دهیواداوږدی کشالی ته لنډه کتنه او لنډ نظر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصور احمدزۍ
امریکا یی توسعه طلبی اوقبضه ددموکراسی دمکتب په نوم زموږ هیواد منطقه او نړۍ ناارامه اونا امنه کړی چه ددی حساسی جیوپولیتیک  جیو ستراتیژیک  جیو ایکانومیک  منطقی تر لاسه کول  دنوی اومیتو دیک سبک سره دنورو اشغالول دنوی جهانی یکه تازه امریکا  سترهد ف
اود عیسویت  یهو دیت  نصرانیت ته دعوتول دجنګ اعلان دامریکا د تیر ولسمشر بوش لخوا داسلام په ضد اودمسلمانانو او دښمنی اعلان اود نوی خصومت لپاره مجبورول دی  دامریکا یی واکدارانو تګلاره ددښمن تولیدول دوینو تویولو کی پیسی ګټل او خپل اقتصاد پیاوړۍ کو ل دی چه لدی څخه سترګی نشی پټیدا ی.
دیوه نوی اغاز لپاره دملګرو ملتودنوم څخه ګټه پورته کول( دا سی چه ته به وایی یوه امریکایی اداره دۍ) اود بین المللی کمک په بنیا د استفاده کولو نه بل کوم غرض تر نن پوری دی قوم احساس نکړای شو نوربه توقع کومه فایده ولری .
امید واریم چه لیکولان خپه نشی  به نړیواله کچه لیکوالان لروچه دافتخار وړدی مګر په ډلو ټپلو سره ویشل شویدی   یوالۍ نشته  یواوازنشته  ملت ته نصیحت کوو  دکابل اداره ملا متوو   نوروته دانتقا د ګوته نیسو   نقص  چیری دۍ   خپله منو   ګذشت نه کوو  تعصباتو ته لمن وهو   دملی ګټوملی وحدت اوزادی په خاطرهم  ګذشت نه کوو  یتیمان کونډی شهیدان موهیر کړی  دازموږ دهیواد په ګټه ندۍ   که موږ یوه خوله یواوازشو ستونزو ته دحل لیاره پیداکیږی    په کابل کی دکورس اکابر له فارغانو څخه جوړه اداره هم زموږ پرملت واکداری نشی کولای   بهرنیان دصبغت اله مجددی په وینا میلما نه موهم هره ورځ په کورونو کی نشی وژلای   بهرنیان خپلو دندو بلکه دهیواد پریښودو ته اړ کیدای شی   ضرورت یوی خولی یو اواز اویوالی ته دۍ     راشۍ نور ددی دری لسیزوکړیدلی ملت په خاطر سره یوبل ته لاس سره ورکړۍ   مشران مخته کشران ورپسی  دحل په لټه کی شۍ   .
ګرچه مونږ په یویشتمه دعلم اوتخنیک پیړۍ کی ژوند کومګر کردکی خبری هم دافغانانو لپار ه فایده منی ثابتی شویدی  حقیقت دا چه دا خاوره یوبل سپین انقلاب ته ضرورت لری که مونږ په حقیقی لحا ظ دا خاوره اوددی خلکو دخلاصولو خواهشمندیو نو دادری نحوی لری .
لمړۍ طر حه : طرحه ـ پدی شکل چه  ناتو اوامریکااو ټول هرڅه په خپل ځای وی دا له فساده ډکه او دکورس اکابر له فارغانو څخه کابل کی جوړی اداری ته کاملا دپای ټکۍ اوددی دور ددی تهاڼی او پیمان موثر خلک بیا وجود ونه لری په مؤثرځای اودکردار له دایری باید بهر عاطل اوباطل وی .
دوهمه طرحه : طرحه ـ داسی چه بین المللی ځواکونه او دکابل اداره دی پر ځای وی رهبری اودهغی رهبری هر یو موثر کس له دندی ګوښه او هر ملی مجرم  دپردیو جاسوس اومزدور دی محاکمه شی  دملت په غوښتنه یو کامل او موثر نظام دی دولس  دواقعی ملی طاقت په بنیاد جوړشی .
دریمه طرحه : داچه علما اوعملا په یوه رښتینی نظام باندی ژور فکر وشی اودا نظا م دهیچا تر سیوری لاندی  باید نه وی  ازاد خود مختار او مستقل بیطرف دسویس په شان بدون دهریوه طاقت نه  یو افغان بیطرف او دجهانی تعهداتو پر بنیاد يو نظام جوړشی  .
