سرلوڅ مرادزی
دې ورځو کې ډېری نړیوالې او افغاني رسنۍ افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو د جوړېدو په اړه ویناوې او لیکنې کوي ، د اډو د ښېګڼو او بدګڼو په تړاو شننې کوي او د شالید او لاملونو په باب يي بېلابېل نظرونه څرګندوي .
افغانستان یوخوا د منځنۍ اسیا هېوادونه چې د انرژۍ د زیرمو بډایه سیمه ده د سهیلي اسیا هېوادونو سره چې د نورو ستاینګړو ترڅنګ د خرڅلاو لوی مارکیټ دی او بلخوا منځنۍ ختیځ له سهیلي اسیا سره چې د همدې جغرافیوي موقعیت په درلوت سره ځانګړی ارزښت لري ، نښلوي .
افغانستان خپله هم د طبیعي شتمنیو له کبله بډایه ، د پاموړ او شمېروړ هېواد دی .
د هندوکش د غرو لړۍ او پامیر چې د نړۍ بام ګڼل کیږي دا هېواد د چین ، منځنۍ اسیا او سهیلي اسیا تر منځ د ستراتیژیکو او سوق الجیشي موخو له کبله د پاموړ ګرځولای دی . لویدیځ او په تېره بیا امریکا چې ۲۱ مه پيړي کې د سیمې د انرژۍ زیرمو ته اړتیا لري او همدارنګه د خپلو پوځي او ناپوځي کالیو خرڅلاو مارکیټ ته په لټه کې دی ، افغانستان ورته د یادو موخو له کبله ستراتیژیک کڼدو دي .( ۱ )
پر دې سیمه باندې د واک او څارنې په موخه ، لویدیځ لپاره له افغانستان څخه بل ښه کنډو ، سنګر او مورچل نشته .
دې لیکنه کې موخه دا نه ده چې د افغانستان په ستراتیژیک ارزښت خبرې وشي او یا د امریکايي پوځي اډو د ګټو او تاوانونو په اړه څرګندونې وشي په دې اړه به راتلونکې کې هم خبرې او لیکنې روانې وي .خو دلته غواړم لومړی دا خبره وشاربل شي چې ددې اډو د جوړېدو لپاره چا لاره هواره کړه ؟
په ښکاره د اډو په اړه بد رد ویل او د پردې ترشا چا ددې اډو لپاره کار کړی دی ؟
ایا دا اډې همدا اوس تصادفي جوړیږي که لویدیځ او امریکا دې اډو لپاره له ډېر پخوا راهیسې په کمین کې وه ؟
که اسمان کې وریځ نه وي هیڅکله باران ، واوره او یا ږلۍ نه اوریږي . له امریکا او لویدیځ سربېره که سیمه او افغانستان کې چا د امریکايي اډو لپاره هلې ځلې او هڅې نه وی کړای ، دا اډې جوړېدای نه شوې !
دا ځواکونه څوک وو چې د هغوي د هڅو او نیت په مټ دا اډې جوړیږي ؟ دلته په همدې اړه غواړم یوڅو څرګندونې راواخلم :
کله چې د امریکايي پوځي اډو د شالید او لاملونو په اړه غږیږو د ډېرو نورو لاملونو ترڅنګ پنجاب او د هغه په لاس روزل شوي مجاهدین باید په لومړي لیکه کې وشمېرو . پاکستان چې د انګریز لخوا له هنده د افغانستان او هند د خاورې په برخو د یوه جعلي هېواد پتوګه د سیمې لپاره د یوه ژاندارم په توګه رابېل شواو روسته بیا د سیاتو په پوځي تړون کې ورګډ شو ، د سړې جګړې په مهال يي د خپلواکۍ او ازادۍ غورځنګونو په ټکولو کې د لویدیځ لپاره د پاموړ خدمتونه کړي دي . هغه مهال هم لویدیځ د پاکستان په مټ غوښتل افغانستان چې تل خپلواک او ناپییلي هېواد وو ، د سیاتو په پوځي تړون کې ورښکېل کړي خو افغانستان ناپيیلی پاتې شو . که څه هم ناپييلتوب افغانستان ته په درنه بیه تمام شو او د ناپييلتوب په سر يي د ختیځ او لویدیځ دواړو لورو څخه ډېرې څپيړې اوسوکان وخوړل او پاکستان برعکس له وخته په ګټې سره ځان ښه سمسور او اباد کړ .
