لیکوالان به ډیر وي خو د ژباړې بیا په شمیر وي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
همایون غفوری
دا به هر تکړه لیکوال راسره ومني چه مضمون لیکل ډیر ګران کار دی . ځکه چه مضمون تر هغه مضمون کیدای نشي چه د لیکوالۍ ټول فنون او قواعد پکې مراعات نشي ، او که داسې ونشي نو لیکنه به داسې وي لکه بیخونده ټلویزیوني ډرامه چه د اصلي قواعدو نه درلودلو
په وجه له بیکارو کنځلو او بیمفهومه ټوقې ټقارې ډکولو ته یې لیکوال مجبوره شوی وي . مګر سره لدې هم په مضمون لیکلو کې دومره ګنجایش وي چه لیکوال ته له یوې خوا او بلې خوا خپل او پردي الفاظ پیدا شي او مضمون د ولیشت په کچه ورځپاڼو یا د نن صبا رواج بریښنایۍ ورځپاڼو کې خپور شي .
مګر ژباړه داسې نوي . ځکه چه ژباړن خپله آزادۍ نلري ، هغه به هماغه څه لیکي چه د مضمون لیکوال یې غواړي . یعنې چه هغه به هماغه مفکوره بیانوي چه لیکوال یې غواړي مګر دی پکې دومره آزادۍ لري چه الفاظ ورته د خپلې خوښې پیدا کړي پدې شرط چه هغه الفاظ د مفکورې سمه ترجمانۍ وکولۍ شي . نو پدې اساس د ژباړې فضا او میدان پراخه نوي او ژباړن د پردي مفکورې بندیوان وي .
د ژباړې تر ټولو لویه اړتیا او تر ټولو غښتلۍ غوښتنه دا ده چه ژباړن دې په دواړو ژبو مکمله برلاسۍ ولري . د برلاسۍ نه مطلب دا ده چه د دواړو ژبو د ادبي او اصطلاحي ټکو تر څنګ په دواړو ژبو د ویونکو د کوڅو او بانډو په اصطلاګانو باندې هم تر ډیره حده پورې بلدیت ولري تر څو وکولی شي چه مطلب خلګو ته سم ورسوي .
مګر دا چه یو څوک ځان باندې د لیکوال نوم کیدي ولو که لیکنې یې د مفهوم نه اخیستل کیدو په وجه دوه لوستونکی هم ونلری ، بیا هغه کله ناکله له پردي ژبو نه ترجمه هم پیل کړي پداسې حال کی چه د خپلې مورنۍ ژبې په ادبیاتو کې د نا آشنایۍ سره سره د هغه بلې ژبې فقط ستړي مشي حد نه ها خوا څه باندې پوه نوي ، نو لوستونکي به په کوم دلیل هغه ژباړه باندې پوه شي ، بلکه پوهیدل خو پریږده ، چه څنګه به یې ولولي ؟!
عبدالرحمن فرقانی ! یو نوم چه نن صبا د ولیشت په کچه یې مضمونونه او ژباړې په ویب پاڼو کې خپریږي ، زما د پرلپسې منع کولو سره سره لګیا ده د مودودي صاحب او د سید قطب او د راشد الغنوشي غوندې لیکوالانو مضمونونه ژباړي ! زما د منع کولو نه مې مطلب دا نه ؤ چه هغه دې دا کار نکوي ، بلکه مقصد مې دا ؤ چه تر اوسه دې کار ته یې وس نرسیږي ، او ډیرې مطالعې ته اړتیا لري تر څو د هغوی د لیک په طرز بلد شي او بیا دی پخپله د ژباړې څه قواعد ولولي او زده یې کړي . د سید قطب شهید اکثره مضامین کې یې خو داسې شیان ویلي دي چه که دلوستونکو ورته پام شي نوسید قطب به کافر وبولي ، خو د نیکمرغۍ خب�
�ه دا ده چه مضامین یې څوک نه لولي . همداسې د مودودی صاحب او راشد الغنوشي مضامین یې پاک شرمولي دي . او سره لدې چه ما ده ته د نصیحت کولو په څنګ کې څو څو ځلې د سایټونو مشران هم پدې پوه کړي دي او د ده په جرم کې د اشتراک نه د ځان ژغورلو سلا مې ورته ورکړې ده خو بیا هم دوی زما خبرو ته اهمیت نه ورکوي .
