دکابل واکدارانو سترګی پټی مړۍ غوټی مګردملی پاڅون له ویری هضم ورته ګران شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
م. بیاباني
( دوهمه برخه )
په ۲۴ دسنبلی ۱۳۷۱ هجری کال څو ښځی چه د کریم خلیلی او محقق چه د (قصابانو) په نوم سره دکابل اومزار شریف ښارونو کی شهرت لری له زندان څخه راتښتیدلی وی دکابل په باغ بالاکی دونولاندی ویل چه موږ دحزب وحدت له زندان څخه راتښتیدلی
یوجامی یی هم ډیری په بد حال وی ویل چه په سلها وو نوری ښځی دهغوی په زندان کی دی چه اکثره یی ځوانی او بارداره شویدی  په ډیر بد حالت کی دی   .
دنوموړی ډلی یو مشر یی اوس دکرزی دوهم مرستیال دۍ ا وبل قصاب محقق یی په ولسی جرګه کی دۍ چه په تیره دوره کی هم په ولسی جرګه کی دکومی څانګی مشروه کومه ورځ چا په پښتو ژبه اخبار ورکړۍ وه نوراخبار یی بیرته ورکړۍ وه ورته یی ویلی وه    که بره بری مه یک اخبارفارسی بیر مه پشتو نه موفا مم         دا ښاغلۍ له خپلو تیروکړنو  عبرت ندۍ اخیستۍ  په ولسی جرګه کی یی ډلی ټپلی جوړی کړیدی هغه اسنادیی موجوددی چه په خپله ا مضا اومهر سره یی دوژلو امرونه صادرکړی په راتلونکی کی به  په ډ اګه شی .
کریم خلیلی  دکرزی دوهم مرستیال دۍ اود  سی  ای  ای  یعنی دامریکی استخباراتی اداری ته کارکوی هغه  کس ته چه  پخواخلیلی کارکاوه اوس یی کتاب لیکلۍ دۍ (ګری شرون) نومیږ ی نوموړی په خپل کتاب کی ډیر مسا یل په ډاګه کړی چه یو یی د احمدشاه مسعود او بل هم کریم خلیلی څخه پرده پورته کړیدۍ . پرون او نن ورځ خلیلی دامریکی جاسوس او له ټولو جنایاتو څخه ځان دسپین چرګ په شان پاک ګڼی يعنی  ( کور خود بینای مردم دۍ ) بله یی هم اغلی سیما ثمرچه پرون دخلیلی اومحقق ښۍ مټه او دبشر دحقوقو تر پښو لاندی کونکی مګر نن دخلیلی او محقق له برکته دبشر دحقوقو مدافع شویدۍ اما هغه دتیر وخت فلمونه یی چه ټولی انترنتی پا ڼی او دکابل اوولا یا تو دکانونه  پری ډک دی او ددوی دجنا یاتوثبوتو نه دی څرنګه کوی .
په اتیایمه لسیزه کی زموږ هیوادد پخوانی شوروی دلوبی ډګر ګرځیدلۍ وه دادۍ اوس له   ۲۰۰۱ کال څخه راپدی خوادغرب په خاصه توګه دامریکی دلوبی ډګر ګرځیدلۍ دۍ چه زموږ خپلواکی په بلواکی بدله شویدۍ او په کابل کی یی داسی یوه اداره رامنځ ته کړیده چه تر دوو غوږو  په جنایاتو  فساد  وژنه  قاچاق  کی ډوب دی لکه چه دامریک پخوانی دفاع وزیر رامسفلډ دامریکی پخوانی خارجه وزیرکولن پاول ته ویلی وه چه هیره دی نشی چه دتروریزم تړاو له مخدره توکیو سره چه سبب دی ناراحتی زموږ ددوستانو (دشمال جګړه ماران له ځانه ناراضه نکړوچه دمخدره موادو سره دمبارزی په خاطرامریکایان د ځان لپاره یوه نوی جګړه پرانیزی   
چه پدی لړ کی  ډبل عبدالله  قانونی  فهیم  عطا  خلیلی او  دوستم (ګلم جم ) په ګوته کړی .
