په افغانستان کی دګاونډیانود یرغل ترپلمی دامریکی دنظامی اډی جوړونه اودجنرال پتریوس دمدالونو زیاتیدل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)                                      
په دی ورځو کی د کابل د رژیم  سرد مداران  له  ډیر خوشحالی  څخه له دی وجهی نه چی دهغوی غټ بادار په  افغانستان کی  دهغو  دواک دلا ټینګید و په خاطر  نظامی    اډی جوړوی  پخپلو  کالیو کی سره نه ځایږی

اود هغو افغانی  مرتجعو  روشنفکرانو د لته  اوهلته   دامریکی د نظامی اډی داهمیت اودهغه د ګټی پراړین چی ګنی  زمونږ د خاوری  دساتلو  او دګاونډیانو دیرغل دمخنیوی په منظور یواقدام دی په رنګینو  غولو نکو الفاظوسره  زمونږ بیچاره  خلک  اغوا کوی ،  اوبه خړوی اوکبان نیسی .  
-------------------------------                 

جنرال پتریوس دامریکی پنځه ستاریی جنرال  

دلته یو سوال را پیداکیږی چی دا نا  رابللی  میلمه  چا  رابللی؟  او دا د کابل واکداران چا په قدرت کیښینولی؟  اودوی ته  چا واک  اواختیار  ورکړی چی دامریکایی لوړ پوړو چارواکو سره دامریکی دنظامی داډی په جوړولو باندی خبری اتری وکړی ؟
-------------  
جنرال عبدارحیم وردک دافغانستان ددفاع وزیر اوجنرال  بسم الله  دافغانستان  دداخلی چارو وزیر دامریکی ددفاع اودهغه دنوروملګری غړو سره په افغانستان کی دامریکی دنظامی اډی د جوړولو په اړه سره په واشنګټن کی خبری اتری .
ګرانو لوستونکو !                                                                         

  ښه می را په یادیږی چی یو وخت وړوکی هلک اوم اوپه ښونځی کی لا نه اوم داخل شوی ، چی زمونږ په  کلی کی  آوازی پورته شو  چی  افغانستان  له پاکستان سره جنګ کوی ،  نو په  دی وجهه  زمونږ په کلی کی هم د سړک پر غاړه په یو پراخ شګلن میدان کی زمونږ د کلی خلک اوزمونږ دکلی ځوانانو او بیا په ځانګړی ډول هغو ځوانانو چی په تیرو کلونو کی دسرلوړی افغانستان تر بیرق لاندی عسکری خدمت تر سره کړی وه را  غونډ شو  او په  چکچکو اود لاسونو په  پړکول  سره خپل  چمتوالی  په پوره  ایمانداری  اووطنپرستی سره ښکاره کول چی دهغو له دغه شورو شوق څخه تردی چی ځما هم له خوشحالی څخه پر مخ اوښکی  راتلل ،  اودا  ځکه  چی د رادیو  دخپرونی له لاری مونږ د پاکستان د دښمنی  نه ډ که تبلیغات  د  افغانستان  پر ضد هره ورځ اوریدل ، اوهمدغه پاکستان وه چی کله ناکله دتورخم لاری بندول اود افغانستان پرتجارتی مالونو  باندی  بندیز لګول  اوزمونږ د وطن  سره ښکاره د ښمنی کول . نو په همدی بنیاد وه چی سردارمحمد داود خان د افغانستان د وخت صدراعظم د سفر بری امر ورکړ اود افغانستان  خلکو خپل  چمتوالی وښود چی تاسی ټول ته به معلوم وی یا مو له خپلو پلرونو څخه دهغه سفربری قصی اوریدلی وی ،  چی پاکستانیانو د داودخان له ډاره ښکته او پورته تښتیدل او یو بل ته ویل چی لیونی سردار داود زمونږ پر دولتی واکدارانو  باندی  په غصه  شوی  او پر پاکستان باندی د یرغل  نیت  لری ،  نوراځی   چی  ځانونه   چیری  خوندی کړو  .او زمونږ د افغانانوله شهامت اوزړه ورتیا څخه پنجابیانو یوه شپه هم په ارامه نه ویدیدل ، هغه لا څه چی ایرانیانو زمونږ د باغیرت خلکو  له ډاره  زمونږ  په داخلی چارو کی لاس نه وهل  او یو څه نیم ایرانی پلو خلکو  به خپل جاسوسی په پټه کول اوددی توان نه درلود چی خپل فعالیتونه په ښکاره بڼه لکه  چی  نن تر سره کوی تر سره کړی ، ایرانی اخوندانو دخپل سر سپارلی لاس  پوڅو په مټ سره اوس زمونږ په هیواد کی فرهنګی  تاسیسات جوړوی ،  رادیویی  او تلویزیونی خپرونه لری ، زمونږ لوړ پوړی چارواکو اوحتی زمونږ ولسمشر ته مستعمری معاشونه ورکوی ، او زمونږ د فرهنګ اود دودونو د بربادی د پاره سره  ملا تړلی  دی ، اودا  ځکه چی زمونږ وطن صاحب او څیښتن نه لری ، هغه ډلی چی د پنجابیانو  په در وازه کی د نوکری د ندی تر سره کول  اوس د افغانستان واکداران دی ، یعنی هغه ډلی او ټپلی دی چی د مقاومت په وخت کی د بیچارو افغانانو ډوډی خوړل او  کله  چی واک  تر لاسه کړ ،  کابل  یی  په کنډوالو بدل کړل اود همغه خلکو چی ورته ډوډی ورکول دهغو شتمنی يی لوټ کړل او میلونونو ډالر په خارجی بانوکونو کی وسپمول .                              

