دمؤمنانوجګړه دګروهی ده سیاسی جګړه نده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
طارق احمد
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله معز الإسلام بنصره، ومذ ل الشرك والکفربقهره ، ومصرف الأمور بأمره ، ومستدرج الكافرين بمكره ، الذي قدر الأيام دولا بعدله ، والصلاة والسلام على من أعلى الله منار الإسلام بسيفه، وبعد:

قال الله تبارک وتعالی: (ومانقموامنهم اِلا اّن یؤمنوابالله العزیزالحمید) البروج ایة ۸
(اوله هغوی نه یی په بل څه غچ اوکسات نه وه اخشتی مګرپه دی چی په سترالله جل جلاله یی ایمان راوړی وه).
دمؤمنانواودهغوی دمقابل لوری جګړه همیشه دګروهی اوفکری جګړه وی، ځکه کفراوطاغوت دانشی زغملی چی دالله په ځمکه د دیوالله بندګی وی بنده ددبنده له بندګی نه آزادوی اوپرنړی ددهماغه زات دقدرت اوعظمت سکه وچلیزی همداوجه ده چی په طول دتاریخ کی کفارواومشرکینونه ددی آوازمخالفت کړی چی (ان نخرج العباد من عبادة العباد إلى عبادة رب العباد...) بلکه په مقابل کی یی ودریدلی اوجګړه یی ورسره کړی ځکه چی په دی سره خودوخت دطاغوتی حاکم ماڼی رانسکوریږی اوپه مقابل کی یی عدل حاکمیږی چی بیا به غریب اومالدار، حاکم اومحکوم ټول په يوصف کی اودریږی اومساوی حقوق به لری کوم چی دوی
ته دزغم وړنده همداوجه ده چی معاصره کفری نړی کوشش کوی چی دمؤمنانوجګړی ته سیاسی، اقتصادی اویاهم قومی جامه ورواغوندی ترڅووکولی شی مؤمنان ددی سایکلوجیکی وسلی نه بی برخی کړی چی ددوی دبری اوسوبی اصلی رازپکی پټ دی، چی هغه دمعنوی یا روحانی لوړتیا اوآزادی په شکل لکه داصحاب الاخدودقصه کی اویاهم مادی سوبه اوبری ده دکوم په واسطه چی مسلمان کولای شی په ګرده نړی یواځی اویواځی دیوالله جل جلاله دقانون سکه وچلوی، نو ځکه کله چی په ۲۰۰۱ م کال کی امریکا پر افغانستان یرغل وکړ اوجورج بش داجګړه صلیبی جګړه اعلان کړه خودیرژرپرخپله اشتباه پوه شواوددی خبری دپتولوکوش�
� یی کاوه مختلف تأویلات یی جوړول شروع کړه چی دادترریزم په مقابل کی جګړه ده او.... همدارنګ که دعربی ممالکو اوسنی تحولاتواودخپلوطاغوطی اوغلاموحکاموپه مقابل کی ملی پاڅونونوته وکتل شی نودابه درڅرګنده شی چی ټوله غربی میډیا کوشش کوی چی دپاڅونونواصلی لامل اقتصادی مشکلات اودځوانانوبی روزګاری وښیی اوحقیقت داده چی هغه ځوانان دخپلوغلامو حکامونه تنګ شوی او غواړی چی صالح، خودمختاره اودالله نه ویریدونکی مشران ولری اوپه یو اسلامی فضاکی ژوندوکړی کوم چی دغربی نړی لپاره دخطرزنګ ده ځکه په دی سره به په منځنی ختیځ باندی ددوی سلطه کومه چی په کلونوکی دوی قایمه �
�ړی وه له منځه ولاړه شی اودکلونوخواری به یی په اوبولاهوشی،
همداوجه ده چی امریکا بیا لستوڼی رابډوهلی ترڅولیبیا باندی حمله وکړی همداوجه ده چی وړمه ورځ یی خپلی جنګی بیړی دلیبیا ساحلی سیموته رانژدی کړی اوغواړی چی دعربی ممالکومری ته یوه بله حلقه ورواچوی،عربی ممالک نورهم ترخپل تأثیرلاندی راولی اوپه ساحه کی داسلام نفوزلمنځه یوسی اوددموکراسی په کرغیړنه تحفه یی ونازوی، اوهمدارنګه دعربی ممالکوپه طبعی زیرمو خیټه واچوی، اولیبیا یوددغه ممالکونه ده چی په وافرمقدارسره تیل لری کوم چی تقریب دورځی یواعشاریه اته (۱.۸) میلیونه بیرله تیل تولیدوی که په راتلونکی کی نوری زیرمی ونه مومی هم دامقدارتولید ترراتلونکو شپیت
وکلونوکوی شی،
نوځکه ددی عاجزبنده توصیه داسلامی امت ځوانانوته عمومأ اودعربی ممالکواولیبیایی ځوانانوته خصوصأ داده چی ددښمن دچل اونیرنګ نه باخبره اوسی، خپل دریځ ښکاره اوقاطع ولری اوداسلام ددښمنانوپه مقابل کی دتنزل اوجوړجاړی نه ځان وساتی ځکه دوی هیڅ کله دمؤمنانوخیراوښیګڼه نه غواړی، همیشه لمړی مؤاخذ چی قرآن ده دخپلی لاری مشال وګرځوی اوتمسک پری وکړی او دیو هوشیارماڼوپه څیردانسانیت دآرمانونوبیړی دجاهلیت له دی بی سر اوپا سمندرنه په ډیرهنر اومهارت سره دنجات اوکامیابی ساحل ته ورسوی.

داسلامی امت دپخوانی برم دبیا احیا په هیله