د هغه آخرۍ لاسته راوړنه د راشد الغنوشی د یوه لوی مضمون ژباړه ده چه د (( معاصرې اسلامی وینا ستونزې )) تر سرلیک لاندې یې خپره کړیده . لاندې به زه د فرقاني د ژباړې څو مخصوصه ټکي د مثال په توګه لوستونکو ته وړاندې کړم او بیا به یې زه پخپله له اصلي عربي متن څخه په آسانه پښتو ټکو وژباړم تر څو زما د خبرې پخلی وشي . د یادونې وړ ده چه زه دا دعوا نلرم چه علمیت مې ډیر ده خو چه کوم کار نشم کولی نو میدان ته یې نه دانګم . هو ! که د زده کولو په هدف هغه میدان ته ورداخل هم شم ، اول یو څو ورځې یې ځان سره ټریننګ کوم او سمدلاسه خلګو ته ځان نه شرموم .
ښه ورته وګورﺉ چه دی څه وایي :
اسلامی وینا نن ترټولو نورو ویناګانو په پراخه کچه اوریدل کیږی ، پکار ده چې تر نورو وړاندې ئې مسلمانان د دې اصل په اساس چې " د خپل ځان سره محاسبه وکړي ، تر دې وړاندې چې درسره محاسبه وشي" ئې ستونزې او د نوښت چارې وڅیړي . که څه هم چې د غنمو تولید ، د اوبو پیدا کول ، د لویو آفتونو په وړاندې مقاومت ، د استبدادګرو چمتو کول دې ته چې د ملتونو ارادې ته غاړه کیږدي او د دښمانانو په شا تمبول . او دا راز نور منطم کارونه ،هغه زیار او لویو قربانیو ته اړتیا لري ، چې د تاریخ لوری بدلوي . خوسره لدې د دې اعتبار په اساس چې انسان ناطق مخلوق دی ، ریښتنې او صادقه وینا او خبره کوم
ه چې د صالح عمل لپاره وي ، د تاریخ په حرکت کې ځانګړی رول لري . او د دې اعتبار په اساس چې اسلامي وینا نن تر ټولو معاصرو ویناګانو ډیره اوریدل کیږي ، نو مسلمانانو ته پکار ده چې د دې اصل په اساس (( له ځانه سره محاسبه وکړي ، وړاندې لدې چې درسره محاسبه وشي )) د دغه وینا ستونزې او د نوښت چارې ئې وڅیړي .

اوس وګورﺉ چه الغنوشي څه وایي :
که څه هم دغنمو حاصلول ، د پټي اوبه کول او د بلاګانو او آفتونو مخه نیول ...، داخلي استبدادګر دیته اړ کول چه خپل د ملک وګړي ته غوږ شي ، خبره یې ومني او سم چلند ورسره وکړي کنه نو هغوی به یې له پښو وغورځوي ...، د خارجي اشغال مقابله او هغه له ملکه شړل ، او داسې نورکارونه ډیره غټه حوصله غواړي ، منظم کار کول او ډیره لویه قربانۍ ته پکې اړتیا وي تر څو د تاریخ مخه بدله کړي . مګر د تاریخ د مخې بدلولو کوم رول چه نیکۍ خواته د بللو په نیت ریښتونې خبره او مخلصانه کلام لوبولی شي هغه یو بیل کیفیت او بیله ځانګړتیا لري . له همدې کبله نن صبا اسلامي وینا او خطابې تر ټولو نورو و�
�نا ګانو ډیر اوریدونکي لري . نو مخکې لدې چه بهرني خلګ پکې څه ووایي او نیوکه پرې وکړي ، پکار دا وه چه دغې وینا ته د لا نوره وده ورکولو په خاطر د هغې خاوندان او پکې ذیدخله خلګو یې ستونزي پیدا کړي وای او د سمولو لارې یې پلټلي وای . لکه یو حدیث شریف کې چه وایي خپله محاسبه وکړﺉ مخکې لدې چه درسره محاسبه وشي .
بل ځای کې ژباړن داسې وایي :
کله چې د معاصرې اسلامی وینا د ستونزو په هکله خبرې کوو ، نو پکار ده چې دوه ټکي په پام کې ونیسو .

۱ـ دلته موږیوازې د معاصرې اسلامي وینا د ستونزو او خلل په اړخ خبرې کوو ، نه د هغه د لوړتیا او بریا په اړخونو چې دا وینا ئې د خلکو زړونو او ادراک ته نیږدې کړې ده ، او دګن شمیر ولسونوتر ټولو لویه هیله او غوښتنه دا ده ، چې عدل ، مساوات ، آزادی ، یوالی ، خپلواکي اود له لاس تللی عزت او اعتبار راګرځول ،او همدا راز د فلسطین ، عراق او د داراسلام د خاورې د هر لویشتې آزادي ممکنه اوبشپړه شي .