ګرانو لوستونکو :
دغه غمیزه زمونږ پرخلکوباندی چا راوستل ؟  او چا د روسا نو دیرغل زمینه مساعده کړ ؟ ښاغلی مرحوم سردارمحمد داود  خو بی له  خونریزی  د سلطنت ټغر ټول کړ ، او حتی تر دی چی روسی پلو عناصرو ته هم موقع ورنکړ، چی خپل پالیسی پرداود خان   باندی  وتپی ،  د سوال ځای  دا دی  چی  که  چیری امریکایان اوپه تیره بیا  د  درژنسکی   یعنی  د  کارتر  د  سیاسی  مشاور هلی ځلی نه وایی ،  نو یو  څو ډانګی ، او سوړسوک  خواره  ډلو ټپلو   دلاسه  څه کیدل چی قدرت ترلاسه کړی او افغانستان کندی ته ور وغورځوی ؟ ایا همدغه امریکایان اودهغو د جرم  شریک  ملګری انګلیسا ن دافغانستان د خلکو  پلرنی دښمن نه وه ، چی تښتید لی په اصطلاح  سره مجاهدان  په غیږ کی و نیول  او دهغو سره مادی اونظامی کمکونه وکړل چی لاړ شی خپل وطن خراب کړی ، کابل ته اورواچوی اوزر تزره سرمایه اوپانګی ترلاسه کړی چی همدا مووخت دی .  آیا همدغه امریکی نه وه چی عظمی بن لادن اود هغه تر مشری  لاندی دنړی تروریستان ، بدماشان ، بی هویت ،  په جیلونو کی   عمری بندیان  اود انسانی کرامت ضد ډلی ټپلی دافغانستان د بربادی دپاره  ونه لیږل ؟  چی   پر افغانانو باندی د راکټو ګذارونه وکړی ؟ ایا همدغه امریکی نه وه چی پاکستان ته په میلو نو ډالر ورکړ چی مجاهد ینو ته د نظامی تعلیماتو  تریننګ  کمپونه جوړ کړی ؟ ایا همدغه امریکی نه دی چی اوس د جنرال   پتریوس تر مشری لاندی  دافغانستان په هر ګوټ   او هر ه  منطقه کی د  شپی له خوا  د بی ګناه افغانانو پرکورونه یرغل وړی ، دخلکو پرعزت او کرامت  باندی  تجاوز کوی او خلک دخپلو سپیانو په واسطه سره داړی اوزه دلته ددی خبری دثبوت د پاره دڅو افغا نانودخولی خبری کوم چی امریکایانو پر هغو باند  په  نیمه  شپه کی تیری کړی د جرمن انلاین له سایت څخه بی له  کوم  تصر ف  نقلوم  او هغه داچی :
دامریکایی پوځیانو د شپی د چاپو په باب درویټرزدخبریال راپور. دفبروری دمیاشتی (۲۵) کال (۲۰۱۱) .
درویترز خبری آژانس دراپور له مخی  دوسله والو مخالفو دوژلو یا نیولو لپاره دناټو اوافغان ځواکونو  له لوری  دشپی په مخه حملی یل چاپی په افغانستان کی یوه تر ټولو لانجمنه ستراتیژی ګڼل کیږی .
په ننګرهارولایت  کی دیارلس کلن حمید الله رویترز خبری آژانس ته وویل ،  دشپی په مخه ددوی پرکور چاپه ووهل شوه ، یوه سپی پری حمله وکړه اوژوبل یی کړ . حمیدالله پایڅه پورته کړ  اوهغه ځای یی درویترزخبریال ته ورښکاره کړ ه چی سپو داړلی وو.
دحمیدالله په وینا دی دوه نیم کاله پخوا چی یولس کلن وو ، نیمه شپه له خواږه خوبه راویښ کړای شو اوکله چی ور پرانیست  دامریکایانو سپی پری حمله وکړه ،  دده په وینا  امریکایی پوځیان مخکی تر دی چی لاړ شی دده دپښی ټپ یی وتاړه .
حمید الله وایی ، دکور کړکی یی  لاهم ماتی دی ، ځکه چی امریکایانو په چادونکو موادو ددوی دکور دروازه والوځوله . ویل کیږی په همغه شپه  څلور نور ماشومان اویو ښځه هم  په دی کورکی موجود وو ولی نورو ته زیان ونه رسید . په دی شپه اووه تنه ونیول شول، چی شپږ یی  شپږ ورځی وروسته خوشی شول  خو اووم کس یی څلور میاشتی په توقیف کی تیر کړی .            

