د گلاب منگل كارنامي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام بستي
د نورو تر قيادت لاندي
د نورو تر قيادت لاندي
په دې کي شک نسته چي د اسلام مبين دين د افغان غيور ولس يوه ستره پانګه
جوړوي ، داسي چي بله ورته ستره پانګه نه لري ، او عدالت د اسلامي ژوند او
افغاني عرف يوه ستره وجيبه د ه چي په دې اساس موږ ددې په رعايت کولو سره
په څو اړخيزه توګه مکلف يو .

له بده مرغه اوس اوس دا هر څه په مسؤولو برحاله سياسيونو د واک کي په
ټيټه کچه قرار لري ، چي دا د نه انډولۍ ، فقر ، غربت ،بې ثباتۍ ، او راز
راز بدبخيو باعث سوي دي .
له کله چي دنيا زموږ ملک ته راغلې ده نو دوﺉ د افغان ولس د هيلو د پوره
کولو پر ځای هغه کثيف او چټل اشخاص ورباندي وتپل چي ددغه هيواد د ولس د
رنځ او تباهۍ له امله يې وزن له لاسه ورکړی وو، او افغانستان يې د لسيزو
کورنيو جګړو په پايله کي داغه حال ته را رسولی وو .
په دې وروستيو کي د هلمند ولايت والي ګلاب منګل د خپل ځان د سپناوي او
کمپاين په اړه يوه مقاله په ځينو وېب پاڼو کي خپره کړه چي پکي ډېر له
واقعيت څخه پرته ټکي يې پکي بيان کړي ، او د خپلو ماموريتونو په اړه يې
تبليغات کړي وه .
خو موږ اوس غواړو چي درنو هيوادوالو ته د ګلاب منګل د ماموريتونه په
ځانګړي ډول په هلمند کي د هغه پر ماموريت رڼا واچوو ، خو مخکي له هغه
بايد ووايو چي منګل د خلقيانو پر مهال په ګڼو ملګي وژنو تون دی او په
سلګونو خلک يې ژوندي تر خاور لاندي کړي دي چي دلته موږ د وخت د کمښت له
امله ځيني تيريږو .
۱- په پکتيکا ولايت کي د ګلاب منګل ماموريت :

کله چي ګلاب منګل پکتيکا ولايت ته د والي په توګه واستول سو نو هلته يې
داسي کارونه پيل کړه چي ولس تر پوزي ورڅخه ورسېد ، اداري فساد خو خپل
وروستي اوج ته ورسېد ، آن تر دې چي ولس څو څو ځله ولسمشر حامد کرزي ته په
شکايت راغی ، وروستی ځل د نوموړي ولايت څخه په سلګونو د بيلا بيلو قومونو
درانه مشران د پارلمان مخي ته د لاريون په ډول راغله او درې ورځي يې د
لوږي اعتصاب وکړ ، دوﺉ ويل چي که ګلاب منګل د ولايت څخه لري نه سي نو موږ
تر هغه وخته پوري اعتصاب ته دوام ورکوو او خپلو کورنو ته به ستانه نه سو
، له دې څخه وروسته کرزی اړ سو تر څو ګلاب منګل د پکيتيکا د ولايت څخه
لري او د لغمان پر ولايت يې ور وتپي .

۲- لغمان ته د ګلاب منګل ورتګ :

کله چي محمد ګلاب منګل لغمان ولايت ته د والي په توګه واستول سو په عين
شکل په دغه ولايت کي د ستونزو ګراف لوړ سو ، هغه په ډېر سرعت سره په پراخ
اداري فساد لاس پوري کړ او د ځمکو غصب ته يې ملا وتړله ، د نوموړي ولايت
د بيلا بيلو قومونو تر منځ د نفاق لپاره زميني برابري سوي ، تر دې ځايه
چي امکان د شخړو را منځته کېدو ته برابر کړي ، بيا خو هغه ولايت لاښه هغه
وخت يې غمخور درلود ، د ملي امنيت مرستيال شهيد ډاکتر عبدالله لغماني هم
کابو کاوه ، خو ددې ستونزه سره سره هغه بيا هم خپلو کارونو ته دوام
ورکاوه تر څو چي ولس بله لاره نه درلوده او په پراخو لاريونونو يې لاس
پوري کړ ، ددغو لاريونونو په بهير کي د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ په
ګډون ګڼ شمير دولتي اداري وسوځول سوې او خلکو پراخ لاريونونه وکړه ، چي
په پايله کي ګلاب منګل د خپلي دندي پرېښودولو ته اړ سو، دنده يې په داسي
حال کي خوشي کړه چي په کابل کي وو او د واک د تسليمۍ لپاره بيا لغمان ته
نه سو تللای ، دا مسله د لغمان ولايت خلکو تر اوسه د يوې کرغېړني خاطرې
په توګه ساتلې ده او هر ځای د لغمان ولايت قومي مشران او ځوانان د هغه د
نارواوو بحثونه کوي .
