د ګډو ليکوالانو ګروپ /هلمند

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د ګډو ليکوالانو ګروپ /هلمند
د لښګرګاه ښاروال خپل د فساد ګټه کابل او دوبۍ ته نقلوي
د هلمند ولايت څخه څو اونۍ وړاندي ګڼو رسنيو د قومي مشرانو ، ګن شمیر دولتي ملکي او استخباراتي چارواکو له خولې را پور ورکړ چي ددغه ولايت د مرکز لښکرګاه ښاروال داود شاړي په
خپل دوه کلن ماموريت کي شل ميليونه امريکايې ډالره فساد کړی دی او دوﺉ دا هم ويلي وه چي د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزي ته يې هم ددغو څرګندو فسادونو په اړه کره شواهد وړاندي کړي دي او هغه دا موضوغ د ملي امنيت شوری ته د څېړلو په موخه سپارلې ده.
د آزادي راډيو راپورله لښکرګاه څخه :
د لښكرګاه ښاراوسيدونكي د لښكرګاه ښاروال په اداري فساد تورنوي
Sunday, 13 February 2011 15:29
د لښكرګاه ښاريان وايي، د ښاروال داود شاړي سره په فساد كې د هغه يو مخكښ انجينر حبيب الله او ګڼ شمير دولتي لوړ پوړي چارواكي هم ښكيل دي
وروستی بدلون 22 11 1389 03:47 PM
د لښكرګاه ښار يوشمېر اوسيدونكي د لښكرګاه ښاروال محمد داود په اداري فساد كې ښكيل بولي او وايي، چې په خپل تير دوكلن ماموريت كې يې سلګونه رهايشي نمرې، لسګونه سوداګريز ماركيټونه او پاركونه توضح كړي دي، چې د دې جملي څخه يې ډېر په خپله په شخصي توګه پلورلي او د ځان لپاره يې لوړ پوړيزه ودانۍ او كورنه پري اباد كړي دي.

د ښار اوسيدونكي له ولسمشر او اړوند ادارو څخه غوښتنه كوي، چې د دوی د ناحقه مسترد سوو او لاندې شوو جايدادونو پوښتنه وكړي.

د لښكرګاه ښار اوسيدونكي ګواښ كوي، كه چيرې څوك يې اواز وانه وري نو د ښاروال محمد داود په شكايت به تر اولسمشر كرزي او لوړ پوړو چارواكو پورې ورسوي.

"دې له موږ سره ظلم كوي، له دولت څخه غوښتنه كوو، چې راڅه ليري یې لړي، داسې ظالم ښاروال نه غواړو، د ده پلار غريب مامور و، د كومه يې كړي، په ډي يك كې يې يو اويا نمرې خرڅې كړي قاچاقبرو ته يې وركړي دي."

د لښكرګاه ښاريان وايي، د ښاروال محمد داود سره په فساد كې د هغه يو مخكښ انجينر حبيب الله او ګڼ شمير دولتي لوړ پوړي چارواكي هم ښكيل دي.

د لښكرګاه ښاروال محمد دواد چې تر دې وړاندې يې په هرات ولايت كې د ټرانسپورټ د ريس په توګه دنده ترسره كړې ده، دوه كاله وړاندې د هلمند ولايت د لښكرګاه د ښاروال په حيث په دنده ګمارل شوی دی.

د ښار اوسيدونكي وروسته تر هغه په غوصه شول او ښاروال يې په فساد تورن كړ، چې د نوموړي له لوري يې په ښار كې ډېرې ښكلې او لوړپوړيزې ودانۍ چې په ميليونو ميليونو افغاني پرې لګيدلي دي، وليدلي.

د همدې ښاروال له لوري د لښكرګاه په كاريز او مختار سيمه كې تر لس زيات ملكي كسان د هغوی د جايدادونو دلاندې كولو پرمهال په يوه لانجه كې په ډزو ټپيان كړه.