   احمد نور دننګرهار دشیرزاد له اولسوالی (۲۶) کلن ځوان دی ، دی هم  دناټو ځواکونو د شپی دچاپو ترخه کیسه د رویترز خبریال ته کړی ، دی په روغتون کی له دوو چادری والو ښځو سره ناست وه ،چی د یو پښه  او دبلی لاس  ټپی شوی  او په بنداژ تړلی وو.
داحمد نور په وینا د شپی نهه بجی وی چی  دوی یا دری هلیکوپتری  اویو جیت الوتکه په آسمان کی ښکاره شوی ، ورسره جوخت دامریکایی پوځیانو موټران راغلل او وروسته یی  ددوی کور  ته دوه – دری  راکټونه  وویشتل ،  احمد نور چی ستومانه اوغمجن ښکاریده ، وویل: یوراکټ  له کړکی را تیر شو او په کوټه کی وچاودیده ،  ورسره په خونه کی  دوړی پورته شوی.           مونږ په یوه کورکی یوولس تنه اوسیدو ، زما د میرمن پښه ژوبله شوه ، خو زمونږ په سیمه کی کلینیک نه وه ،مجبوره وو چی تر سهاره انتظار وباسو ،تردی چی دلته روغتون ته راشوو ، وروسته خبر شو چی زمونږ یو بی ګناه  ګاونډی  شهید شوی دی .                                                              

     درویترز دخبریال په وینا  احمد نور  لا ږغیده چی د روغتون د ریس په وینا  له هغه سره مرکه ودرول شوه . دروغتون ریس  دا کار  د والی په امر وکړ .
دروغتون ریس وویل ،هیڅوک نه دی وژل شوی ، ڼه څوک ژوبل شوی ، خیر وخیریت دی  او بمباری هم نه دی شوی ، ایساف  ددی ډول پیښو  اوددشپی دچاپو په باب  دخلکو دڅرګندونو  په باب څه نه وایی.     