۳- هلمند ولايت ته د ګلاب منګل تګ :
ښاغلی منګل ويلي دي کله چي زه هلمند ولايت ته د والي په توګه واستول سوم
نو هلته اداري او اخلاقي فساد موجود وو ، امنيت خراب وو ، دولت هيڅ نوعه
فعاليتونه نه درلوده .
مسله داسي ده چي په دې وروستيو کي د هلمند ولايت په امنيتي وضعه کي بهبود
راغلی دی ، مګر ښاغلي منګل هلمند ولايت ته تر شلو زرو پوري امريکايې بحري
عسکر ولاړل او په زرګونو خلک يې ووژل ، په هغو سيموکي چي امريکايان دي
هلته امنيت سميږي ، خو مانا يې داده چي خلک هم ووژل سوه ، سيمي کلي او
کورونه په هديرو بدل سوه او برعکس په هغو سيمو کي چي تاسو او انګرېزان
واکمني چلوﺉ هلته تر اوسه پوري امنيت خراب دي ، ترورونه پکي سته ، عامه
خدمات پکي نه عرضه کيږي ، او خلک هم له دولت څخه ناراضه دي .
د بريښنا خبره دي هم سمه نه ده تاسو د کجکي د ټوربين د فعاله کېدو خبره
کړې وه ، خو دا مو نه وه ويلي چي ددغه ټوربين د انتقالولو پر مهال مو د
سنګين ولسوالۍ د ساروان کلا دسيمي بسته درې کلي وران او ويجاړ کړه او تر
درې سوه پوري مو بيګناه ښځي ، ماشومان او ملګي وګړي شهيدان کړه او نتيجه
يې داده چي اوس په لښکرګاه کي خلک په څلورو شباروزو کي کابو دوه ساعته د
شپي له پلوه برښنا تر لاسه کوي .
د صافيانو په باب دي هم ناسمه خبره کړې وه ، بايد داسي دي ويلي وايې چي
اوس د صافيانو په سيمه کي ستا او ستا د مرستيال ميرزکوال په برکت څلور د
اخلاقي فساد مراز فعاله سوي دي او تشويقوي يې ، مهمه خو داده چي د
صافيانو سيمه تاسو د امنيت او ثبات په پلمه نه بلکه د ځمکو د غصب لپاره
پر نقشه برابر کړ چي تر اويا سلنه تا او ښاروال خپلو ځانو ته وقف کړ او
يا خو مو پر خلکو وپلوره .
تاسو ويلي دي چي کله زه هلمند ولايت ته ولاړم نو د ولايت د ودانۍ څخه د
تارياکو ګلان ښکارېدل ، زه فکر کوم چي په دې خبره کي دي دروغ له ورايه
ښکاري هغه ځکه چي د ولايت ودانۍ يو اړخ ته لوي جامع جومات او ناجوګانه
ولاړ دي د سيند طرف او او بل اړ خ ته يې د ورزش امريت او بل اړخ ته ي
پراخ ښار پروت دی نو دلته دا خبره پر ځای نه ده او نه هم د کرني لپاره
دلته ځکمه وجود لري ، برعکس داسي دي بايد ويلي وای چي اوس هم تاسو د
بريتانيا سره د نشيې توکو قاچاق لرﺉ او له هلمنده مستقيم انګليستان ته په
الوتکو مي مخدره توکي وړل کيږي او تاسو ته ټکس درکول کيږي .
موږ دا نه وايو چي هلمند ولايت تر ګلاب منګل وړاندي پاريس وو خو لږ تر
لږه د خلکو پانګه نورو په خېټه نه وه ننه ايستلې ، لښکرګاه ښار اتيا سلنه
د منګل په وخت کي وويشل سو چي ښاروال شاړي او منګل هر څه د خلکو حقوق پکي
تس نس کړه .