د لښكرګاه ښار د ګڼ شمير اوسيدونكو او دوكاندارانو د لګول شوي تور او ګڼو موجودو اسنادونو سره سره بيا هم د لښكرګاه ښاروال حاجي محمد داود د يوه خبري ناستې پرمهال پرخپل ځان هرډول لګول شوي تورونه رد كړل او ویې ويل، چې كارونه يې ډير بريالي او ښه روان دي او لوړ پوړيزه كورنه جوړول د هيواد د هر وګړي په توان كې دی.

"هيڅ داسي مورد نه شته چې دوې نمرې وي او موږ پرې كور جوړ كړو زه ښاروال يم او صلاحيت لرم چې ځانته نمره واخلم او زما پلار په تصدي بست كې مامور دی او موږ ته ښه نمره رسيدلي ده."

په ښار كې زيات خلك پرښاروال تورلګوي، چې نوموړي د خلكو شخصي ملكيتونه لاندې كړي دي او د ځان تر څنګ يې خپلوانو ته پرې ودانۍ جوړې كړي دي.

ښاريان وايي، محمد داود لموړنۍ ښاروال دی، چې خود سره او په غير عادلانه ډول سره رهايشي نمرې ويشي خو د لښكرګاه ښاروال وايي، سلاحيت لرم چې خلكو ته د كور نمرې وويشم مګر دا خبره نه مني، چې خود سره يې د خلكو شخصي ملكيتونه لاندې كړي دي.

دى وايي، موږ چې كومه توزيع كړې ده، هغه عادلانه ده او د ولايت د مقام په مشوره او د هغوی په امضا توزيع شوې ده په دې كې زموږ خوښونه ځاى نه لري او هرڅه د قانون له مخې ترسره شوي دي.

د لښكرګاه ښاروال په داسې حال كې د ځان څخه د خلكو د شخصي ملكيتونو د نه لاندې كولو په اړوند دفاع كوي، چې يوازې درې ورځې وړاندې د لښكرګاه د ښاروالۍ او امنيتي مسوولينو له لوري د لښكرګاه د ښآر اړوند د كاريزي د سيمې د اوسيدونكي پرشخصي مځكو د هغوی ولاړ كورنه نړول چې له امله يې اخ و ډب رامنځته سو او شپږ تنه ملكي كسان چې د خپلو ملكيتونو څخه يې دفاع كول ټپيان شول.

كه څه هم په لښكرګاه ښار كې په دې وروستيو كې د بيارغوني او پرمختګ كارونه ترسترګو كيږي خو خلك يې د ناسم كيفيت نه شكايت كوي.

مګر د لښكرګاه ښاروال محمد داود د يوشمېر بې كيفيته پروژو د پلي كيدو پړه د هلمند د كليو د پراختيا او بيارغوني پررياست واچول.

ښاروال په يوه خبري ناسته كې وويل، په ښار كې ټول د بيارغونې كارونه د ښاروالۍ له لوري ترسره كيږي، چې د كليو د پراختيا رياست يې يوازې سيل كوي.

خو د لښكرګاه د ښاروال د خبرو په ځواب كې د هلمند د كليو د پراختيا او بيارغونې ریيس محمد عمر قانع نه يوازې د ښاروال خبري رد كړي بلكې ويې ويل، ښاروال مسلكي نه دى او بې ځايه نيوكه يې كړي ده.

محمد عمر قانع زياته كړه، چې ښاروال بايد د خلكو په خوښه او مسلكي كس انتخاب شي.

"ښاروال صيب خپله مسلكي سړى نه دى او د دې كارونو لپاره بايد يو مسلكي كس د خلكو په خوښه انتخاب شي او كار وکړای شي."

د كليو د پراختيا ريس محمد عمر داهم وويل چي په ښار كي هره هغه پروژه چي ددوي درياست په بوديجه بشپړه كيږي وروسته ښاروالۍ ته سپارل كيږي، چې د نوموړي په خبره تراوسه يې ښاروالي په مراقيبت كې پاته راغلې ده.

