م . بیابانی
( لمړۍ برخه)
افغانستان دټولو افغانانو ګډکوردۍ په همدی ډول یودبل په غم اوښادی کی ځانونه شریک ګڼی دا یوحقیقت دۍ
زموږهیوادوال له بی امنی فساد اوبیروزګاری څخه سرټکوی نه بلکه تر پوزی رسیدلی دی داسی یو ناورین په هیواد کی روان دۍ چه له اوریدو او لیدو یی هر انسان حیرانیږی
دزړه ټوټی دیوی ګو لی ډوډۍ دپیداکولو لپاره پلوری اویا هغه دسترګو لیدلۍ حالت چه یو هیوادوال څپل دری اولادونه دلوږی له امله ښارته راولی اوپه لوړاواز سره وایی چه زه نور هیڅ نلرمه چه خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ پری واخلمه په خواکی یی زوی ولاړدۍ او ژاړی پلار ی تر پښی ټینګ نیولۍ ورته وایی چه ما له ځانه مه لری کوه .
درنو هیواد والو تاسی چه دا مطلب و لوست څه ډول احساس در سره پیداشو ایا دیوه هیواد چار واکی دملت په وړاندی تردی اندازی هم دغفلت په خوب بیده وی اود خپلو ګټو په فکر کی ډوب وی چه ملت دلوږی څخه اولادونه په بازار کی پلوری مګر دوی خبرندی اوکه خبردی دستنونزودحل لپاره یی هیڅ نه کوی .
دوی یوازی اویوازی ددو مخولپاره هرڅه کوی لمړۍ دبهرنیانو د را ضی سا تلو لپاره هرډول چوپړته تیاری ښودل دوهم دخورجینو ډکول او خپلو شومو مخوته ځانونه رسول .
لکه دامریکی ولسمشر اوباما ویلی وه چه افغانستان کی ځینی کسان شته هغوی غواړی چه افغانستان دهمیشه لپاره دامریکی تر سر پرستی لاندی وی .
چه دذکر شویو څرګندونو په هکله دافغانستان دوخت ولسی جرګی وکیلانو او ځینی نورو ادارو مشرانوڅرګند ونی کړی وی چه افغانستان کی داډول کسان نشته اوداملی خیانت دۍ دافغانستان د استقلال په ضرردۍ هیڅ ډله او اشخاص ددی ډول غوښتنو واک نلری مګر نن ورځ یی په ستر ګو وینی او غوږو یی اوری اوس هغه ښاغلی چیری دی .
۲۰۱۰ میلادی کال تیرشو اوهجری کال هم په ختمیدو دۍ مګرد هیوادکی ناخوالی ورځ تربلی په زیاتیدوشوی
جګړودهیواد شمال هم تر خپل سیوری لاندی راوستلو دبهرنیو اشغالګرو ځواکونو مرګ ژوبله هم لوړی کچی ته رسیدلی وه دملکی وګړومړینه (۳۰٪)دتیرو کلونو په پرتله زیاته شویوه چه ملت له ړندو بمباریو ځانمرګیو بریدونو په خپل سر دکورونو تلاشی دشپی اوورځی لخوا بی روزګاری څخه په تنګ شویدی په وعدواو غوړوخبرو نور ملت نه غولیږی ډیری وعدی اوخبری یی واوریدلی چه دهیڅ درد دوا نشوی دکمیسیو نونو
جوړول دهیتونولیږلو اوپای یی د بخښنی په غوښتلو سره ختمول نور دملت لپاره دمنلو وړ ندی ملت یومثبت بدلون دافغانانو حکومت پرافغانانو غواړی نه دبهرنیانو تپل شوی بل واکه حکومت .
په تیر میلادی کال کی هرافغان (۱۸۳) ډالره درشوت په نوم نه بلکه دچای دپیسو په نوم سره یی دولتی چارواکو ته ورکړیدی .
فضل احمد معنوی دتیروانتخاباتو دکمیسیو ن مشر چه په انتخاباتو کی یی پیسی وګټلی او دنظار جمعیت وحدت ګمارلی یی ولسی جرګی ته کامیاب کړل ځان یی داسی رسوا کړ چه نن ورځ دهیواد وګړی هر چیری دمثالپه توګه نوموړۍ یادوی لکه په پښتو کی متل دۍ (چه ګنجۍ می لیدلۍ وه مګر نه دسر ماغزه وتلی )
دولسی جرګی وکیلان نن ورځ پدی ټینګارکوی چه اختصاصی محکمه دی لغوه شی پوښتنه دلته دۍ چه وکیلان دپلټنوڅخه ولی په ویره کی دی که دملت په رایه ولسی جرګی ته کامیاب شوی وی څوک دوی له ولسی جرګی څخه ایستلۍ نشی اوکه په پیسو یی رانیولی وی بیاد ی خپلی پیسی چه چاته یی ورکړی وی وغواړی وروسته دوی پوه شه دڅارنوالی اومحکمی ځواب .
