رفيع الله روشن
ښه او مثبت توافقات او اړيکې هغه څه دي چې په يوه چاپېريال کې د ژوند له ټولو ضروري غوښتنو او تقاضاو چې ضرورت ورته پيداکېږي مهم او کليدي رول لري، هغه که د انسانانو ،حيواناتو او ياحشراتوترمنځ هم وي.
کله چې په يوه ټولنه کې خلک وغواړي چې له بلې ټولنې سره خپلې ددوستۍ اړيکې وپالي او راشه درسره ورسره ولري نو هڅه کوي چې خپل تعلقات له هغوى سره صميمي او د ورورۍ په په طرف سوق کړي،کوښښ کوي چې د مقابل لوري په ټولو هغو مواصفاتو ،اعمالواوکړنو او رواجونو چې له دوى سره توپير لري ځان وپوهوي، وروسته له هغې څخه دوى پخپلو منځوکې داسې اړيکې ټينګوي چې آن خبره خېښۍ او کورنيواړيکو ته ولاړه شي، چې په دې کار سره دغه ددوستۍ تار نور هم کلک او مستحکم کېږي.
هېڅ وخت هم اړيکې په خپله نه ټينګېږي ، دوه هېوادونه هم خپلې اړيکې سره په همدې شکل ټينګوي، کله چې يو هېواد و غواړي له بل هېواد سره خپلې اړيکې ونښلوي، نو خپل استازى هغه هېواد ته چې غواړي دوستي ورسره ولري استوي، اوخپلې غوښتنې او وړانديزونه ورته وړاندې کوي، که چېرې دغه وړانديزونه د هغه هېواد لپاره د منلو وړ وو،نو ښه ده اوکه ونه منل شول ، نوبيا دوى هم ورته خپلې غوښتنې او وړانديزونه استوي، چې په دې کار سره ددوه هېوادو دوستي پيل کېږي ، زموږ ګران هېواد افغانستان هم له زياتو هېوادونوسره د تګ راتګ ،صادراتو ،وارداتو،ترانزيتي او نورې دوستانه اړيکې لري ،چې
له دې چملې څخه له ځينو هېوادونوسره زموږ اړيکې دومره نژدې دي ،چې آن يواځې يو ډېرکم واټن چې هېڅ ورته د لري والي خطاب هم نشو کولاى شته دي ،چې له هغې جملې څخه د پاکستان،چين،ايران، تاجکستان ،ازبکستان، ترکمنستان او نور هېوادونو دي، خوپه تاسف سره بايد ووايو چې په دغو همسايه او وروڼو هېوادونو کې يو هم له موږ سره خپلې اړيکې داسې نه پالي لکه څرنګه چې يو همسايه ته پکار دي او ښايي ور سره .
وګورۍ په نژدې ماضي کې د ايران له هېواد سره زموږ ناندرې چې ټوله نړۍ پرې خبره ده واورېدل شوې، ولې چې دغه هېواد خپلې اړيکې له موږ سره سمې نه پالي، زموږ تر دوه زره پورې په تېلو بار ټانكرونه يې په خپله خاوره کې درولي وو، اونه يې پرې ښودل چې خپل هېواد ته داخل شي، حا ل داچې دغه مواد چې په دې ټانکر وکې ول ، پخپله د ايران څخه هم نه واردېږي اوله بل هېواد څخه راځي.
خو ايران په دې پلمه چې له امريکا سره يې اړيکې ترينګلې دي او امريکا په افغانستان کې پوځي شتون لري،اجازه نه ورکوله چې دې هېواد ته دې تېل راشي ، ايران وايي چې ګواکې دا تېل په افغانستان کې امريکايانوته ورکول کېږي ،چې اصلاً داخبره غلطه ده.
