونی په لومړی سر کی د طالبانو یوه سیمه ییزه ویاند رسنیو ته کړی دی ،قاري يونس مجاهد، چې ځان د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې
نوموړي دا هم ويلي چې ان د دوی تر لاس لاندې سيمو کې به ښوونځي جوړ کړي،له مجاهد نه دا هم وپوښتل شو چی طالبانو ددغه ډول څرګندونو نه دتبلیغاتو دوسیلی په توګه کار اخلی،څکه په سویل کی هلته چی ددوی نفوذ زیات دی ،زیا تره ښو نځی تړل شوی دی ،ددی مانا څه کیدای شي؟په جواب کی نوموړی وویل ښو نځی
دوی نه دی تړلی بلکی دجګړب له وجه تړلی شوی دی ،ده زياته کړه که چېرې د دوی تر ولکې لاندې سيمو کې ښوونځيو، ښوونکو او د زد ه کړې وسايلو ته څوک زيان واړوي ، سزا به ورکړي
د طالبانو د دغې پرېکړې د عامو خلکو په ځانګړي ډول ښوونکو او زده کوونکو تود هرکلی کړی او ويلي دي چې اوس به په کړکېچنو سيمو کې که طالبان پر خپله ژمنه ټينګ پاتې شي، دوی به ډاډه زړه ښوونځيو ته ورشي
که څه هم دا ډول څرګندونې طالبانو وړاندې کړې وې، خو په سويل کې لاهم ښوونځي تړلي پاتې وو، خو اوس به مالومېږي چې طالبان خپلې پرېکړې ته څومره ژمن پاتې کېږي
ولسمشر کرزي چی دچهارشنبی په ورځ یی ددارالمعلمینو وفارغانو ته خبری کولی همداراز په افغانستان کې د معارف په باب د هغو خبرونو هرکلی وکړ چې پراساس یې ویل شوي چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر اخوند
خپلو پلویانو ته امر کړی چی نور پرښوونځیو حمله ونه کړی ،کرزي وویل، که طالبان د ښوونځیو سوځولو ته دوام ورکړي ، مانا یې دا ده چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې پاته شي او د افغانستان ستونزې دوام وکړي
دغه څرګندونې ولسمشر حامد کرزي نن د هېواد د دارلمعلمينو څخه د فارغانو لمانځغونډې ته په وينا کې وکړې اوویی ویل خدای دی وکړی چی دغه اعلامیه رښتیا وی ولسمشر پر افغان ښوونکو او زده کوونکو غږ وکړ چې د ښوونې او روزنې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، ترڅو دغه خاوره له شته ستونزو او بدمرغيو وژغورل شي
ولسمشر د خپلو خبرو په ترڅ کې د امريکايي پوځيانو لخوا هغه وحشيانه کړنې په کلکه وغندلې چې د افغان ملکيانو له وژلو وروسته د هغوى پر جسدونو ملنډې وهي
زموږ خلک د لوبو او تفريح لپاره وژل کیږی او خوند ترې اخيستل کیږی، دا خبرې هم افغان ولسمشر حامد کرزي دچهار شنبی په ورځ د دار المعلمینو د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وکړې. حامد کرزي په افغانستان کې د امريکايي سرتیرو لخوا د ملکي وګړيو د وژلو خپاره شوي انځورونه زړه بوږنوونکي وبلل او ويې ويل چې دغه موضوع ددې لپاره په ډاګه کوي، چې نړيوال وجدان راويښ شي
افغان ولسمشر حامد کرزي ، چې په کابل کې يې د دارالمعلمينونو د څه باندې ٢٠ زره محصلينو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وويل، چې دوه ورځې مخکې يوې المانۍ ورځپاڼې د امريکايي سرتیرو د ظلم انځورونه خپاره کړی دی هغه زياته کړه : ” زموږ خلک يې د لوبو او تفريح لپاره وژل ، زموږ ځوان او سپين ږيري يې د لوبو لپاره وژل او خوند يې ترې اخيست
همدارنګه هغه وويل چې د امريکايي سرتیرو لخوا په ملکي وژل شويو کسانو کې يو ١٥ کلن ماشوم هم و
کرزي د ټولو ستونزو لامل په هیواد کې بیسوادي وبلله او زياته يې کړه : ” له موږ نه ده چې پر موږ ده ، همدا ورځ چې نن يې نمانځوو ، چې ٢٠ زره ښوونکي فارغوو،که چيرې مو دا ورځ ٢٠ کاله مخکې درلوداى ، له شک پرته چې نن زموږ پر ځوان به بريد نه کیده
د المان د شپيګل او امريکايي رولينګ ستون ورځپاڼو په دې وروستو کې داسې راپورونه خپاره کړي، چې په هغو کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لخوا د ملکي کسانو د وژلو انځورونه ، ويډيوګانې او مرکې شاملې دی ،په يادو راپورونو کې راغلي ، چې امريکايي ځواکونه يو ١٥ کلن هلک په يوه کرونده کې د لاسي بم په غورځولو وژني ، د عکس اخيستو لپاره يې بدن لوڅوي او په قيچي باندې ددې ماشوم ګوتې غوڅوي،به دی را پور ونوکی دامریکایی ځواکونو لخوا دملکی کسانو دوژلو نوری پیښی هم شاملی دې .
د خپرو شويو راپورونو له مخې ، د امريکا اردو دغه سرتیري، چې په دې جنايت يې لاس پورې کړى ، ديوې کوڅه ډبې او سرکشه ډلې اړوند بللي ، چې د خپلو امرانو له پوهیدو پرته يې په خپل سر عمل کاوه
کرزي په خپله نننۍ وينا کې وويل : دا يوه لس يا دولس کسيزه ډله وه ، چې د وژلو د ډلې په نامه مشهوره وه ، چرسيان او هيروئينيان و، چې د شپې يې چرس څکول او سهار يې زموږ خلک وژل .
هغه زیاته کړه : خداى دې زموږ افغان ژباړونکي په غضب کړي ، چې ددوه سوه ډالرو تنخواه لپاره دا ډول نوکري کوي او بدبختان هغوى ته يې چرس او هيروئين وړل
ولسمشر زياته کړه : دوهم يې ددې لپاره يادونه کوم ، چې نړيوال وجدان راويښ شي ، که چيرې په لوېديځ کې کوم وجدان پاتې وي ؛ که چيرې هلته کوم وجدان پاتې وي.پای سلام خان .