محمد نقیب
ښکلیه پسرلیه!سره لدې چې کلني راتګ دې ټولو کائیناتو ته د ژوند د یون د لنډېدو پیغام راوړی.خو بیا هم هغوی د نن د مټه شوو او د سبا د نووهیلو د غوړېدو په تمه په ډېره خوښۍ ستا هرکلي کوي.
طبعیت د معمول په څیر دوباره ځواني در څخه غواړي٬کروندګر د تېر په څېر ډېر ورښت مست سیندونه او نرۍ ډکې لښتۍ.چې بیا په ډاډ یی د خپلو مټو په زور ځمکه وڅېري او د یوې دانې تخم نه پرېمانه حاصل راټول کړي.الوتونکي بیاغبرګې غوښتنۍ لري.وایی ونې بلاربې کړه چې پنډک وسپړي٬ شنې پاڼې یی د لغړو ښاخونه هار شي تر څو په کې د آمن کور جوړ کړو٬اوغوټۍ وسپړه چې مرغان او بلبلان یی په څانګو باندې د زنګېدونکو نڅاوو سره یو ځای په جادو یی اواز دمینې نغمې اوروح ارمونکی سندرۍ زمزمه کړي.
مینان به د پیوستون٬رنځوران به د روغ صورت سوداګر به د ډېرې ګټې٬ځان پالي به د بې سرحده شهرت٬ځان غوښتونکي خو له شکه پرته قاروني شتمني او فرعوني واک غواړي .که د حریصو ټولې غوښتنې ورځواب کړې بیا به دسېالانو د ذلیلېدو او د ځان د عظمتېدو لپاره نورې بې شماره غوښتنې کتاره وي.
هو پسرلیه! ماته د راکړې پرځای یی رانه واخله.د لويی او کبروزرونه وشړوه چې له چا سره کرکه او نفرت ونکړم٬د مقام او شتمنيو احساس رېښی مې وچې کړه چې ظلم او تېري رانه ونشي٬ ریا او تظاهرپه نېزونو کې غرک کړه چې د خلکو په پاکو احساساتو او باورنو سوداګري ونکړم٬نفسي مینه او دنیایی حب وروست کړه چې اخلاق او عواطف رانه مرور نشی او په سوداګریزه پوهنه ژبه مې ګونګه کړه چې د ضمیر او خولې غږ مې سره بېل نه شی.
۹-۳-۲۰۱۱ بلجیم محمد نقیب