د كليو د پراختيا ريس يې بيلګه په ښار كې د اوبو د څوسترو شبكو ټاورونه او ټانكى يادكړي، چې ګټي اخستنې ته تر سپارل كيدو وروسته د ښاروالۍ د نه پاملرنې په خاطر له كاره وليږي.

په هرصورت د لښكرګاه د ښاروال او خلكو ترمنځ دغه خبرې په داسې حال كې سره ديخوا هي خواكيږي، چې د يوې مالومي سروې له مخې د لښكرګاه د ښار د جوړېدو په تاريخ كې په لمړي ځل په تيرو دووكلونو كې څه باندې درې زره رهايشي نمري ويشل شوي دي.

د ښار اوسيدونكي او د پاخه عمر كسان وايي، دا تر ټولو زياتي نمرې دي، چې د لښكرګاه ښار د جوړېدو وروسته ويشل شوي دي، دولتي مسوولين كله ناكله وايي، هلمند د هيواد په سطحه يو له هغه ولايتونو څخه دی، چې تر ټولو زياته مځكي په كې دغاصيبونو له لوري لاندې شوې ده.

د يادوني وړ ده، چې دا لمړى ځل دى چې په هلمند كې خلك پريوه دولتي مسوول باندې د فساد ښكاره تور لګوي او ګڼ شمير سندونه هم په لاس كې لري.