او د غنوشي خبره داسې ده :
په نننۍ اسلامي وینا کې ډیرۍ ښیګڼې دي چه د همدغو ښیګڼو په وجه د خلګو زړونو ته ژر لاره مومي . دا پدې چه دغه وینا کې د لویې ټولنې امیدونه نغښتي وي ، د ریښتوني عدل ، د آزادۍ ، د له منځه تللي کرامت د بیرته حاصلولو وعدې ، د یو والۍ او د فلسطین او عراق د آزادولو خبرې او د اسلامی خاورې د هرې غصب شوې ولیشت ځمکې د بیرته ستنولو خبرې پکې کیږي . خو کله چه مونږ په اسلامی وینا کې د ستونزو خبرې څیړو ، دا باید په یاد ولرو چه دغه ښیګڼو ته متوجه نشو ، بلکه هغه نقصانات په پام کې ولرو چه اسلامي وینا ورسره مخامخ ده .
بیا ژباړن وایی :
دا هغه وینا ده چې سیمه ایزې منازعې او ستونزې ورباندې برلاسې شوې دي . او هغه سیمه ایز حکومتونه چې اشغال زموږ په اسلامي امت کې کرلي دي بریالي شوی چې دا د منازعو او کشالو فرهنګ زموږ په ملتونو باندې د اور او اوسپنې په زور ومني وړاندې له دې چې په خپله کوم منل شوی فرهنګ وي . او دغه د سیمه ایزو منازعو فرهنګ زموږ په عقلونو ، زړونو او زموږ په ستراتیژیکو دریځونو کې دومره پراخه او ژور ځای موندلی ، چې کیدای شي د اسلامی کړۍ په داخل کې تکرار شي ، وروسته لدي چې په قومي او نژادي کړۍ کې د عراق او سوریه په منځ کې مطرح شو ، کوم مهال چې د بعث ګوند پرې حکومت وکړ : په عراق او �
�وریه کې دا د قومي دریځ خپلول د یوالي او اتحاد سبب نه شو ، بلکې د دواړو سیمه ایزو حکومتونو په منځ کې ئې داسې دښمني او لیروالي پیدا کړ، چې په عراق کې د بعث د ګوند تر ړنګیدو پوری ئې دوام درلود ، او د لومړي ځل لپاره د دواړو حکومتونو تر منځ د سفیرانو تبادله په عراق کې د بعث د حکومت له ړنګیدو وروسته ممکنه شوه .
مګر ښه په ځیره وګورﺉ چه اصلی خبره څه ده :
نننۍ اسلامي وینا کې سیمه پالنې ډیره وده کړیده . او د استعمار لخوا زمونږ امت کې کرل شوي د همدغې سیمه پالنې پر بنسټ ولاړ حکومتونو ، مونږ دیته مجبور کړي یو چه پځای د دې چه دا وګڼو چه سیمه پالنه یو تریخ حقیقت دی او په امت باندې د اور او اوسپنې په زور منل شوې ، باید داسې وګڼو چه همدغه د منلو وړ فرهنګ دی . او دغه د منلو وړ فرهنګ زمونږ په زړونو ، عقلونو ، دریځونو او پلانونو باندې دومره ژور اغیز کړی او کړۍ یې ورځ تر بلې دومره د پراخیدو په حال ده چه وروسته لدې چه صرف د عربي قوميت پر بنسټ سیمه پالنه یې شیندلې وه ، اوس نیږدې ده چه اسلامي امت په بشپړه توګه هغه خوا ته
وکاږي . او کله چه د همدغې سمت پالنې پر بنسټ جوړ ګوند حزب البعث د عراق او سوریه په دوه ګاونډي ملکونو باندې حاکم شو نو مونږ ولیدل چه دغه سمت پالنه په ځای د دې چه دواړه ملکونه سره نورهم نیږدې کړي لا یې هم بیل کړل او د دښمنۍ هغه وژونکي کړۍ کې یې ونیښلول چه ترهغه چه دعراق د بعث ګوند د امریکا په وړاندې په ګونډو نشو دواړو سفیران تبادله نکړل .