په هلمند ولايت کي يو دولس نمرې له ګلاب منګل څخه تر لاسه کړي دي په داسي
حال کي چي د هلمند ولايت کډوالو په کابل کي خپله ماشومه لور په څلور سوه
افغانيو د لوږي له امله خرڅه کړه .
اخلاقي فساد اوج ته ځکه رسېدلی چي بست هوټل اوس د عياشيو او شراب نوشيو
مرکز ګرځېدلی دی ، لنډ او نوې مثال پکي د یوې هنرمندې (...)څخه د ميرزکوال د
جنسي اړيکو غوښتنه وه چي دا خبره بيا تر لوړو چارواکو پوري هنرمندې
ورسول او ميرزکوال پر دې او نور فساد چي ښه بېلګه يې د سواد اموزۍ په
کورس کي د ښځو څخه ناوړه ګټه اخيستل په ګوته کيږي چي د معارف وزارت څخه
رسمي مکتوب تللی وو او ميرزکوال اوس دنده له لاسه ورکړه .
د دغو مسلو په اساس دي د نسيمې نيازي درې ورڼو ته لکه معارف ، مخابرات او
محلي ارګانونو رياستونه او ادارې ورکړي دي !.
اوس هم د هلمند ولايت ولس له ولسمشر کرزي څخه ډېره مننه کوي چي ميرزکوال
يې له دندي ګوښه او د اخلاقي او اداري فساد د څېړلو امر يې وکړ ، داسي د
هلمند ولايت خلکد کرزي ددغه اقدام د ستايني تر څنګ هيله لري چي ګلاب منګل
هم عدلي او قضايې ارګانونو ته معرفي کړي او د لښکرګاه ښاروال شاړی هم چي
په رسمي ډول يې شل ميليونه فساد کړی دی او اوس يې له هلمند باسي،بيرته يې
خلکو ته وسپاري او په علني ډول ورسره حساب کتاب وکړي .
دلته غواړو پر ولسمشر باندي ږغ وکړو آيا د هلمند ولايت ولس چي تاسو ته په
دونه ميړانه او اخلاص رايه درکړه پايله يې داسو ه چي تاسو فاشيست او قوم
پرست ګلاب منګل وتپي ، هغه په ښکاره نارې وهي چي زما څخه مخکي هلمند
ولايت ځينو قونو خپل ميراث باله په داسي حال کي چي په تاريخ کي دا مسله
نه ده پيښه سوې دا خبره به پر ځای وای چي د يوه قوم پر ځای هغه د يو قوم
د اشخاصو نومونو اخيستی وای دا څرګندوي چي ګلاب منګل د يو شمير قومونو
سره په دې خاطر تعصب لري چي د هغو قومونو د ځينو اشخاصو سره يې لري په
داسي حال کي چي اشخاص د قومونو استازيتوب نه سي کولای ، البته په دې مسله
کي .
يادونه موږ نه د چا لپاره کار کوو او نه هم په چا پسي روان يو ، موږ ته
اسلامي او ملي ګتي تر هر څه د درناوی وړ دي ، له ولسمشر څخه په وار وار د
هلمند ولايت قومي مشرانو غوښتنه کړي چي ګلاب منګل له واکه لري او محکمه
کړي خو هغه ژمنه ورسره کړې ده چي د حمل مياشت کي به دا کار کوم او د
هلمند ولايت خلکو ته يې ډاډ ورکړی دی کنه ګلاب منګل به له هلمند داسي
تيښتي ته اړ سي لکه په پکتيما او لغمان کي ، ګلاب منګل غواړي چي بيرته
خپلي اړيکي له ولسمشر سره جوړي کړي تر څو بله داسي دنده ورکړي ، او وايې
چي زه د کرزي تر عالي قيادت لاندي هر دنده اجرا کوم په داسي حال کي چي تر
ننه يې د ګورډن براون او ډيويد کامرون تر قيادت لاندي پر هلمند د نارواوو
ميچن وچلوله .
موږ له ولسمشر څخه هيله کوو چي نور دي نو ولس نه کړوي او حساب دي ورکړي ،
په دې مانا چي دغه د فساد حلقې دي له منځه يوسي ، په دې چاره کي ولس له
کرزي څخه بشپړ ملاتړ کړوي .
سلام بستي