دافغانستان جګړه د ویني په توئدواو مالی لګښت نه ارزې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
په یوه تازه نظرپوښتنه کې، چې واشنګټن پوسټ او اې بي سي نیوز په ګډه په امریکا کی له ۱۰۰۵ تنو ځوانانو څخه د پوښتنو پراساس کړې ده،په دی باب په سلو کې نژدې اویا پوښتل شویوکسانو ویلي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزي  چی امریکا دی لګښت پری وکړی
  او یا دی نوری هم دخپلوعسکرو وینی دهغی لپاره توی کړې د امريکې دوه په درې برخه خلک نور د افغانستان له جګړې څخه پلوي نه کوي او وايي چې دا جګړه په کولو نه ارزي. د سياسي ګوندونو د غړو ترمنځ يوازې نولس سلنه دموکراتان او نيمايي جمهوري غوښتونکي د جګړې د دوام پلويان دي. درې پرڅلور برخه امريکايان وايي، چې اوباما بايد سږکال اوړی له افغانستان څخه د پام وړ شمېر سرتېري وباسي او 39سلنه امريکايان تمه لري چې دی بايد يو لوی شمېر سرتېري راوباسي،دا په  داسی حال کی  ده چی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۵۰۰ ته ورسېد د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) اعلان وکړ چی وړمه ورځ چی په جنوب کی کوم ، هغه امریکایی پوځی و چی په کندهار کی له منځه تللی و . دا په افغانستان کی ۱۵۰۰م امریکایی پوځي دﺉ چی له منځه ځي . د سږ کال په روانو دوو نیمو میاشتو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۵۴ ته رسېدلی چی ۹ یې د مارچ په روانو ۱۳ ورځو کی وژل شوي دي . بل لوري ته شنونکي وايي چې دپيټاگون لخوا په افغان جگړه کې د وژل شويو امريکايي سرتيرو شميره ډيره کمه ښودل شوى چې له حقيقت سره هيڅ اړخ نه لگوي دوي زياتوي په افغانستان کې دوژل شويو امريکايي سرتيرو له دې څو چنده زياته ده
پورته نظر پوښتنه  او دامریکا تلفات او مالی مصارف  د افغانستان دولسمشر حامدکرزی له هغه خبری سره مطابقت لری، چې په کونړ کې د ناټو ځواکونو په هوايي بمباریو کې د وژل شویو ملکیانو د کورنیو له غړیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره هغه ولایت ته تللی وو، د وژل شویو کسانو خپلوانو او د دې ولایت د استازو غونډې ته وویل(( زه له ناټو او امریکا په ډېر درنښت، په تکبر نه بلکې په عزت او تواضع غواړم چې زموږ په خاوره کې عملیات ودروي.که دوی د تروریزم پرضد د جګړې لپاره راغلي وي، د تروریستانو ځای او پناهځایونه په افغانستان کې نشته. دوی ته مالوم دي چې چېرته دي.همالته دې ورشي))رښتیا هم دلسو کالو په جریان کی نه داچی په افغانستان کی جګړه ختمه شوی ده بلکی  جنګ او جګړی نور هم شدت پیدا کړی دې او دافغانستان با امنه سیمی هم په نا امنه سیمو بدلی شوي دې
د دې نظرپوښتنې د پایلو له خپرېدو سره په یووخت په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان دتیری دوشنبی په ورځ  ناوخته په سپینه ما ڼی کی له ولسمشر باراک اوباما سره وکتل په دې کتنه کې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر رابرت ګېټس هم حاضر وو.پیتراییس ولسمشراوباما ته له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر سریزو او په جګړه کې د پرمختګونو په باب مالومات ورکړل
همدا رازپه افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان دسه شنبه په ورځ د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې غړیو ته وویل چې دی لا هم د روان ع کال له جولای څخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیلولو ملاتړ کوي خو لا یې هم پرېکړه نه ده کړې چې څومره ځواکونه
باید وایستل شی پیتراییس په خپلو ځرګندونو کی داهم ویلی دی چې، د طالبانو د فعالیتونو شدت، چې په تېرو پنځو کلونو کې پر له پسې زیات شوی وو، د افغانستان په ډېرو سیمو کې اوس درول شوی دی