ژباړن :
او هغه ژور درځ چې د الجزایر او مصر په منځ کې د فوټبال د یوې سیالي په سره را منځ ته شوی ، داسې نه ښکاري چې دا به د دو سیمه ایزو هیوادونو د مسلمانانو تر منځ د دښمني اور بل نه کړي . او داسې بیلګي ډیرې دي . هغه څه چې موجب ګرځي تر څو داسلامي حرکت مفکره او روشنفکره طبقه په اسلامي معاصر فرهنګ کې د تقسیم او تجزیې فرهنګ ننوتلو ته متوجه شي ، چې په ډیر قوت سره ئې پکې سرایت کړی دی . او دا دې تجزیې او تقسیم فرهنګ د اسلامی ارزښتونو په یوه لوی ارزښت ، د اسلامي امت د وحدت او یوالی ارزښت ، باندې تیری اوګواښ دی ، او دا ارزښت د توحید د عقیدې ټولنیزه او سیاسي ترجمه ده
غنوشي :
کوم ژور درز چه د فوټبال د یوې لوبې په سر د مصر او الجزایر په منځ کې پیدا شوی ؤ ، هیڅ امکان نلري چه دواړو سیمو کې اسلامپاله وګړي باندې یې هم اثر نوي کړی ... نو دغه د تفرقې فرهنګ چه لکه د سرطان مرض غوندې په اسلامي فرهنګ کې ورګډ شوی ، اسلامي پاڅون کې د اسلامي فکر لرونکي او اسلامي روزونکي دی ته اړ کوي چه د دین یو لوی ارزښت د ژغورلو هڅې وکړي چه د ګواښ سره مخ دی . هغه دی د اسلامي امت د یو والي ارزښت چه په حقیقت کې د اسلامي ټولنیز او سیاسي یو والۍ حقیقي ترجمه ده .
ژباړن :
د دې لپاره هغه لوی هیوادونه ، چې دا قومي عاجز حکومتونه ئې موږ ته صادر کړي او بلکې په موږ ئې ټپلي دي ، دیوه مقدس نرمښت په اساس راوړاندې کیږی ، تر څو په یوه لوی بلاک کې ورسره د ګډون په صورت کې د حکومت له واکمنۍ څخه ساتنه وکړي .
غنوشي :
د همدې لپاره هغه استعماري قوتونه چه مونږ ته یې دغه عاجزه حکومتګوټي صادره کړي ، هڅه کوي چه د دولتدارۍ تقدس مونږ ته ډیر وړوکی او بې قیمته شی ښکاره کړي تر څو همیشه پدې فکر شو چه دا حکومت خو دومره بیوسه او لاچاره دی چه د ځان ساتلو واک او توان هم نلري نو مجبور یو چه یوه لوی بلاک یا لویې ډلې پورې ځان وتړو .
ژباړن :
او ټولې هغه موسسې چې د وحدت او یوالی ضمانت وکړای شي له منځه تللې ، او یوازې د غیر مناسب القابو په چوکاټ کې پاتې دي ، لکه چې پشیي د زمری په وړاندې ځان وپړسوي ، نه په جنګ کې سره یو ځای کیږي او نه هم په سوله کې ،
غنوشي :
هغه تنظیمونه ( دلته د راشد الغنوشي مطلب د عربانو اتحادیه او د اسلامي ملکونو کنفرانس دی ) چه د اتحاد او یو والي په نوم جوړ شوي وو ، په حقیقت کې له هر اتحادي صفت نه تش شوي دي او پکې د اتحادیې صرف نوم پاتې ده . لکه هغه پیشو چه ځان پړسوي او د زمري د یرغلونو کیسې نورو پیشو ګانو ته اوروي ، ته به وایې چه خپل د باتورۍ کیسې اوروي ! په حقیقت کې دغه اتحادیې دومره بیوسې دي چه هیڅ قیمت یې نشته نه یې څوک په جګړو کې رایه اخلي او نه یې په سوله کې شریکوي .
ژباړن :
دا هغه وینا ده ، چې پکې عقیدوی او تربیوی اړخ د خپلو ټولنیزو او سیاسي ارزښتونو څخه تش ډیر پړسول شوي ، او لدې ځایه چې د اسلام په بنا کې تربیتی او عقیدوی اړخ ډیر ارزښت لري ، نو باید اثر ئې نه یوازې د مسلمان فردی کردار راونغاړي ، بلکې لدې حد څخه تجاوز وکړي او د هغه ټول ټولنیز او سیاسی دریځونه هم راونغاړي . که نه نو موږ به د اسلام په تشولو کې د هغه لوړو مقاصدو څخه چې عبارت له عدل ، یوالی ، شوری دي ، او اسلام د همدې لپاره راغلی تر څو ئې د ځمکې پرمخ نافذ کړي ، د یو ډول علمانیت ، نفاق او دوګوني شخصیت ښکار شو .
