سلام خان
دامریکی کانګرس د خلکو د استازو جرګې دروان میلادی کال دمارچ په ۱۸ نیټه د افغانستان د جګړې لپاره د
امریکا دولسمشربارک اوبا ما سترا تیژی تا ييد کړه همدا رنګه له ټاکلي مهال وېشه مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړه لیک طرح د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو له خوا د رایو په اکثریت
رد شوه د پرېکړه لیک مسودې ته ۳۲۱ مخالفې او ۹۳ موافقې رایې ورکړل شوې او څرګنده شوه چې د امریکا د ملي امنیت په مسئله کې دواړه ګوندونه ورته نظر لري
له ټاکلي مهال وېش سره سم په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختمېږي، خو دکانګرس دیوه بل پرېکړه لیک په طرڅ کې له ولسمشر اوباما څخه غوښتنه شوې وه چې امریکايي ځواکونه
دروان کال تر پا یه له افغانستان وباسی په دې اړه په بحثونو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي کریس ګېبسون وویل چې د خلکو استازي باید د پوځ د عمومي قوماندان او د ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او دا ماموریت
پای ته ورسوې د خلکو د استازو په جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرې ایلیانا روس لېهتي نېن خبرداری ورکړ، چې له افغانستانه د امریکا بې وخته وتل به له تروریزم سره د جګړې چارې ته زیان واړوي
مېرمن روس لېهتي نېن چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړې ده، زیاته کړه، د امریکايي ځواکونو بې وخته وتل به په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدانو هڅې زیانمنې او د امریکا ملي امنیت ته به ګواښ رامنځ ته
کړی دې خبرداری ورکړ، چې داسې یو اقدام به پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې په څېر نورو
حملو ته امکان برابر کړی ،په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیویدپېټرایوس جرګې ته خبرداری ورکړ، ویې ویل چې د داسې یوه پرېکړه لیک تصویب به د دې باعث شي چې القاعده او طالبان د خپل بریالیتوب د نمانځنې جشنونه جوړ کړي
دبله لوری د روسیې په مشرۍ د سیمه ایز امنیت یوه ټولنه وايي، تر اوسه لاوختي ده چې د ناټو ځواکونه له
افغانستان ووځی دغه خبره د ډله ییز امنیت د ټولنې مشر نیکولای بوردیوژا دتیری پنچشنبی په ورځ دمارچ دمیاشتی په ۱۷ نیټه په تاجکستان کې په یوه خبري کنفرانس کې کړی ده،نوموړی وویل افغانستان له موجودو
ګوا ښونو سره په یوازی ځان مقابله نشی کولای ،بوردیوژا زیاته کړه، چې په افغانستان کې د تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان ځوانان روزل کېږي، څو وروسته بیا د ګډو پولو له لارې بېرته خپلو هېوادو
ته ستانه شی او سیکو لر حکمتونه تهدید کړی ،دروسیی دغه دلوړ پوړی چارواکی ویلی دی چی، په اوس وخت کې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل به په دې معنا وي چې افغانستان به له پراخو ستونزو سره مخ شي او د منځنۍ اسیا د ټولې سیمې لپاره به یو ګواښ رامنځ ته کړي،دډله ییز امنیت په تړون کی روسیه،بیلاروسیه،ارمنستان،قزاقستان،قرغزستان،تاجکستان،او ازبکستان غړیتوب لری
دا په داسې حال کې ده، چې تاجکستان څو ورځې مخکې له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د دې هېواد د ګډ سرحد په ساتنه کې مرسته ورسره وکړي
په تاند کی دیوه راپور پر بنیاد چی دمارچ دمیاشتی په ۱۸ نیټه خپور شوی دې راغلی دی چی په مادرید کې یوې باوري هسپانوي سرچینې، چې د پارلمان په غونډه کې یې ګډون کړی وو، ویلی دی چی، د پارلمان په غیرعلني (د بندو دروازو شاته) غونډه کې د هسپانیا د ملي یواوالی استخباراتو د مرکز رييس سانزرولدن د جرګې د پټو لګښتونو د کمیسون غونډې ته حاضر شو څو د کیڼ اړخي ګوند د غړیو په غوښتنه په افغانستان کې د هسپانیا د
اجرااتو په باب را پور وړاندی کړي، سانز رولدان د پارلمان غړیو ته تېره میاشت ویلي وو چې په افغانستان کې پر لوېدیځو پوځیانو حملې زیاتې شوي دي.ده دا اندېښنه هم څرګنده کړې وه چې په ۲۰۱۱ کال کې به د طالبانو
حملی دوه برا بره شی، همداراز د هسپانیا د استخباراتو ريیس د پارلمان دې پټې غونډې ته وویل، یوه ستونزه چې هسپانیايي پوځیان ورسره مخامخ دي له طالبانو سره د ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا د ایران او پاکستان مرسته ده.د دغو هیوادونو ملاتړ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت بریالیتوب ځنډوي.
