ميوند بياباني
درنو لوستونکو غواړمه چه یو مطلب لنډ اوپه عامیانه ټکو سره ولیکمه تر څو هغه څوک چه دپښتو ژبی سره په ټوله معنا بلد ندی هم مطلب واخستلای شی اوخپله وطن دوستی اوقانون ته درناوی په ډاګه کړی .
جناب سعیدی صاحب سیاسی څیړونکۍ لیکوال اوپیښور کی د یپلومات هم پا ته شویدۍ .
زه هغه سر ه کومه پیږند ګلوی نلرمه یوازی لیکنی یی په انتر نت کی ګورم چه ځینی یی دقدر وړدی زه لیکوال نه یمه مطلب خاوری په ایروګډومه انسانی کرامت ته احترام لرمه په خپل افغانیت افتخارلرم دقلم عفت ساتمه دظالم جنایتکار جاسوس اووطنفروش ملا تړۍ هم نه یمه په خپلو لیکنو کی اسلامی ارزښتونو ملی وحدت اوملی ګټو ته ځان مسؤل ګڼم پښتو اودری مورنۍ ژبی ګڼم همداسی پری تسلط هم لرم فارسی چه ایرانی ژبه ده ډیر تسلط نلرمه مګر کوم تعصب هم ورسره نلرمه .
اوس به راشم اصلی مطلب ته یوه ورځ می انترنتی پا ڼی یو په بل پسی لټولی چه یوه ځای کی می دسعیدی صا حب نوم تر سترګو شو چه می ولوست په ښو ټکو سره نه بلکه په نا منا سبو کلماتو سره یی ویلی وه چه پښتا نه اود پښتنو مشران ټول د آي اس آي جاسوسان دی چه دي مطلب ډیر خوا بدۍ کړم که پدی برخه کی کوم ثبوت اوسند موجودوی په ډاګه دی کړی که نه وی نور بیا له یوه روشنفکره لیکوال دیپلومات اوسیا سی څیړونکی څخه داسی توقع نه کیږی اودبلی خوا دا ډول څرګندونی د ملی وحدت په ګټه هم نه دی بلکه بهرنیان لدی څخه ګټه پورته کوی .
پدی نړۍ کی انسانان دقوم رنګ ژبی له اړخه مختلف ښه او بد هم پکی شته لنډ به خپل لاس ته وګورو چه دیوه لاس پنځه ګوتی ټولی یو شان ندی بلکه فرق پکی دۍ په قران کریم کی ذکردی چه دانسانانو په منځ کی تفاوت دۍ . پښتانه دپراخی حوصلی سړی سینی ازاد ی طلبه اودوطن پرسر تجارت هم نه کوی چه دایی په تیرو دری لسیزو کی تر ننه پوری ولیدل شول دری لسیزو نورموږهم داسی ونکړو چه دیوی ورګی لپاره پوستین په اور واړو بل هر انسان دسهوی اواشتباه سره مخا مخ کیږی
په اخرکی جناب احمد سعیدی صا حب ته دا خواست کوم چه د خپلو څرګندونو ثبوت یا اسناد وړاندی کړی که دا نشی کولای نورمهربانی خپلی څرګندونی بیرته واخلی دابه مود ښه منطق او هوښیار نمایندګی اوپه ګټه به موهم وی یوه هفته وخت لرۍ چه دذکر شویو دوولا رو څخه هره یوه چه تاسی مناسبه ګڼۍ اختیارکړۍ . که په ټاکلی موده کی مواقدام ونکړ بیا زه به مجبور شم چه ستاسی په هکله پوره اسناد اوشواهد وړاندی کړم
قضاوت به بیا لوستونکو ته پریږدو .
دودان اوبا امنه افغانستان په هیله .
په درنښت