بل راپور
د لښکرګاه ښاروال شل ميليونه ډالر فساد کړيدی
((د يک شنبې په ورځ د هلمند په ولايت کي د څارنوالۍ ، استخباراتي چارواکو او ګڼ شمېر قومي مشرانو د يوې غونډي په ترڅ کي له ولسمشر کرزي ، د فساد پر وړ اندي ادارې ، ملي امنيت ، او لويې څارنوالۍ څخه په هلمند ولايت کي د پراخ اداري فساد د څېړلو لپاره غوښتنه وکړه .
دوﺉ په ځانګړي ډول د لښګرګاه د ښاروال داود شاړي يادونه وکړه چي پخپل دوه کلن ماموريت کي يې تر شل ميليونه(۲۰،۰۰۰۰۰۰ ) امريکايې ډالره اختلاس او رشوت اخيستی دی ، چي مر کزي دولت يې بايد په اړه پلټنه وکړي ، له دندي يې لري او د قانون منګولو ته يې سپاري .
د يادوني وړ ده چي د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار اوسېدونکي هم په دا وروستيو کي ددغه د لښکرګاه ښاروال په پراخ فساد کي ښکېل بولي او وايې چي ښاروالي اوس په چوروالۍ اوښتې ده . مېوند )) ټاټوبي ډاټ کام .
• نيټه: 27-02-2011
ددې تر څنګ ځينو قومي مشرانو چي د هلمند ولايت څخه د ولسمشر کرزي د ملاقات او ليدني په موخه کابل ته تللی وو يو شمير هغه اسناد چي د دغه ولايت د والي ګلاب منګل او ښاروال داود شاړي د فساد پر ثبوت ټينګار کوي بې بي سي راډيو ، طلوع نيوز ، ازادي راډيو ، بېنوا خبري وېب پاڼي ، لراو او بر خبري وېب پاڼي او د ټاټوبي وېب پاڼو تر څنګ يې ملي امنيت ، لويې څارنوالۍ او نورو ته هم سپارلي دي تر څو هغوﺉ څېړنه ورباندي وکړي ، او ښاروال شاړی د عدالت د مېز تر شا کښېنوي.
يو شمير رسنيو هم د داود شاړي د پراخ فساد په اړه څرګند راپورونه خپاره کړه چي ددې سره اوس د هلمند ولايت يو شمير دولتي ريېسان وايې چي ددغو خبرونو له خپرېدو وروسته د ښاروال داود شاړي وضعه خرابه سوې ده او ويري اخيستی دی چي اوس په تدريج سره کوښښ کوي تر څو دغه شل ميليونه امريکايې ډالره د هلمند ولايت څخه کابل او عرب متحده اماراتو ته ولېږدوي .
ګلاب منګل هم خپله سرمايه او د فساد په نتيجه کي لاس ته راوړي ميليونونه ډالره کابل او نوري نړي ته استوي چي اوس دا چم شاړي ښاروال هم زده کړی دی او پر مهارتونه يې پانګه اچونه کوي .
د هلمند ولايت د برېښنا ريېس الحاج اهل الله عبېدي وايې چي ښاروال داود د رسنيو ددغو راپورونو تر خپرېدو وروسته ډېر وارخطا سوی دی او خپل مارکېټونه ، تعميرونه ، نمرې او دکانونه په نيمه بيه پلوري او کوښښ کوي چي پر ځان ثبوتونه کم کړي او خپله سرمايه کابل او اماراتو ته نقل کړي .
عبيدي وايې چي ښاروال داود اوس اوس د کابل د مکرور يانو تر څنګ نور بلند منزلونه هم رانيسي او غواړي سوداګري پراخه کړي او له هلمند پښې سپکې کړي ، د قومي مشرانو اسناد ځکه د عبيدي د خبري سره سر خوري چي د هغوي څخه اسنا د ورسره وه چي د ښاروال داود په يوه لين کي پنځه کورونه د کابل په مکروريانو کي رانيولي دي .
اوس داسي ښکاري چي ښاغلی ښاروال داواد شاړی به له والي ګلاب منګل څخه د ځان پر واټن تاکيد ځکه وکړي چي د هلمند ولايت ددولتي مقاماتو په وينا والي منګل وايې چي زه پخوا هم بدنام وم او اوس خو ښاروال ډېربدنام کړم ، نو يا به د سليم زمريال کانه په وکړم او يابه ځواب ورکړم .
سليم زمريال چي د فوډ زون په پر وژه کي يې په ميليونه ډالره د منګل او د هغه د مافيا سره حيف او ميل کړه ،ګلاب منګل د خپل ځان او مرستيال ميرزکوال عبدالستار د خلاصون په موخه د پلچرخي جېل ته ټېل واهه
او يالکه مختار حقاني د دغه ولايت د حج اوقاف او ارشاد رييس چي په لښکرګاه کي د عربو لخوا د عيدګاه د جوړيدو په پروژه کي يې د والي منګل سهم پنځه لکه امريکا يې ډالره هم د خپلو پنځو لکو ډالرو تر څنګ جېب ته واچول ، ګلاب منګل ورته په قهر وو او بهانه يې د ه د حجيانو د کابو څلور سوه نومونو غلا ونيوله چي مختار پټ پر نور خلکو يو نوم په دېرش زره افغانيو خرڅاوه چي بيا ګلاب د هلمند زندان ته واستاوه .