د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې ريیس سناتور جان مک کین له جنرال پیتراییس څخه وپوښتل چې په امریکا کې د نوې نظرپوښتنې ځواب ووايي چې پراساس یې ویل شوي، د امریکایانو لوی اکثریت باور لري چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزي چې امریکا پرې په ملیاردونو ډالرو لګښت وکړي یا خپل پوځیان قربانۍ ته ورکړي
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې جنرال ډیویډ بیتراییس وویل، سره له دې چې دی د امریکا د خلکو پر نهیلۍ پوهېږي ، باور لري مهمه ده چې په افغانستان کې د دې لپاره پرمختګ ته دوام ورکړای شي چې القاعده په افغانستان کې د ځالو جوړولو ته پرې نښودل شي
جنرال پیتراییس په عین حال کې ویلی دی چی، مهمه ده چې دا له یاده ونه باسو چې افغانستان هغه ځای دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملو پلان پکې جوړ شوی وو.هماغه وخت د طالبانو حکومت القاعده شبکې ته ځای ورکړی وو چې پر امریکا یې حمله وکړه
د ستراتيژيکو اړيکو پر سر د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي د يوه امريکايي پلاوي او افغان چارواکو تر منځ خبري  
اتری د تیری دوشنبی  په ورځ  په کابل کی پیل شوی دې د افغانستان له اړخه د ملي امنيت سلاکار ډاکټرسپنتا، ولسمشر کرزی او د کورنيو ، د فاع او بهرنيو  چارو وزيران په دغو مذاکرو کي برخه لري. خو د واشنګټن د  پلاوی نوم لړ لا تر اوسه په رسنیو کی نه دی خپور شوی دستراتیژیکو اړیکو په هکله د جمهوري رياست وياند وحيد عمر په يوه خبري غونډه کي وويل، چي کابل به له واشنګټن سره هيڅ يوه داسي هوکړه و نه کړي چي د افغانانو د غوښتونو خلاف او ملي ګټو ته زيان رسونکې وي،وحید عمر همدا راز په خپلو ځرګندونو کی ویلی دې
چې د افغانستان حکومت او خلک به هيڅ هغه ګام پورته نه کړي چي په هغه کښي د افغانانو ملي ګتي خوندي نه په افغانستان کي د امريکا د دايمي پوځي اډو جوړول د افغانستان د ګاونډيانو سختي انديښني را پارولي دي وي،
په تيرو دوو اونيو کي د ايران، پاکستان، روسيې او هند پلاوي کابل ته راغلل او په دي باب يي له افغان دولت  
سره خپل نظرونه او اندیښنی شریکی کړی ايران، پاکستان او روسيه له دي په ويره کي دي چي ښايي په اوږد مهال کي دغه پوځي اډې د دوي د ګټو پر ضد وکارول سي، خو امريکا دغه انديښي لا وختي بي ځايه بللي دي
او دافغانستان د ولسمشر وياند وايي چي له واشنګټن سره په ستراتيژ يکو خبرو اترو کي د سيمي ټول حالات او حساسيتونه په پام کي نيول سوي دي
پاکستانی ژورنالیست احمدرشیدپه خپله یوه مقاله کی ویلی دی چي، په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه په یو حساس پړاو کې له افغانستان نه وتو ته چمتووالی نیسي، طالبانو  دیوپلان له مخی په تاوتریخوالی کې زیاتوالی راوستي چې په ټوله سیمه کې بې ثباتي رامنځ ته کړيپه وروستیو شپږو میاشتو کې په ټول هیواد کې د ځانمرګو بریدونو، مخامخ جګړو او ښخ شوو ماینونو له امله تر ۲۰۰ ډېر افغان وګړي وژل شوي او  سلګونو نور ټپیان شوی دی ددغو بریدونو یو لامل هم د امریکایي ځانګړو ځواکونو د غچ اغیستل دي. دغه ځواکونه د ژمي په میاشتو کې د شپې او ورځې لخوا تر ۲۰ پورې هغه بریدونه کوي چې په کې د طالبانو مشران، لوژستیکي ځایونه او په سلګونو جنګیالي وژل او یا هم نیول کیږي .
افغان او پاکستاني طالبان هم په پرله پسې توګه په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل کیږي .
که  څه هم امریکایي قومندانان د خپل هغه کمپاین د بري په هکله غږېږی چې ګواکي دوی طالبان له کندهار او هلمند ولایتونو په شا تمبولي دي، خو ډېر کارپوهان دې ته د شک په سترګه ګوري چې ایا طالبان په خپله په موقت ډول په شاتللي او دا چې د امریکا تر مشرۍ لاندې دا کمپاین به تر اوږد مهاله پاتې کیدونکی وي او که نه ددی امکان شته دهوا دګرمیدو سره دجنګ میدان بیرته ګرم کیدای شې . پای سلام خان