ميوند بياباني
درنو لوستونکوپه ۲۰۱۱/ ۱۶/۰۳می جناب احمد سعیدی صاحب څخه په درناوی غوښتنه کړی وه چه که کوم ثبوت یا اسناد دپښتنو دجاسوسۍ په هکله لرۍ دلوستونکو لپاره یی وړاندی کړۍ اوکه یی نلرۍبی مورده تورونه مو بیرته واخلۍ مګر ښاغلی تر نن ورځی پوری دواړو وړاندیزو نو څخه په شا او پټه خوله پاتی دۍ .
په لمړی سرکی سعیدی صاحب له یوی داسی ډلی سره تړاو لری چه هغه ډله زموږدتاریخ تور مخونه جوړوی چه دب کشمیری رټل شوی ډله دۍ چه دا ډله په عام وژنه وطن پلورنه کی ریکارډلری يوځل یی پردی مظلوم ملت هغه څه وکړل چه هر هیوادوال په سترګو ولیدل دایوی خوا ته بل ځل یی بیا درو سانو په امرایتلافونه جوړ کړل اوپردی ملت یی زړه ونه سوځاوه یوبل ناورین را مخته کړچه تراوسه دوام لری او پرونۍ لور او څټک چه سوری به یی وهلی مرده باد امپریا لیزم نن ورځ دهغه امپریالیزم تالی څټی شویدی اوپه ولسی جرګه کی هم ناست وه اوددی ملت نمایندګی یی کوله چه پرون یی ژوندی تر خاورولاندی خښول دا ډله ازمویل شوی ډله دۍ چه دوی دقدرت په رنځ اخته دی اود غوړی ګولی لپاره دهیڅ ډول کړنی څخه مخ نه اړوی پدی کی شک نشته د نوموړی لیکنی یوازی اویوازی په اریایی انترنتی پاڼه کی خپریږی امکان لری چه داریایی انتر نت پا ڼی شهرت ته هم دا دری کرغیړنی څیری تاوان ورسوی .
سعید ی په خپله یوه لیکنه کتمان حقایق کی مسعود دملی قهرمان په نوم یاد کړۍ دۍ که د پخوانی شوروی ولسمشر ګورباچوف د بی بی سی راډیوسره په ۱۵/ ۲/ ۲۰۱۰ مرکه کی ویلی وه چه احمدشاه مسعود زموږکس وه زموږ لپاره یی کار کاوه اودسالنګ لیاره یی زموږ لپاره خلاصه ساتلی وه اوس قضاوت د لوستونکی وکړی چه دګورباچوف نظر داعتباروړبولی اوکه دسعیدی زما په نظر دګورباچوف نظر معتبر اود اعتباروړدۍ مګر سعیدی په واقعیت ښه پوه دۍ اما نظر یی مطلبی دۍ یعنی دنظار ډله دکرزی په اداره کی واګی پلاس کی لری که ددی ساز له امله یی کوم سفارت ته بیا ددیپلومات په توګه ولیږی .
سعیدی په یوه مصا حبه کی په نوم د حقایق در مورد خط دیورندyou tu be کی وای چه .
کله چه پیښور کی دیپلومات ومه راپور راته رسیدلۍوه چه (۸۷۶) ملکان دپاکستان له حکومت څخه دمیاشتی له (۵۰) زره یولک دوه لکه دمیاشتی معاش اخلی پدی وخت کی زه دیوه ملک په کورکی په نوم د ګل شاه چه اوس وژل شویدۍ میلمه ومه چه زوی یی راغۍ پلارته یی وویل چه ستا معاش پو لیتیکل ایجنټ شل زره کم کړیدۍ چه تا پدی میا شتی کی دجاسوسی را پورندۍ راوړۍ هغه وویل چه ولی یی کم کړیدۍ زه به په بله میاشت کی ډیر راپورونه ورکړم .
سعیدی په بله مصاحبه کی ویلی دی چه(پشتو نها جاسوس هستند، المان) چه دا به هم زه دلیکنی سره یوځای دلوستونکو لپاره وړاندی کړم زه به دنوموړی په هکله نوری پلټنی کابل پیښور او انترنتی پا ڼو کی وکړم اودلوستونکو سره به یی شریکی کړم بله اسانه دلټون لیاره هم شته چه ګوګل کی(در باره پشتون احمد سعیدی) ولیکل شی او بیا یی ولټوی امکانلری چه لوستونکی دنو موړی نور اسناد هم پیداکړی
لمړۍدنوموړی څرګندونی مبالغه امیزه دی دوهم مهم مسایل دقونسل له نظره تیریږی اوبیا مسول تن پری کارکوی دهغه دنده همکارانو یی دقونسلی یعنی دپاسپورت نکا ح خط او ځینی نور اداری کارونه په ګوته کړیدی .