د دولتي سرچينې وايې چي د ښاروال سرنوشت به هم ځکه داسي سي چي يو خو اوس والي منګل ته وڼده سمه نه ورکوي او بل دا د ګلاب منګل پر فساد لا ډېره درنه تماميږي او هغه اوس کوښښ کوي تر څو ښاروال شاړي ته بهانه ولټوي ، ګلاب منګل ويلي وو چي نور نو دې ته اړ دی چي په خپله خوله ښاروال شاړي ته ځواب ورکړي ، ځکه د يوې دولتي سرچيني په حواله ګلاب منګل ويلي چي شاړي نور پر ما هم غمېدلی دی او زه نه غواړم چي د خپلي بدنامۍ تر څنګ د ښاروال پېتی هم پر اوږو واخلم .
د ګلاب منګل سره په دې تېرو څو کلونو کي يوازي د هلمند ولايت د کليو د پراختيا او بيا رغاوني قاتل او مافيا يې فاسد ريیس عمر قانع ځکه ښه چلېدلی دی چي هغه هر والي ته ونډه ورکوي او هره مياشت د يو شمیر هغو دولتي چارواکو چي په هلمند کي يې دندي تر سره کړي دي په وينا اوه سوه طالب افراطيانو ته معاشونه ورکوي او د هغوﺉ د ټيليفونو تر څنګ د ډوډۍ او جېب مصارف هم ورکوي .
د ملا جانان او ملا قاسم طالب اختطافچيانو چي د لښکربازار په سيمه کي فعاليت لري او د مخکنيو دولتي مامورينو په وينا چي هغه د ګلاب منګل او انګرېزانو سره کلکه اړيکه لري يو مورد هم داسي وو چي د روحاني عبدالصمد چي د بي بي سي راډيو خبريال وو هغوﺉ اختطاف کړ او بيا د عمر قانع په مرسته يې وواژه چي عمر قانع او يو شمير دولتي عسکر په هغه ورځ د روحاني سره په رنجر پوليسي موټر کي ليدل سوي وه چي د بولان پر لورروان وه او روحاني د عمر قانع او يوه بل نفر په منځ کي ناست وو او په هغه ورځ روحاني ووژل سو ، د روشن مخابراتي کمپني د راپور پر اساس چي استخباراتو ته سپارل سوی دی رو
حاني ورستۍ مکالمه د يوه ريس سره کړې وه ، راپور ښيې چي روحاني ته يو څوک زنګ وهي او ورته روحاني ځواب ورکوي ((هيلو ريېس صاب)) نو دا وروستۍ مکالمه داسي چي ريېس ورته د هغه لوري وايې چي ميدان ته راسه غوڼده ده چي له دې مکالمې وروسته روحاني تري تم سو ، ددغه ولايت د فرهنګ رييس عليشاه خان مظلوميار په هغه هغه ورځ ډېر تلاښ وکړ تر څو روحاني وژغورل سي ، ملي امنيت او امنيې قوماندانۍ ته د ژورناليستانو سره ورغي او د هغوﺉ څخه يې د روحاني د ژوغورلو په اړه مرسته وغوښته هغه دا کيسه څو ځايه کړې او قوماندانۍ ته يې هم د ملا قاسم او ملا جانان په اړه مالومات ورکړه خو هغوﺉ مر�
�ته ورسره نه وه کړې .
دغه دوه تنه چي طالبان دي خو د عمر قانع سره د ښار په منځ کي د هغه د مخاليفينو د ترور او اختطاف په مافيا کي هم شامل دي او د ګلاب هم ګټي ددې کسانو سره شريکي دي مخکني پوليسي چارواکي وايې چي د روحاني قاتلين څلور نيمي مياشتي په بست هوټل کي ګلاب منګل وساتل .
نو د پورته خبرو سره دا څرګنده ده چي عمر قانع به ځکه پر ځای وي چي هر والي ته ونډه ورکوي او يو غیر مسلکي سړی دی ، هر والي ته وايې چي څه ته وايې زه هغه درته کوم نو نور ولي مشکل راته جوړې.
له اوله تر اخره دا سړی همداسي کارونه کوي او د کرزي د اولې ورځي څخه تر ننه دې سړی بس همدا موقف ساتلی دی او دونه د نر زوﺉ نه دی پيدا سوی چي له دندي يې لري او د عدالت مېز ته يې کش کړي .
نو اوس د ښاروال داود شاړي په اړه تاسو فکر کولای سۍ چي آيا ګلاب جان منګل به يې لري کړي او که به بيا هم پر ځای پاته وي ؟
خو د هلمند ولايت ولس ددغو څېرو څخه سخت په تکليف سوی دی ، دوي هره ورځ په ميليونونه ډالره ددغه ولس حق او پانګه په ناروا او ظلم سره په خېته ننباسي ، او تر اوسه حساب او کتاب نه دی ورسره سوی ، ولس وايې چي بس په یوم القام به حساب خالق تعالی (ج) ورسره وکړي ، دولت او مرکزي مشران هم خپله ددغو خلکو څخه سهم اخلي نو ځکه عدالت نسته ، دلته بس يوازي خپلي ګتي پالل کيږي او ارزښتونه نه دي محترم .
د حساب او کتاب د ورځي په هيله
د ګډو ليکوالانو ګروپ /هلمند