د ده په وینا د نوې ستراتیژۍ د عملي کولو په باب د نوې ستراتیژۍ په تطبیق کې، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو د سپارلو پر اساس ده، پرمختګ ورو دی.په ځینو مواردو کې نوي افغان چارواکي د
مسوولیتونو منلو ته رړه نه ښه کوې ،د هغو مالوماتو له مخې چې ښاغلي سانز پارلماني ډلې ته وړاندې کړل، د افغانستان ولسمشرحامد کرزی د افغانستان د ستونزو په خاطر لوېدیځ پوځیان ملامتوي
اسوشېتېد پریس خبري اژانس د راپور له مخې که څه هم دامریکا د استازو د جرګې پرېکړه لیکونه اجراییوي صلاحیت نه لري او یوازې د جرګې د غړو نظر څرګندوي خو د پوځونو د اېستلو په اړه بحثونه په حقیقت کې ښيي چې د جګړې اقتصادي فشار ته په پام سره کانګرس په افغانستان کې د جګړې له کبله خپله حوصله له لاسه ورکړی ده ،جنرال پېټرایوس د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته په وینا کې وویل، له افغانستانه د ځواکونو بې وخته اېستل به د امریکا ملي ګټو ته یوه ستره ضربه وي.
اوس مهال د امریکا نژدې یولک او د متحدانو یې شاوخوا څلوېښت زره سرتېري په افغانستان کې دېره دي
دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د افغانستان د ځینو سیمو د امنیتي چارو مسوولیتونه ډېر ژر افغان
ځواکونو ته وسپارل شی ،یوه امریکايي چارواکي ویلي و چې په دې ډله کې د کابل، مزارشریف، لشکرګاه،
هرات ،پنچشیر،او بامیان ښارونه شامل دی ،خو د افغانستان دفاع وزیر جنرال رحیم وردک په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې دا اټکل ناسم وباله او ویې ویل، چې په پام کې ده افغان ولسمشر حامدکرزی د نوروز په ورځ د ټاکل شوېو ولایاتو فهرست اعلان کړي
لاس انجلس ټایمز دافغانستان دلس کلنی جګړی په باب یوه تازه مقاله خپره کړی ده،د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي، چې دا جګړه لس کلنه شوه او یوازې په دوه زره لسم کال کې یې ۴۹۹ تنه قربانیان درلودل او ویلی دی
چی د پسرلي له را رسېدو او د جګړو له شدت سره به تلفات لا زیات شي، د ورځپاڼې په لیکنه د دې جګړې د
یوی ورځی مصرف تقریبا ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته درسیدو په حال کی دې ،د لاس انجلس ټایمز په لیکنه، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پټرویس د دې هېواد د کانګرس استماعیه غونډې ته په خپل رپوټ کې هغه عمده ستونزه چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ورسره مخامخ دی یاده کړه
دا ستونزه د افغانستان غیر موثر او په اداري فساد کې ښکیل حکومت دی، چې له هغه امنیت څخه چې امریکایي ځواکونه ورته برابروي استفاده نه شي کولای او ولسي مشروعیت یې له لاسه ورکړی،خو جنرال پیټرویس هیله څرګنده کړی ده،چی بالاخره په طالبان تقسیم شی او یوه دپام وړ برخه به یی دولسمشر حامد کرزی له حکومت سره دمذاکرو لاره غوره کړي. پای سلام خان