څرنګه چه ما مخکی هم ویلی دی زه سعیدی صا حب سره هیڅ له نږدی پیژندګلوی نلرمه مګرکله چه به پیښور ته ولاړم هلته می دوستان وه هغوی ورسر ه پیږندل دهغه په هکله می ډیراوریدلی وه تردی چه نوموړی په مورد کی دسپورتی کلبونو لخوامی هم ډو ل ډول څرګندونی اوریدلی وی کله چه می دنوموړی څرګندونی ولیدی ماهغه خپلو دوستانو سره شریکی کړی هغوی د نوموړی له نږدی همکاری اغلی عالیه مودودی مزاری سره اړیکی نیولی وی اوځینی نوروهم معلومات په ډاګه کړیدی زه نه غواړم چه دټولو څخه پرده پورته کړم اودبلی خوا دهغوله جملی څخه ځینی یی دتعجب وړ او دلیکلو ندی چه پدی لیکنه کی ولیکل شی .
عالیه مودودی مزاری چه یووخت دسعیدی په افغان قونسلګری پیښاور کی نږدی همکاره وه یوه ورځ قونسل عبد الخالق فراهی وروغوښته دتیرو نکاح خطونو دتعروفو ریکارډ یی ځینی وغوښت کل ه چه سره تطبیق شو نور مکمل (۵۰۰) پنځه سوه تعرفی چه هره یوه یی (۲۵) پنځه ویشت ډالره کیدی نه وی موجودی اونه د یی سابقی سره برابری وی چه ټولی (۵۷۰۰) پنځه زره اوه سوه ډالر کیده ورک وه عالیه وار خطا وه داځکه چه قونسل اوهاشمی( بل دیپلومات دۍ) ددی غلا برداشت نه در لوده نور له سعیدی څخه لاره ورکه شوه چه څه وکړی بلاخره دقونسل شعبی ته ور دننه اود قونسل په پښو کی ولویده په زاریو یی پیل وکړ ......
سعیدی په پیښور کی له هر چاسره که به افغان وه اوکه پاکستانۍ چه اشنایی جوړه شوه نور پیسی به یی تری اخیستی اودبیرته ورکولو اراده به یی نه درلوده چه په اخرکی داسی وخت راورسید چه پیښور کی ختم وظیفه شو نور شپه یی دقونسل په کور کی تیره اوسهار وختی دقونسل په موټر کی له طورخم څخه واوښت .
داچه سعیدی په کومه پیمانه دپا کستان څخه شاکی ده په همغه اندازه د پاکستان مخلص هم دۍ هغه ددی لپاره داسی وینا کوی چه نور څوک پری پوه نشی یا په لنډ ډول چه سعیدی دپیسو په بدل کی هر کارته غاړه ږدی .
دسعیدی دټول خورد و بورد خاص ملګرۍ ګل زمان کنړۍ وه اوپه اخرکی دکنړ د نورنګ دیوه اوسیدونکی پیسی هم وتښتولی .
دسعیدی اخلاقی ریکارډ پیښورکی د افغان مها جرینو دمکاتبو مدیرانو معلمانو اوسپورتی کلپونوله شاګردانو څخه واورۍ .
دپورتنیو څرګندونوشاهدان ټول که پخوانۍ قونسل عبدالخالق فراهی دۍ که هاشمی که عالیه دۍ اوکه څارنوال اوکه ګل زمان دۍ ټول ژوندی دی .
سعیدی صاحب تاسی دپښتنو تاریخ وګورۍمعلومات موپوره کړۍپښتنو نه دبرتانوی استعمار نه هم دپخوانی شوروی سره دهیواد پرسر معامله کړی تر نن ورځی پوری دهیوادپرسر په میلونونوډالر له غربی هیوادونو څخه ندی اخیستی بلکه زبرځواکونو ته یی (۱۹)پیړۍ کی برتانوی په (۲۰) پیړۍ کی دپخوانی شوروی اشغالګروته هدیره جوړه کړی . کوشش وکړۍ چه څپلو لیکنو کی اسلامی ارزښتونو ملی ګټو او ملی وحدت ته پابند واوسۍ .
په اخرکی یوځل بیا سعیدی صاحب ته دا وا یمه چه خپلی بی بنیاده اود پردیو په لمسون څرګندونی بیرته واخله
اوله پښتنو څخه معذرت وغواړه ځان دلوبی ډګر مه جوړه وه دپښتنو په مقابل کی دیوه میا شی په اندازه هم نه معلومیږی او که د مطلب په بی ځایه اپلتوسر ه دځان مشهورول دی چه پدی کی هم ګټه نشی کولای په پښتنو کی لیکوالان شته دصبر اوحوصلی خاونداندی مګر تاسی یی نوره دصبر کاسه لبریزه کړیدۍ .
پای
میوند بیابانی