سلام بستي
دا چي د افغانستان په اکثره ولايتونو کي واليانو مستقلي واکمنۍ جوړي کړي دي او افغانه ټولنه يې په ملوک الطوايفي بدله کړې ده ، ددغه بدبخته هيواد ولسمشر هم پر ينه تريخی نه لري او څه نه سي ورته ويلای او يا خو خپل او د قانون حاکميت نه سي پر چلولای.
خو يوه بده خبره داده چي چي ځيني واليان کرزی په رسميت هم نه پيژني او نه هم د افغانستان قوانين مني بس ځانته خپل باداران لري چي په چوپړ کي فخر هم کوي ، په دغه کټکورۍ کي د قندهار کاناډايې والي توريالی جان ويسا او د هلمند انګرېز والي ګلاب جان منګل راځي.
نور واليان خو دونه بيا هم ښه دي چي څوک په سياف پوري مربوط دی ، څوک په رباني پوري ، څوک په دوستم او داسي نور په نورو پوري ياني هغه اړخونه بيا هم افغاني دي .
د څو کلونو په جريان کي د هلمند برټانوي مزاجه والي ګلاب جان منګل پر هلمند همداسي ناروا د فساد ، ترور او نورو ظلمونو په زور واکمني چلوله چي ولسمشر هم څه نه سوه ورته ويلاي ځکه بيا انګرېز خفه کېده چي ولي يې غلام ته ستونزه پښوي .
دا ځل ولسمشر کرزي هم نور د شرم او د ولسونو د فشار له امله بله لاره نه درلوده ، مسله داسي وه چي د ګلاب جان منګل ته د امريکا او ډنمارک هيوادونو څخه د سفر بلنليکونه راغله خو کله چي تر جهمور ريس حامد کرزي پوري ورسېدل ځکه کرزي رد کړه چي ګلاب جان منګل خو معامله ګر سړی دی او ملي ګټو ته وفادار نه دی نو هر څه چي په مخه ورسي جله ډوب تره يې وهي او دا يې نه ګوري چي روا دي او که ناروا، هسي نه چي اوس ددې نورو دوو هيوادو سره د غلامي تړون لاسليک کړي بيا به درې څلور کاله د هغو د غلامۍ ، خوښۍ او چوپړ لپاره وطن خرڅوي ، فساد به کوي او مخفي ترورونه به کوي .
دا په دې مانا ده چي کرزي ته نو هم نور غيرت و درېد او دا بلنليکونه او د ګلاب جان منګل سفرونه يې لغوه کړه.
منګل جان چي د هلمند ولايت څخه ددغو سفرونو په موخه کابل ته تللی وو ، د ولسمشر تر دغه اقدام وروسته يې ځان نا خبره واچاوه او څو ورځي وروسته د ګابل نړيوال هوايې ډګر ته يادو سوو هيوادونو ته د سفر په موخه روان وو چي د هوايې ډګر مسؤلينو يې مخ ونيوی ، هغوي ته خو خبر ورغلی وو چي ګلاب جان مه پرېږدﺉ خو بيا هم ګلاب جان منګل ځان نا خبره واچاوه او د جنتر او منتر سرهخ پر هوادي ډګر ور ايله سو ، چي د ملي امنيت د سرتيرو او د هوايې ډګر د مسؤلينو لخوا بیرته و ايستل سواو اجازه ورته ميلاوه نه سوه .
چي له دې څخه وروسته يې وضعيت ډېر خراب وو او د شرم له لاسه په کور ننوت او پټ سو ، دوې ورځي وروسته د هلمند څخه څو غوړه مالان چي اکثره يې ريېسان وه د ګلاب جان منګل خواخوږۍ ته کابل ته ولاړه خو بيا هم منګل جان له خپل کوره ورته را ونه وت .
اوس ولس د ولسمشر کرزي څخه هيله لري چي د ورته اقدام په پايله کي د منګل سره د هلمند په ولايت کي د پراخ فساد او د خپلو انګرېز بادارانو د مخفي ترورنو او دسيسو په اړه هم قانوني چلند وکړي ، تر څو د ولس حقوق اعاده سي . او د ولسمشر په دغه اقدام ولس خوښ دی او د نورو په اړه هم د مجازات غوښتنه کوي .
سلام بستي