غنوشي :
نن صبا په اسلامي وینا کې د اسلام عقیدوي او تربیوي اړخونو باندې ډیر ترکیز کیږي او وینا وال د اسلام سیاسي او ټولنیز اړخو ته بیخي ور نیږدې کیږي نه . خو له کومه ځایه چه اسلامي عقیده او اسلامي تربیه پخپله د اسلامي ټولنې د جوړیدلو بنسټونه دي نو پکار ده چه هغه د ټولنې هر اړخ ته پام وکړي او په وګړو کې یې د ودې ورکولو کوشش وکړي . کنه نو په مونږ او سیکولرو کې څه توپیر کیدای شي چه هغوی هم دین کې سیاست او اقتصاد نه مني او مونږ هم . دا به لوی نفاق وي چه د اسلام هر اړخیزه بڼه خلګو ته و نه ښیو . اسلام خو د عدل ، شوری او د یو والي ټینګولو لپاره راغلی او دا شیان ټول سیاسي ،
اجتماعي او اقتصادي بڼې لري نه عقیدوي .
پدې ځای کې یو ډیر مهم مګر نهایت مشکل پراګراف چه د ژباړن د لوستلو له سویې نه اوچت بریښي ، پریښودل شوی .
درنو لوستونکو دلته ښه پام وکړﺉ او وګورﺉ چه ژباړن څه وایي :
سره لدې چې هغو اوو ځواکونو چې د اسلام مدبر خلیفه ( ابوبکر الصدیق ) ورباندې مرتدې قبیلې وځپلې او وسله وال مخالفت ئې له منځه یوړ ، او اسلام ئې له وخت څخه وړاندې د مسیحیت له استراتیژۍ څخه وژغوره ، خو ډیر ځنډ و نه شو چې د تاریخ زورورو بادونو خپلې تورې خاورې د اسلام په تحرري غورځنګ باندې واچولې . او د امویانو غورځنګ د شوری دولت را منځ ته کړ ، د مسکینانو دولت ، او د عقیدې او سیاست تر منځ درز د پراخیدو په حال کې شو
په سر کې خو یې ژباړه څه نا څه سمه ده مګر ښه پام وکړﺉ چه منځ کې یې څه ویلي . وایي: اسلام یې له وخت څخه وړاندې د مسیحیت له استراتیژۍ څخه وژغوره !!!
کله کله ځان سره وایم چه که چیرې غنوشي خبر شي چه یوه چا یې خبره داسې ژباړلې ده نو ځان به مړ کړي .
غنوشي داسې ویلي : اسلام یې په زانګو کې د ختمولو څخه وژغاره . یعنې په هماغه ړومبني ورځو کې به اسلام د ختمیدو له ګواښ سره مخ شوی ؤ که چیرې د حضرت ابوبکر هغه مناسب اقدام نه وای ...
بیا وګورﺉ چه ژباړن وروسته پسې له هغه هم غټ بکواس کړی . هغه وایي : د امویانو غورځنګ د شوری دولت رامنځ ته کړ . مانا دا چه د رسول الله صلی الله علیه و سلم او د خلفای راشدین حکومتونه د استبداد حکومتونه وو خو چه امویان راغلل نو د شوری دولت بینا یې کیښوده .
او غنوشي مسکین وایي : اموی انقلاب د شوری دولت له منځه ویوړ .
ژباړن ویلي دي :
ځکه چې په اسلامي ساحه کې د سیاسي ټولنیز فرهنګ سامان تر اوسه دومره کم دی ، چې نه شي کولای د اسلامی حرکتونو په وړاندې داسې محیط پرانیزي ، چې په ساحه کې د رواج شوي سیاست څخه بیل خپل مستقل سیاست ولري . .
اصلي ژباړه داسې ده :
خاصکر دا چه په اسلامي ساحه کې د سیاسي اسلام او ټولنیز اسلام د روزنې مواد دومره لږ دي چه له امله یې ځیني اسلامي پاڅونونه دې ته اړ کیږي چه نهایت درجه ضد او نقیض تګلارې خپلې کړي ....
د اوږدوالې له امله به مضمون به دوه برخو وویشم او دوهمه برخه به یې بیا د لوستونکو درانه لوست ته وړاندې کړم ....
همایون غفوري