د ۲۰ مې پيړۍ په روستیو لسیزو کې پنجاب چې د همدې موخې لپاره لا پخوا رامنځته شوی و ، سیمې ته د امریکا او لویدیځ په راښکون کې لویه ونډه واخیسته . بلخوا پنجاب د مجاهدینو د اووه تنظیمونو او روسته د طالبانو د پنځولو په مټ افغانستان ته د لویدیځ په پورېوتلو کې د یوه پل دریځ ولوباوه . نن سبا بل هرڅوک که په کور دننه اوسیمه ، افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو په اړه نیوکه او ګیله لري تر یوه بریده په حق ګڼل کېدای شي خو پنجاب او مجاهدین د ګیلو او نیوکو حق نلري او ددې اډو پړه او ګرمتیا باید پر غاړه واخلي !
ګل بدین حکمتیار د اسلامي ګوند مشر د لندن د ITV او د پاکستان ( دنیا ) تلویزویونې چینلونو سره خپله روستۍ مرکه کې وايي « د کابل جمهور ریس ایکن بیری او وای سرای يي پیټریوس دی ، کرزی یو سمبول دی »
خو دا چې امریکا افغانستان کې دغه شان پیاوړی دریځ تر لاسه کوي ، اسلامي ګوند او حکمتیار دا خبره نه کوي چې امریکا او لویدیځ د اسلامي ګوند او نورو مجاهدینو په مرسته دغه شان دریځ تر ګوتو کړی او مسولیت يي باید پرخپله غاړه واخلي . دا چې ګل بدین تېرمهال په پنجاب کې د امریکایانو او پنجابیانو په ملاتړ د کرزي په شان یو سمبول و او خپل هېواد افغانستان يي د نورو مجاهدینو سر په ګډه په کنډواله بدل کړ اوس غواړي له یاده وباسي . همدارنګه نور جهادي ګوندونه هم کله ناکله په بډه کې غږیږي او غواړي د امریکايي اډو پړه د نورو پر غاړه واچوي . طالبان هم چې امریکایانو پخپل لاس جوړ کړي ، اوس خپل بادار ته ګواښونه کوي او ورته وايي چې پام اډې جوړې نکړۍ ، په داسې حال کې چې د اډو د جوړېدو په ورځ به خپل جهاد ختم اعلان کړي !
په غښتلي او پیاوړي ګومان د طالبانو او اسلامي ګوند د مقاومت ډرامه به هم د امریکايي اډو تر جوړېدو پورې ښه په درځ روانه وي او کله چې اډې جوړې شوې دوی به هم ټس فارسي ووايي .
بلخوا د اسلامي جمعیت او نظارشورا لنډه غرو لا پخوا هر څه د امریکا او لویدیځ په غیږ کې وراچولي دي . دوی به یوازې د پوځي اډو په جوړېدو ساړه نه شي بلکې که ددې اډو په مرسته افغانستان وپاشل شي د دوی لپاره به لا منلې خبره وي .
امریکا او پنجاب جهادي تنظیمونه په دې موخه رامنځته کړي وو چې یو وخت به امریکا د دوی په مټ افغانستان ته راځي او دلته به تل پاتیږي او پوځي اډې به جوړوي . جهادي تنظیمونه له دې پړې څخه غاړه نه شي غړولای !
دا چې نویو حالاتو کې امریکايي اډې به د افغانستان په ګټه وي که په تاوان بېله خبره ده . د جهاد ټیکداران ، پنجاب ، ایران ، روسیه او نور لری نږدې ګاونډیان د افغانانو پرځای د خبرو حق نلري، وروستۍ پریکړه به افغان ملت کوي .
