پرلیبیا باندې د لویدیځ هوایی بریدونه ..
د لویدیځ استعمار د تاریخ په اوږدو کې د ضعیفوو هیوادونو په منابعو باندې تکیه کړې ده ، د ډیموکراسۍ تر سیاسي شعار لاندې ئې خپلو اقتصادي مصلحتونو ته لاره کتلې ده . هر نظامي خوزښت ئې که د سیاسي شعار تر پوښښ لاندې پیل شوی دی ، خو په پای کې ئې اقتصادي مصلحت رابربنډ شوی دی
خو نن د لویدیځ دا استعماري ځواکونه په ډیره چټکتیا سره د لیبیا د بې وسه ملت ژغورلو ته ولې رادانګي ، آیا په ریښتیا لویدیځ د دغه توراو کرغیړن تاریخ سره چې د ملتونو په استعباد کې ئې لري دې ته حاضر شوی چې د لیبیا مظلوم ملت د قذافي له جبر او ستم څخه وژغوري او که غواړي چې خپل اقتصادي مصلحتونه خوندي کړي ؟ .
له یوې مودې څخه په عربي نړۍ کې د استبدادي نظامونو په ضد د ملي پاڅونو بهیر روان دی ، دا بهیر له تونس څخه پیل او مصر ته منتقل شو ، او په ګڼ شمیر نورو هیوادونو لکه یمن ، بحرین ، الجزایر .. کې هم دا بهیر پرمخ روان دی ، خو په غیر مترقبه توګه په ډیر قوت سره ئې چې ګمان نه کیده په لیبیا کې سر راپورته کړ . په لیبیا کې د معمر القذافي نظام له یوې اوږدې مودې څخه د لیبیا په مظلوم ملت باندې مسلط دی ،که څه هم چې لیبیا د اقتصاد له لحاظه ډیر غني هیواد دی ، خو د لیبیایانو د ژوند سطحه دومره ښه نه ده څرنګه ئې چې اقتصاد پیاوړی دی . لیبیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اوروپا په دروازه کې پروت دی ، اوروپا ته ډیر لڼډ هیواد دی ، او د اوروپا د ځینو هیوادونو لکه فرانسه او ایطالیا د سوخت مواد (پټرول ) له همدې هیواد څخه تر لاسه کیږي ، هغه څه چې د نړۍ اقتصاد او صناعتي ماشین پرې اعتماد لري ، او د لویدیځ د اغلبو استعماري یرغلونو او اشغالونو لامل همدا پټرول دي .
دقذافي د نظام په وړاندې په لیبیا کې ملي پاڅون د دغه هیواد نورمال حالت زیانمن کړی دی ، په تیره بیا په هغو سیمو کې چې د پټرولو ذیرمې دي ، نو لدې ځایه هغه هیوادونه لکه فرانسه او ایطالیا د دغه غیر نور مال حالت څخه زیانمن کیږي ، او اقتصاد ئې له ستونزو سره مخ کیدای شي ، نو لدې کبله ئې د خپل هدف لپاره په لیبیا کې د نظامی مداخلې بهیر کړندی کړ ، تر څو د لیبیا دغه غیر نورمال حالت ته دپای ټکي کیږدي ، او له بله اړخه خپل بایللی حیثیت هم تر یوه حده په اسلامی هیوادونو کې په دې نامه اعاده کړي ، چې ګواکی د لیبیا د مسلمان ملت سره ئې مرسته وکړه او هغه ئې د قذافي له ظلم څخه وژغوره ، خو دا راز کړکیچن حالت خو په ډیرو هیوادونو کې جریان لري او جریان ئې درلود ولې ئې هلته د ورته نظامي مداخلې هڅه ونه کړه ، روښانه ده چې په لیبیا کې د خپلو مقاصدو او مصلحتونولپاره لاس اوږدوي ، تر څو ژر تر ژره په لیبیا کې سیاسي استقرار او ثبات رامنځ ته کړي .
له کومه ځایه چې په لیبیا کې سیاسي استقرار او ثبات د اوروپا لپاره ډیر د اهمیت وړ دی ، پدې هیواد کې د نظامي بریدونو اقدام ډیر ژر بشپړ شو ، خو د پام وړ ټکي دا دی ، چې کوم مهال د لویدیځ د کوم هیواد مصلحت په خطر کې شي ، بیا ټول استعماري هیوادونه او نړیوالې موسسې سره متحدې شي ، او ډیر ژر په مشترکه توګه د خپلو اهدافو لپاره کار پیل کړي ، خو که کوم اسلامی هیواد د دوی همکارۍ او مرستې ته اړتیا ولري او دوی پکې مصلحت ونه لري بیا نه نړیوالې موسسې حاضریږي ، چې د نړیوال قانون په اساس د هغه هیواد مرسته ته ورودانګي ، او نه هم د لویدیځ ځواکمن هیوادونه . نو پدې کې شک نشته چې د لویدیځ د ځواکونو دا هوایی بریدونه یوازې د لویدیځ داقتصادي او سیاسي مصلحت لپاره تر سره کیږي ، او له اساسه د لیبیا د مظلوم ملت د ژغورلو موخه پکې مطرح نه ده خو په عربي کې یو متل دی چې وايي : رُبَّ ضارة نافعة) . کله ناکله کوم مضر کار ګټمن تمام شي . کیدای شي چې دغه بریدونه د لیبیا د مظلوم ملت په ژغورلو کې ګټور تمام شي ، او د قذافي له جبر او ستم څخه ئې ژغورل ګړندی کړي ، الله تعالی د هر ظالم په سر بل ظالم مسلطوي ، تر څو ئې ظلم ته د پای ټکي کیږدي . وما ذالک علی الله بعزیز .
عبدالرحمن فرقاني