ګرانوهیوادوالو او دکیسواوداستانونومینانو!د ښاغلي عنایت الله پویان څلورمه کیسه چې ډیره خوندوره اوپه زړه پورې ده تاسو ته وړاندې کوم. هیله مندیم چې دتاسو ادبي تنده پرې ماته شي.
په ډیر درنښت: انجنیر عبدالقادرمسعود
ګنجی پادوان
په اصل کې خو شاد محمد نومیده خو د کلي هلکانو به هغه د شادو په نامه سپک یاداوه- د شادو سر پک ؤ او د هغه د پک سر په ټپونو د مچانو وار نه کیده- شادو به د ملا د الله اکبر د غږ د پورته کیدو سره جوخت، سهار وختي د کلي غواګانې او پادې له کلي څخه بهر د وچ خوړ په ګاټو کې را غونډولې او د لمر څرک د لګیدو سره به یې جوخت د څړ لپاره د پراخو ورشوګانو په لور ځغلولې، د کلي ناړام هلکان به د هغه پسې څرۍ ډلې، ډلې روان ؤو- چا به د هغه د پادوانۍ لکړه تښتوله او چا به د هغه د پک سر پکوله تښتوله او چا به د هغه په پک سر د څپیړو ګذارونه کول او چا به هغه ته د پکانو سندره(پکه پکه پکه- د سر چاړه دې ورکه) ویله خو شادو به له هلکانو ډاریده او چاته به یې غږ نه کاوه هغه به د هوا د تاودیدو سره جوخت د کلي پاده د سپیره ډاګ په ګیډې ور ننویسته او د ډاګ په نیمايي کې به ناړام هلکان د کلي په لور را ستانه شول او د شادمحمد د غوږونو او ماغزو په ژورو کې به د هلکانو د ټوکو، ټکالو او خندا ګانو کړسهار غږونه او انګازې چوپې شولې- د بیدیا بد رنګو کربوړو، چرمښکیو، صحرا يي مږو او موږکانو به د هغه تر مخې دا خوا او هغه خوا منډې را منډې وهلې- شادو به د بیدیا بد رنګ کربوړي په کاڼو ویشتل او خپل سات به يې پرې تیراوه او کله ناکله به یې د شینکي آسمان د چتر لاندې د هوایي مرغانو- باښو، بازانو، ګربتو او ټپوسانو د هسکو آلوتنو تماشې کولې- هغه به د یوې هسکې غونډۍ د پاسه ؤ خوت او د پادوانۍ په لکړې به یې څنګل ولګوله او غواګانې به یې له نظر تیرې کړې ( یوه، دوه، درې، د المراکا ښکروره، د سلیم دوکاندار چپۍ، د بی بی نورې ترور ښکر ماتې،د کندهاری کاکو ژیړه غوا، د ملا حق نظر آخوند برګه غوا، د سلیمې خور توره غوا، دخالق داد بنجاره سپینه- د سوبه دار اکا نورستانۍ غوا شکر پوره دي او ورکې نه دي) هغه به ورو، ورو له هسکې غونډۍ څخه هوارې ځمکې ته را کوز شو او بیا به د یوه وچ پوټي د سیوري لاندې کیناست او د چاودو پښو له چاودو پوندو څخه به يې اغزي لرې کړل او بیا به شواړ، شواړ د پادو پسې ؤ خوځید- د بیدیا په چوپې او خاموښې دنیا ګۍ کې به د هغه په نامید زړه کې رنګ خبرې تیریدلې- هغه به کرۍ ورځ له ځان سره لګیا ؤ او له ځان سره به یې خبرې کولې(زما سر پک دی د کلي ګلالۍ پیغلې انجونې له ماسره مینه نه کوي، خیر دې وي، زه به دخپلې پادوانۍ د مزد پیسې له کلیوالو ر ا ټولې کړم او مور به مې ما د کابل جان ډانګټرخانو ته بوزي او د کابل جان زړه سواند ډانګټران به زما د ګنجي سر په ټپونو د درملونو پتۍ ګانې ولګوي او زما په سر به خیالي ګرې څڼې را شنې شي، زه به د خپلې ترور د لور له دورخانۍ سره واده ؤکړم- زما د واده په بختورو شپو او ورځو کې به د کلي ډمان نغارې ؤ کړنګوي او د کلي ځوانان به اټنونه ؤکړي او انجونې به دریاګانې ؤ وهي) هغه به د دوبي کرغیړنه تاوده اوږده ورځ د غوا ګانو پسې په خوږو خیالونو او خوږو چرتونو کې تیره کړه- مازدیګر کله چې به د آسمان مخ د ناوکیو د لاسونو په څیر تک سور واوښت شادو به په غواګانو د (هوی، هوی) غږونه اوچت کړل او غوا ګانې به شلمې، شلمې د کلي په لور ؤ خوځیدې او د شودورو لنګو غواګانو له رمباړو سره جوخت کله چې به د پادې سر د کلي کوڅو ته نږدې ورسیده ناړام هلکان به یو زل بیا د شاد محمد د ځورولو لپاره یو د بل پسې را ؤ ټوکیدل او د پکانو سندري به بیا پیل شوې(پک ویل ادکې، د بر کلي ملکې ، د پلار مې دومره قد دی، لکه جوار په پالیزه کې)( پک ویل دادا، بلا دې په کلا،مچان په کې دیره دي زما سر يې کړ تالا) هغه به د سترګو په رپ کې د کلي غواګانې د هغوی په میرمنو وسپارلې- تیر ماښام کله چې به د کلي په تاو را تاو کوڅو کې د ماښام د ترږمو خړه پرده را پریوته شادو به ستړی ستومانه خپلې جونګړې ته را ستون شو او د هغه د سپینو کمڅو مور(قندۍ) ابۍ به پورته شوله او د شاد محمد لپاره به یې د خوندورو ماستو کټو را واخیستله- شادو به د جوارو له ټیکلې سره ماستې ؤخوړې او بیا به يې د کوچنۍ څپرې لاندې، د شلیدلي پوزي د پاسه ډډه ولګوله او ویده به شو- هغه به کرۍ شپه خوبونه لیدل- کله به يې په خوب کې لیدل چې ګنې مور یې هغه د کابل جان ډاکټرانو ته ورولي او د کابل جان ډاکټران د هغه په پک سر د درملنې پټۍ ګانې لګوي او کله به يې خوب لیده چې ګنې دهغه په پک سر خیالي ګرې څڼې را شنې کیږي او هغه د خپلې ترور د لور له ( دورخو) سره واده کوي او کله به يې په خوب کې لیدل چې ګنې ښکلې(دورخو) د هغه په غیږ کې پرته وي او د هغه په ګلالیو تورو څڼو لاس را کاږي- د سپیدو د چاودیدو سره جوخت کله چې به هغه سترګې ؤغوړولې هیڅ به نه ؤ- د هغه کنجی سر به د پخوا په څیر پک ؤ او د هغه د واده خبرې به چا نه کولې او د کابل جان ډاکټر خانې به د اور په لمبو کې سوځیدې او په مظلومو ډاګترانو به ځان مرګي بریدونه کیدل او د خوار شادمحمد لپاره به چا داروګان نه ورکول- شادو به د هرې بلې ورځې په څیر د کلي غواګانې د څړ لپاره د پراخو ورشوګانو په لور ځغلولې او د کلي ناړام هلکان به د هغه پسې ډلې، ډلې څرۍ روان ؤ او دادو ته به يې د پکانو سندره(پکه پکه پکه د سر چاړه دې ورکه) ویله والسلام
عنایت اله پویان