دولسی جرګی په تیرو انتخاباتوکی داسی ژبنی منطقوی اوګوندی مسایل تر سترګو کیږی چه دهیواد دننه او
بهرکی د افغانانود حیرانتیا سبب شوه او زموږ دهیواد لیکوالان یی ددرغلیو په اصلاحی انتقا دونوستړی شول دمثال په توګه دغزنی ولایت اوسیدونکی چه ( ۸۰ ٪ ) پښتانه دی مګر یونما ینده هم په ولسی جرګه کی نلری یوتن په نوم دبهزادسره د بی بی سی راډیوسره په خبروکی وویل چه مهمه ندۍ څوک چه ولسی جرګه کی
دی هعه د ټولولو نمایندګی کوی دنوموړی له څرګندونو څخه داسی ښکاریده چه په تعصب کښی له بحران الد ین ربانی او قانونی څخه کم نه بلکه زیات وه اوداسی معلومیږی چه قانونی داکس دپهلوانۍ لپاره ولسی جرګی ته را وستلۍوی نور کله چه داکسان دغزنی دټولو او سیدونکو نمایند ګی کوی او محقق په ولسی جرګه کی هم ځان څخه بدماش جوړکړیدۍ اوداغلی نیازی سره یی لفظی شخړه راغله هغی محقق ته دهغه تیری کړنی ورپه ګوته کړی وی نور بیا ضرورت دلته څه وه چه دهزاره قوم ټولو وکیلانو دولسی جرګی تالار پریښود په لمړی سر کی اغلی نیازی محقق ته شخصی جرمونه ورپه ګوته کړی وه هزاره قوم ته یی هیڅ ندی ویلی دوهم دوی دغزنی ولایت نما یندګی کوله نه دهزاره قوم اونه دمحقق باډی ګاردان وه لدی څخه څرګند ه شوه چه دوی دهزاره قوم نمایند ګان دی نه دغزنی داوسیدو نکو استازی .
که قانونی دولسی جرګی ریا ست ته بریالۍ نشو ماتی یی وخوړه نور دشطرنج لوبی خو به کوی .
دکرزی اداری په تیرو لسوکلونو کی دملت لپاره کوم بنیادی کارونه ندی کړی چه دملت په ژوند کی کوم بدلون تر سترګوشی افغانستان دطبعی انرژی لپاره ښی منابع لری لکه لمر اوبه اوبادونه دکنړ پررود باندی تراوسه بند ونه تړل شو چه له یوی خوا برق اودبلی خوا یی له اوبوڅخه دسیمی ځمکی خړوبی شی چه داکار بهرنیان اوکرزۍدواړه دپاکستان د ګټو اوپښتنی سیمو دودی مخنیوی په خاطر بند نه تړی ګرچه پدی پرخه کی دهند هیوادخپله تیاری ښودلی وه مګر په پلچر خی کی ډیزلی جنراټر فعالوی چه عاید یی له مصرف څخه کم دۍ .
یوه سویسی پوهاند په نوم د البرت شتاهل دسویس دستراتیژ مرکذ مشر ویلی وه چه افغانستان په نړۍ کی دغریبو هیوادو څخه دۍ مګر د طبعی زیرموله اړخه بډایه هیواد دۍ چه دا معدنونه په ختیځ او جنوب ختیځ کی پراته دی چه هلته امریکایانو مهمی فوځی اډی دطالبانود مقاومت دځپلو په نوم سره جوړی کړیدی .
دکنړپه غازی اباد کی (۶۵)تنه چه (۴۰) یی ماشومان دامریکایی قاتلا نو پواسطه شهید ان چه کرزی دهیت په لیږلو اودامریکایی جنرا ل په بخښنه سره یی موضوع ختمه کړه کرزۍ صاحب دا ستا دحل لیاره وه سردی په ګریوان کی کړه خپله هم ماشوم زوی لری که دکنړ داوسیدونکو پر ځای وای څه به دی کول دا لس کاله دا بخښنی خلاصی نه شوی .
اوس یوه پوښتنه پیداکیږی چه په تیرو لسو کالو کی ولسی جرګی او مشرانو جرګی موجود ی وی هغوی تر اوسه پوری ددوی په اصطلاح میلمنو قواوو ته کوم قانون جوړ کړ دهغوی دندی یی مشخصی کړی او که میلمنو ته یی هره ورځ دکوربه د وژلو حق ورکړۍ .
پدی ورځوکی بحران الدین ربانی دافغانستان له علماوسره په لیدنه کی له هغوی څخه وغوښتل پری نږدۍ چه فیس بوکیان مورهبران شی .
نور زه ښا غلی ته دا وایمه چه دملی پاڅون خوب خودی لیدلۍ دۍ انشاالله داخوب به دی الله پاک ژر رښتیا کړی بله داچه فیس بوک والو خو تاسی د تاجکستان له کولاب څخه د بی( ۵۲) الوتکو په واسطه کابل ته راورسولۍ اوس خو به مو خور جینی ډکی شویوی نن د هغوی سره ولی نمک حرامی کوی په کوم نوم نه وه چه تا ددی ملت پرسر تجارت ونکړ د روسی ایران اسرایلو هند امریکی اواوس دی دترکی لاره دزوی پواسطه چه هلته سفیردۍ شروع کړی .
دافغانستان دجګړی خساره دپخوانی شوروی دتیری په وخت کی نړیوال بانک ( ۴۵ ) بیلیونه ډالره ښودلی دۍ اوملل متحد دپخوانی شوروی دجګړی خساره زموږ هیواد کی (۲۴۰ ) میلیارده ډالره تخمین کړیدۍ چه ددی خساری په هکله بحران الدین ربانی دخپلی دوهمی سقاوی په دوران کی دننۍ روسی سره دتړلو دروازو تر شا معا مله کړیدۍ .
دا معاملی د شخصی شومو هدفونو په خا طر تر سره شویدی افغانانو ته داعتبار وړ ندی ځکه چه له شاه شجاع ببرک کشمیری نیولی او تر نن ورځی پور ی دوام لری .
په درنښت