نړۍ  نن ورځ افغانستان دامریکی تراشغال لاندی ګوری مګرافغانستان دمخدره توکیو لوی تولیدونکۍهیواددۍ
چه دامریکی اتحاد علاوه له جنایتکارانو دمخدره موادوله مافیاسره هم دۍ ددی څخه علاوه دافغانستان دتجزیی لپاره یی هم احمد ضیا مسعود ګمارلۍ دۍ .
کرزی ډیر نا وخته دامنیت پخوانۍ مشر امرالله صالح له دندی ګوښه کړنوموړی جاسوسی  په هیواد کی مود وګرځوله هغه ډیر وڅت دبهرنیانو لپاره کار وکړچه عملا یی مډال ترلاسه کړچه اوس له پخوا څخه هم ګړندۍ شویدۍ اوداسی ښکاری چه اوس دسیاست ډګرته ودانګی او پدی ورځوکی داتمر سره یوځای دامریکی ددایمی   فوځی اډی هم غواړی او س لدی څخه څرګندیږی چه دامریکی دفوځی اډوغو ښتونکی اکثره جاسوسان او جنګی جنایتکاران دی .
کرزۍ په هیواد کی دجنا یتکارانوڅخه بغیر څوک نه وینی اونه یی وخت ورسره تیریږی که کار پوهان مسلکی اشخاص دکار میدان ته را شی بیا څرګنده خبره ده چه دکرزی  اوپری راټولی مافی ګټی دخطر سره مخامخ کیږی چه دا کرزۍ او ډله یی نه منی نورځکه خویی د پنجشیر اونور پیژ ندل شوی جنایتکاران پرځان راټول کړیدی چه پایلی یی هم یو په بل پسی وینی او له ارګ څخه یی بهر څوک خبره هم نه منی .
دکابل داداری جنایتکاران جمع په نوم سره مجاهدین چه داکسان په وخت کی هم مجاهدین نه وه غله  قاتلان او جاسوسان  اووطن فروشان وه نن ورځ دکابل ښار کی  (۲۶۰۰ ) بلند منزله جوړکړیدی داکسان له یوه  کلا شنکوف سره کابل ته راغلی وه نن دا بلند منزله له کومه راغلل ددی پو ښتنی ځواب څوک ویلای شی ؟
دکرزی اطرافیانودنوردولتی اوغیر دولتی کارونوتر خوا دبیا ودانولو پروژی هم دوروڼو اونورونږدی خپلوانو په وسیله په خپل واک کی اخیستی دی .  
دکابل اداری دډیری مودی څخه  دوالی  دولایت امنیه قوماندانی دولسوال دولسوالۍ امنیه قوما ندانی اوقضا څوکۍ په داوطلبی سره بی لدی چه تعلیم په نظرګی ونیول شی کسانو ته ورکول کیدی چه  خورد ظابطان موجود والیان دی  اوساتنمنان  جنرالان شوی او اوس قوماندانان دامنیی دی  چه ددی څوکیو سرقلفی هم اوس لوړه شویدۍ دولسوالیو له (۱۵۰) زره ډالرو  ټر(۵۰۰) زره ډالرو اودولایت له (۵۰۰) زره څخه تر یو میلون
پوری رسیدلی دۍ   مګرد مر بوطه چارواکو عاید هم کم ندۍ دمثال په تو ګه دکنړ ولایت دیوی شپی دلرګیو عاید  دوه میلونه دۍ چه دوالی  قوماندان امنیه او دامنیت امر ترمنځ ویشل کیږی .
نیویارک ټایمزلیکی چه امریکه پدی هڅه کی ده چه پاکستان هم دافغانستان په شان بی له قید اوشرطه دامریکی تابع وی اود پاکستان دولس دارمانونوپرواونلری خپلی دروازی دافغانستان له لوری جګړو ته پرانستلی وساتی که داسی ونشی نور دسیاسی  اقتصادی فشارو څخه علاوه اوردو به یی ضعیفه کړی چه په اسانی سره با لکان ورڅخه جوړکړی .