اوکه دا یوهم ممکن نه وی بیا خودروس  چین او ګا وندیو په هکله تصمیم ونیول شی دا پدی خاطر چه ذکر شوی هیوادونه دامریکایی امپریا لیستی توسعه طلب مکروب  دوستان ندی بلکه دهغوی مو جودیت دخپلو    در وازو تر شا هم نشی زغملۍ اوهریوه په خپل وارسره مخا لفت ښودلۍ  نو دبزکشی ډګر به زموږ هیواد وی  
دا هره یوه برخه یوازی لیکل نه بلکه عملی اقدام ته ضرورت لری .
خو ددی ولس خلکو بغیر دیو تعداد محدودو کسانو لدی مکتب نه بغیر دتاوان نه بل هیڅ هم ونه لیدل اونن ورځ چه لیکوالا ن کومی لا ری ته اړم شوی دی دا لاره ډیره لری ده او ډیر اغزی هم لری  قیر سرک ته دی شی بی له انقلا به دکابل له اداری ا و بهرنیانو څخه خلاصون نشته او دا خاوره یوه رښتینی غمخوریا دوهم داود خان ته اړتیالری ددی نه بغیر دا ملت دورځی په تیریدو سره نورهم غرقیږی دا موجوده نورددی وخت او زمان  منزل نده لکه چه وایی ( بزک بزک نه مور که جو لغمان می رسد) که دو ی پدی طمعه وی چه ددوی اواز به کرزۍ واوری  او چوکۍ به پریږدی او یا هم دا اواز به هم غربی ځواکونه واوری هغه به کرزۍ دخپلی بقا لپاره زما او ستا لپاره کوز کړی داددوی خوښ او باوری ده دوینو تنده لری غربیان بل داسی ارزانه  موثره اوفایده ناکه  پرزه نلری چه دده ځای ونیسی په کوم قیمت او ارزانه شرط چه ده .                         ددی خاوری تاریخ کرزۍ نه منی ملت به یی څرنګه ومنی دا له حقیقثه  لری خبره دۍ لکه هغه متل چه وایی ( زور کاکااست که انګور در تاکها است) یوازی کرزۍ نه بلکه دا ډله چه پری راټوله ده پیژندل شوی څیری دی اوزموږ دهیواد دتاریخ تور مخونه جوړوی .                                                                                                                                                                              
کله چه زموږ په هیواد کی یوه ملی اوولس وا که اداره را منځ ته شی نوربه دا ولس ټولو نا خوالو ته د پای ټکۍ  ږدی امنیت به خپله افغانان پلاس کی اخلی بهرنیو ځواکو نو وجود ته په هیواد کی  ضرورت نه احساس کیږی او هغوی به دی ته اړ  شی چه افغانستان پریږدی چه دطالبا نو اساسی غوښتنه هم دبهرنیوځواکونو وتل له افغانستان څخه دۍ اوکیدای شی چه له طالبانو سره هم خبری مثبتی پایلی ولری  ځکه طالبان هم ددی خاوری اوسیدونکی دی اودکرزی کومی جرګی چه روانی کړیدی ددی پر ځای چه ګټه وکړی نوری هم په تاوا ن تما میږی مګرددی جرګی ځینی څیری دجرګی له نوم څخه ګټه دخپلو شومو هد فونو لپاره پورته کوی.
ددی ستونزوتر خوا بله ستونزه چه ددیموکراسی  ازادی  دښځوحقوق  ازادی بیان او حقوق بشر دی په لمړی سرکی دا تر پښولاندی کیږی اولاندی شویدی د هغه هم یوعلت  چه وړکسان په دندو ندی ګمارل شوی یا هم داسی څیری ګمارل شوی چه پرون خپله دذکر شویو حقوقو نا قضین وه اونن مدافعین دی اوسوی تفاهمات ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دی  او امریکا یانو هم له دوهمی نړیوالی جګړی را پدی خوا دیوی وسلی په توګه دنوروهیوادو په وړاندی تر نن ورځی پوری کاروی .
دپرمخ تللی   با امنه   سرلوړی   او یوموټی  افغانستان  په هیله .
په در نښت       

منصور احمد زۍ