رفيع الله روشن
هغې خپل کوچني اولغړبچيان ددې په خاطردسوزونکي لمر درنو څپېړوته پرېښودل؛ترڅودهغوى دوږوګېډولپاره څه خوراک راپيداکړي،او بچيويې هم خپلې ژېړې مښوکې دخپلوبې بڼووزرونولاندې کړې اودمورلپاره يې دروغ صحت اوپه خير يې بېرته ترخوا راتللودعاوې وکړې.
خوتاچې کله هغه مور چې لس مياشتې يې تاته په خپله ګېډه سورلۍ درکړېده،او وروسته له هغې يې دنياته راوړى يې،ستا تر اووه کلنۍ پورې يې ته په داسې حال کې روزلى يې چې ستاپه سر يې دهرچاخبرې تېرې کړي؛ خو ته يې نه يې پرې ايښى ترڅو وژاړې، په سرو سترګو کېنوله اوپه هسې خبرودې دهغې زړه شين کړ،خوبياهم هغې تاته له دومره بې باکۍ سره په خوله هېڅ ونه ويل،خوزړه به يې حتماً درته څه ويلي وي،له کوره دې پنځوس افغانۍ واخستې او دکلي په دکان دې پرې لينده اخسته،اودهغې مورهغه وزر چې له خپلوبچوڼوسره يې دهغې په واسطه د ژر ورتګ او خوراک وروړلو ژمنه کړېوه ورمات کړ.
ته پوهېږې کله چې هغه نااميده او په غم لړلې څېره خپلې ځالې ته په ډېره سختۍ سره وختله او بچيويې دمور په پنجوکې دخورک او څښاک پرځاى مات لاس او سرې وينې وليدې،هغوى څه وويل؟
هغوى په هغه شېبه خپلې مښوکې داسمان په لور هسکې کړې،او داسې خېرې يې وکړې،چې اى خدايه چاچې زموږ مور په دې سرنوشت اخته کړې،له تاڅخه يې همداسې غواړو،اوپه سبايې ته له ونې را پرېوتې،لاس دې مات شو،اياتا کله هم په دې فکر کړى چې څنګه دهغې مرغۍ وزربه په هماغه وخت کې ښه شوى وي،اوستا لاس دادى ديوکال په تېرېدوسره هم فلج دى اوکار نکوي،دادڅه شي تاثيروو؟ دادهماغوبې بڼکووږيوبچيوازار دى چې تاته يې کړى،خوپه اصل کې کېداى شي دابه ستادمور دزړه اه وي چې تا هسې بې څه وچېړله،هماغه مور چې تا ورټله،ودې ژړوله،اوپه اوښکودې کېنوله نن درته هماغه ترټولوځورېږي،خوداحال يې نه درباندې لورېږي.