ولې ايران امريکا سره خپله دښمني او جګړه پر موږ مخته وړي؟ په همدې شکل نور داچې په دې هېوا کې زرګونه مهاجر افغانان د مرګ له ګواښونو سره مخ دي چې څه موده وړاندې يې زموږ ډېرى بى ګناه مساپر افغانان په خپله خاوره کې داعدام په سزا هم ورسول ، حال داچې هېڅ ګناه يې معلومه نه وه، همدا شان په نږدې تېروخت کې يې بيا ډېرى افغانان په داسې بزدلانه او بې رحمانه ډول سره ووژل او زخميان يې کړل چې هېڅکله د يوه انسان له شان سره نه ښايي تر دې چې وروسته يې د وژل شويو افغانانو په مړو باندې ريشخندونه هم وهل ، خو بايد ووايم چې دا د وژنوا و اعدامولو لړۍ لا تر اوسه په ښکاره او پ�
�ه توګه روانه ده او هره ورځ په دې هېواد کې د افغان وژنې لړۍ دوام لری، نوايا همسايه توب په همدې شکل سره بايد وشي، دې ته همسايه او دوستي وايي اوکه دښمني، که دوستي داسې وي نو بياخو ترېنه دښمني سل برخې ښه ده ولې چې معلومه خو وي چې دښمن مو دى ، او هېڅ ګيله ترې پکار نده ، اوکه داسې لکه دهمدې هېواد پشان په ورورۍ کې داسې څوک وکړي ، نو داخو بيا په هېڅ دين او مذهب کې نشته،حال داچې ايران ته زموږ د هېواد لخوانه دومره ګټه ور روانه ده چې که چېرې يواځې هغه اوبه چې دې هېواد ته زموږ له هېواد نه ورځي ،هغه وتړل شي، نو امکان شته چې دا هېواد به له لوى اقتصادي بحران سره مخا�
�خ شي، همدا اوس د ايران په سل هاو ټنه خوراکي توکي افغانستان ته را روان دي،چې که چېرې دابند کړاى شي نو د ايران چيغې به ډېر ژر واورېدل شي، او دا امکان هم سل په سلو کې وه او يو څه عملي هم شو، چې ايران په دې کار سره زموږ په تېلو بار ټانکروته افغانستان ته د راتلو اجازه ورکړه ، که چېرې له ايران سره داسې کړنه دمخه شوې واى، نو ژر وه چې داکار به ډېر پخوا شوى واى ،او زموږ هېواد وال به له ډېر لوى مشکل سره مخ شوې نه واى ، اوتېلو اونفتو بيې به اسمان ته نه پورته کېدې ، خو څه وکړو هرڅه مو له خپله ځانه راته رسېږي، هېڅکله هم افغانان نه غواړي خپلې ښې اړيکې له بل چاسره په
اسانۍ سره له منځه يوسي او يا يې ورسره خرابې کړي، خو اى کاش چې نورو هم زموږ پشان وړاندې وروسته کتلاى او بيايې په يوه کار اقدام کولى ، نو نه به دومره لوى مشکل سره موږ مخ کېدو اونه به موور سره د خولې خوند خرابېده.
