فرهاد دريا د ١٣٨٩ کال دشخصيت په توگه وپیژندل شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دازادي راډيو دهيواد سندرغاړي فرهاد دريا د ١٣٨٩ کال دشخصيت په توگه اعلام کړ. په هغې غونډه کې چې له همدي امله دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړه شوې وه په افغانستان کې دازادي
راډيو رييس رحيم الله سمندر خبرې وکړي اوهغه معيارونه يې بيان کړل چې دهغو له مخې فرهاد دريا دکال دشخصيت په توګه ټاکل شوى دى . سمندر وويل فرهاد دريا دهنرپه برخه کې دسولې اوملي يووالې دتامينولو اوبشري مرستو په لاره کې هڅه اوهاند کړي دي په همدي دليل خلکو دازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې فرهاد دريا دکال دشخصيت په توګه وټاکه. فرهاد دريا په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې دملګروملتودسازمان له خوا دسولې دسفير په توګه وټاکل شو . دغه راز فرهاد دريا په کابل ، هرات ، بلخ اوهلمند ولايتونو کې کنسرتونه ورکړل چې دخلکو له خوايې هرکلي شوي دي. داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت معين پوهنمل غلام نبي فراهي په خبروکې فرهاد دريا ته دمبارکي دويلو په ترڅ کې دازادي راډيو ددغه نوښت له امله هغه سوغات چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په پام کې نيول شوي و دفرهاد دريا دفرهنګي او ټولنيز دفتر مسوول ته ورکړل ويې ويل هغه هنر چې دسولې بنسټ ولري ، دباور ساحه پراخه کړي ، په زړونو کې ځاى نيسي او دتل لپاره پاتي کيږي . ده دريا او دده هنرتل پاتي وبلل زياته يې کړه فرهاد داسي هنرمند دى چې په خپلو سندرو سره ذهنونه راويښ کړل او څرگنده يې کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت تل هڅه کوي چې هنرمندان وهڅوي . سره له دې چې فرهاد دريا په دې غونډه کې شتون نه درلود ، صوتي پيغام يې دغونډي برخه والو ته واورول شو.مخکې له دې هم ګل اقا شيرزى ، انارکلي هنريار اورمضان بشردوست د ١٣٨٦ – ١٣٨٧ او ١٣٨٨ کلونو دشخصيتونو په توګه ټاکل شوي وو.پاې.