د دې اډو د ګټې او تاوان پرتله به افغانان کوي . اوس که نور رغیږي او یا مري دا پریکړه په دوی پورې اړه نلري او دا د افغانانو حق دی .
د پيچلو لغتونو څرګندونه :
( ۱ ) کنډو : د تون ( مکان ) روستاړی :
د غرونو ، غونډیو ، کلا او کور د دیوالونو تر منځ ټيټ او لاندې وتې ( لاندېوتې ) ځای ته کنډو وايي.
کنډو د انتظار په موخه هم کاریږي ( بر کنډو ته ګوره *** په انتظار ولاړه یمه ، کلیوالي سندره) ، د درو او منظرو د لېدنې لپاره هم کاریږي . کنډو کله کله د لمر ، سپوږمۍ او ستورو د راختو او لویدو ځای هم وي چې شاعران همدغه مفهوم کله کله په شعرونو کې د تشبیه او استعارې لپاره کاروي ( ژیړی پیزوان دې پر کنډو ختلی لمر دی *** چا ویل چې ما زیګر دی )
د څارنې او پهرې لپاره هم ترې کار اخیستل کیږي . کنډو پر دوښمن باندې د برید او ډزو لپاره هم ښه ځای ګڼل کیږي . کله کله میینان او عاشقان هم د خپلې میینې او معشوقې د لېدن لپاره په پټه ، په تورږمۍ او چوپتیا کې د کور او یا کلا پر کنډو وراوړي . غله او داړه ماران هم د غرونو ، غونډیو ، کور او کلا کنډوونه د غلا او داړې لپاره کاروي .
خو له دې ټولو سربېره کنډو موږ نن په نور پراخ مفهوم سره هم کارولای شو :
ستراتیژیک عمق ( Strategic depth ) ته چې نن سبا په سیاست او پوځي چارو کې پراخ کارېدن لري ، په پښتو کې موږ د ستراتېژیک کنډو څخه بل ښه ترکیب نه شو پيداکولای . ددې اصطلاح کارونه هغه مهال زیاته شوه ، کله چې پنجاب د هند د لښکرو په وړاندې د خپل خراب جغرافیوي موقعیت څخه ډاډه نه دي او غواړي د هند د احتمالي برید په مهال افغانستان خاورې څخه د ځان په ګټه د هند پر وړاندې پوځي ګټه پورته کړي . پنجاب به له افغانستانه د یوه کنډو پتوګه د هند لښکرې څارې او له همدې کنډو څخه به پرې برید کوي . همدارنګه پنجاب غواړي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا سره پراخه سوداګریځه راشه درشه ولري او له دې لارې افغانستان د یوه کنډو پتوګه وکاروي . بلخوا افغانستان نن د لویديځ لپاره په سهیلي اسیا کې د یو ستراتېژیک کنډو دریځ خپل کړی. لویديځ به افغانستان څخه منځنۍ اسیا ، چین ، هند ، ایران او نور ګاونډ څاري . له دې ځایه به د اړتیا په مهال لښکرې خوځوي . د سوداګرۍ تړونونه او معاملې به مخې ته بیايي او د افغانستان له خاورې به ټولې هغه دندې چې پخوا له یوه عادي کنډو څخه ترسره کېدلې اوس به په نوي او پراخ مفهوم سره پوځي ، سیاسي او سوداګریځې دندې تر سره کیږي.
همدارنګه لکه چې پورته ورته اشاره وشوه کنډو د تون ( مکان ) روستاړی دی او له دې روستاړې سره موږ نور تړښتي ترکیبونه هم لرو لکه :
تیري کنډو ( په خوست کې د یوځای نوم دی )
څټو کنډو ( پکتیا کې د یوځای نوم دی )
باړه کنډو ( د مومندو په سرکنډ کې د یو ځای نوم دی ) او نور
ستراتیژیک کنډو ( ستراتیژیک عمق )
اخځونه :
ــ دعوت بریښناپاڼه
د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ ۵ مه
سرلوڅ مرادزی