په همدې شکل زموږ بل دوست او ورور هېواد چې موږ پرې تر بل هر هېواد ډېر حساب کوواو پر ې نازېږو پاکستان هم له افغانستان سره د مور او ميرې سلوک پيل کړى دى،له دې هېواد سره هم دا څو مياشتې وړاندې يو ترانزيتي تړون لاسليک شوه هغه داسې چې نو ر به دافغانستان لارۍ کولاى شي چې خپل تجارتي مالونه د کراچۍ او ګوادر څخه په مستقيمه توګه خپل هېواد ته وروسوي ، چې مخکې داکا ر نه کېده پاکستانۍ لارۍ زموږ په هېواد کې تلاى راتلاى شوې خو افغان لاريونشوکړاى چې هغه هېواد کې ګشت او ګذر وکړي، چې ددې تړون سره بايد زموږ لارۍ هم ولاړې او راشي، خو بياهم بايد په ډېر افسوس سره ووايوچې
زموږ د چارواکيواو مسؤولينو خولي ته څوک نه ګوری اونه مو څوک دملا په اذان کليمه وايي، په اول کې خو ددې تړون په لاس ليک کېدو سره ډېرافغان تجاران خوښ شول او دايې وپتېله چې اوس به يې نو مالونه ډېر په اسانۍ او په وخت سره خپل هېواد ته رسېږي ، خو په عمل کې داسې ونه شول ، همدااوس هم د افغان تجارانو له څلور زرو څخه زيات کانتيرونه چې په مختلفو موادو بارد ي افغانستان ته د تلو لپاره سترګې په لاره دي، داهغه مالونه دي چې ديوې مياشتې په تېرېدوسره خپل اصليت له لاسه ورکوي، لکه ميوه جات، لبنيات، ادويه جات او نور چې داهرڅه زموږ تجارانوته يو نه جبرانېدونکى خساره �
�ه، خو تش په خوله وروڼه او همسايه ګان يو، تر اوسه پورې دافغانستان لارۍ خپل مال په مستقيمه توګه ندى انتقال کړى، خو د پاکستان په سلګونو لارۍ همدا اوس هم د تورخم له بندر څخه تېرېږي را تېرېږي، خو داسې څوک نشته چې ددې پوښتنه وکړي چې ولې له موږ سره داسې نادودې روانې دي، دوى هم بايد پاکستانيو نقليه وسايطوته خپلې خاورې ته دداخلېدو اجازت ورنکړي ترڅو دوى ته هم د ايران پشان معلومه شي چې هرڅوک د خپل ځان پوښتنه کولى شي.
په دې وروستيوکې يوځل بيا هغه غونډه بې نتيجې شوه چې په همدې مورد کې جوړه شوې وه،په دې غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه له افغانستان څخه پکې دتجارت وزير انورالحق احدي او داقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال ګډون کړی و ،پاکستاني چارواکي وايي چې دوی د هغومالونو د ضمانت پر سر موافقې ته ونه رسېدل چې د اوبو له لارې د کراچۍ بندر ته راځي او بيا له دې لارې افغانستان ته وړل کېږي، داسې ويل کېده چې ددغه تړون اجرا به د فبرورۍ به دولسمه پيل شي خو يوځل بيا د څلورو مياشتو لپاره وځنډول شوه،افغان چارواکيو خپلو پاکستانيو سيالانوته ويلي چې افغان سوداګر به د خ�
�لو مالونو بانکي ضمانتونه دافغانستان په پانکونوکې ورکړي خو هغوی ورسره داسې ونه منله او خبره پاتې شوه څلور مياشتې وروسته ته.
راځو بل دوست هېواد هندوستان ته چې زموږ دې دوست هېواد هم خپلې اړيکې د ايران په شان کړي دي، ددې هېوادپه بنديخانوکې هم افغان بنديان په داسې حال کې چې ګناه او جرم يې معلوم ندى چيغې يې اسمان ته پورته شوې خو نه د هغوى په زړه کې دومره رحم شته چې پرې وسوځي، اونه زموږ په هېواد کې داسې څوک شته چې دخپلو اتباعو پوښتنه وکړي، هره ورځ مو بنديان له ډول ډول شکنجو او وهلو لاندې وي، خو داسې هېڅ کوم غوږ پيدانشوچې ددوى سوي او دژړاپه بدرګه کې چيغې واوري.
په همدې شکل افغان محصلين چې په دې هېوادکې دي او خپلې زده کړې پرمخ بيايي داسې چلند ورسره کېږي چې يودښمن يې له بل سره نکوي ، څه موده وړاندې زموږ په محصلينو دهندي محصلينو لخوا بريد وشو ، او له پوهنتونونوڅخه وشړل شول ،له هر راز ګواښونو سره مخ کېږي خوکومه دى هغه زړه چې رحم پکې وي، نو اړيکې په دې شان سره نه صميمي کېږي اونه يوښه ټولنه اوهمسايه توب داسې کېدلاى شي