نو دپورتنیو یادونو په لړ کی دلته یوه بله ښکاره پوښتنی را پیداکیږی اوهغه دا چی له هغی ورځی نه چی په افغانستان کی د امریکی دنظامی د اډی دجوړونی خبرخپور شوی ، دافغانستان د دښمنانو اود جنرال پتریوس تر مشری لاندی هم دورځی له طرفه اوهم د شپی له خوا بمی ، راکټی ، انتحاری حملی  ډیر شوی اوبیا په ځانګړی ډول سره په ننګرهار کی  د ملی با نک  پیښه  تر هغه   حده بوږنونکی وو  چی حتی دګلبد ین  حکمتیارله  سترګو  څخه  هم  د غمشریکی اوښکی را وڅڅید ل . دا ټول د څه د پاره ، ددی  پوښتنی  ځواب دا دی  چی امریکایان دخپلو سپیانو ، نوکرانو ، جاسوسانو ، روزل  شوی  تروریستانو ، لاس پوڅی اجیرانو په مرستی سره دغسی بد امنی ته لمن وهی چی   افغانان مجبور شی   چی دامریکی د نظامی اډی جوړونو ته زړه ښه کړی ، پیښی یود بل سره ځنځیری اړیکی لری ، هر هغه څوک چی په سیاست باندی یو څه وپوهیږی ، نو دهغه سر په دی موضوع باندی خلاصیږی او زما  سره به همنظر اووسی ،.                                                                        

ګرانو لوستونکو !
زمونږدوطن موجوده وضع اوحالات دامریکی اود انګلیس دګډ جیو ستراتیژیک هغه لاسته راوړنه دی چی دهغوی سیاسیی ماهرانو دغه نقشه له ډیر و مخکینی کلونوڅخه پلان کړی وه چی په دی سیمه کی څرنګه تلپاتی حضور پیدا کړی ، لکه چی اوس هغه مخکی  د مخکی پلان کړل  شوی هدف  تر لاسه کړ ، او د افغانستان پرونی زعما او واکداران هم مستقبل سیاسی پوهه نه  درلودل   چی څرنګه ددی پیښی دمخنیوی د پاره ګټور فعالیتونه تر سره کړی . اوننی دولتی واکداران خو په ښکاره ډول د خپلو ولی نعمتو په چوپړ کی دی ،اوهرهغه څه چی ورته وویل شی هغه تر سره کیږ ی ، او  دا ځکه چی همدا بهرنی نظامی قوتونه دی چی دهغو دواکداری بنسټ یی را ټینګه کړی  دی . د هیواد د ننی  حالاتو په نظرکی نیولو سره یو اساسی پوښتنه راپیدا کیږی چی باید څه وکړو :  ددی سوال ځواب دافغانستان د ټولو خلکو ښځینه او نارینه اوبیا په  ځانګړی ډول دوطنپالو روشنفکرانو ،سپین ږیرو ، پوهانو ، استادانو ،حق بینو علما و ،  سیاست پوهوو ، ژورنالستانو ، او په یوه جمله  د افغانستان   د رنځپولو ټول خلکو پریکړی پوری اړه نیسی چه څه باید وکړی . ترهغه پوری چی دغه بی پت ، شرمید لی ، رشوتخواره ، بی فرهنګ ، دپردیو چوپړ اونوکران په واک کی وی ، نه به داوژنه ورک شی اونه به دا وطن آبا د شی .   
پای