دپاکستان ریس جمهور اصف علی زرداری که په نړۍ واله کچه د(۱۰٪)په نوم شهرت لری اویا یی وزیر داخله رحمان ملک سوره اخلاص( قل هوالله احد) تلاوت نشس کولۍ مګر په تیرودری لسیزوکی یی افغانستان دجګړی ډګرګرځولۍ دۍ بلکه عایداتی منبع یی هم دۍ چه په میلیاردو ډالرپه کال کی دامریکی څخه ترلاسه کوی مګر خپل استقلال اوملی ګټوته وفاداردی اما دافغانستان اوسنیوواکدارانو ته تر اسلامی ارزښتونوملی ګټوملی وحدت اواستقلال  څخه شخصی ګټی ارزش لری چه دایی په عمل کی ملت ته امتحان ور کړیدۍ.
دامریکایانوپه افغانستن کی وینی وبهیدی پیسی یی ولګیدی اقتصاد یی ګوډ اومات وه نورهم د ویجاړیدو په لور  روان دۍ د فعلا لپاره کومی لاس ته راوړنی نلری لکه په پښتوکی متل دۍ(چه هم بوره اوهم بدنامه)
چه ددی عمده عامل دجنګی مجرمینو او مافیایی کړیوقدرت ته رسول اودافغان کارپوهانواومسلکی کسانو مشورو ته بی پروایی  ښودل وه او اور یی بل کړ چه ددی اور لګیدو پړه هم نن پر افغانانو اچوی  .
دامریکی د څارګری ادا ری (C I A ) کارکونکی په نوم د  ( ګری شرون) چه (۳۵)کاله یی دافغانستان سره سروکاردرلوده پدی وختو کی دافغانستان په هکله کتاب لیکلۍ دۍ چه دډیرو مسایلوڅخه یی پرده پورته کړیدۍ خپل ایجنټان یی ښودلی دی اوپه وروستی ځل یی د سپتامبرله (۱۱) څخه وروسته دافغانستان دپنجشیرولسوالۍ   ته دیوه (۷)کسیزپلاوی په ګډون سفرکړۍ وه چه له (۲۶)دسپتامبر څخه تر(۴) دنوامبره (۲۰۰۱)کال کی یعنی
(۴۰)ورځی افغانستان کی پاته شویدۍ چه پدی وخت کی یی دشمال په ځانګړی توګه د پنجشیر قوماندانانو ته چه له پخوایی ورسره اړیکی درلودی پنځه (۵)میلونه ډالر ورکړیدی چه په دی پیسوکی د  فهیم  عبدالله قانونی   عارف  اوعطا  نومونه ښودلی دی مګر ځینی نوری سرچینی داسی وایی چه یادشویو کسانو ډبل رول لوبا وه
یعنی چه اصلی جلب دماسکو په لاس کی و لکه دپخوانی شوروی مشر  ګوربا چوف  په  پنځلسم د فبروری (۲۰۱۰) میلادی کال له  بی بی سی  راډیو سره په یوه مرکه کی ویلی وه چه  احمدشاه مسعودزموږ  کس وه اوزموږ لپاره یی کار کاوه اودسالنګ لا ره یی زموږپرمخ پرانستلی ساتله . زما په نظردا ترټولو معتبر او دباور وړ سند دۍ  چه ګور با چوف موجوده وخت په جرمنی کی استوګنه لری .
دکابل داداری په هکله  امریکایی منابع وایی چه د(۹۰۰) کسانو په شا وخوا کی افغان لوړ پوړو چارواکو ته موږ معاش ورکو.
ایرانیان هم وایی چه دکابل اداری وزیرانوته ځینی معینانو اودولسی جرګی یوشمیر وکیلانو ته موږ معاش ورکووچه پدی اړه دکرزی ددفتر مشر ښاغلی داود زی دایران په اړه ورته څرګندونی کړی وی .   

په درنښت

نور بیا