د ترهګرو او استبدادګرو ورځ
عبدالرحمن فرقاني
ترهګر او استبدادګر د اسلامي نړۍ مصیبت دي ، ترهګر د دین پرخلاف راولاړ شوي ، د ټولنې په ضد ئې وسله پورته کړې ده ، پاکې وینې ئې تویې کړې ، بې ګناه خلک ئې وژلي ، د خلکو امنیت ئې له منځه وړی ، د اسلام سپیڅلی انځور ئې داغداره کړی . او استبدادګر و پر خلکو ظلم وکړ ،
هیوادونه ئې فاسد کړل ، د خلکو حقوق ئې غصب کړل ، د الله تعالی د شریعت په خلاف ئې حکومت وکړ . ترهګر په متن باندې نه پوهیږي ، او دلیل نه پیژني ، د عالمانو احترام نه کوي . او استبدادګرو لره شریعت نشته ، وجدان نه لري ، او په زړونو کې ئې رحم نشته ، استبداد ګرو اسلام په خپل ناوړه لیدلوری کې لنډ او مختصر کړ ، د اجماع نه خارج شول ، د عقل ، منطق ، حکمت او حجت په اساس فیصلې نه کوي . ترهګرو ټول غږونه پرته له خپل غږ څخه لغوه کړل ، ټول انځورونه ئې پرته له خپل انځور څخه محوه کړل ، ټول مصلحتونه ئې پرته له خپل مصلحت څخه نابودکړل . د نړۍ عاقلانو اوخپلواکانو ، او په ځمکه کې د پریکړو خاوندانو ، په اسلامي نړۍ کې دې دغو دواړو ډلو مخالفت وکړ ، د ترهګرو، افراطیانو او سختدریځو مخالفت ئې وکړ ، او همدا راز ئې د استبدادګرو ، سرکشو او باغیانو مخالفت وکړ . اسلامي امت ترهګر په غرونو ، غارونو او رغونو کې زغلوي ، ځکه چې دوی شکمن دي ، اوملتونه استبدادګر په عامو ډګرونو ، جوماتونو ، مدرسو او پوهنتونونو کې زغلوي ، او په سړکونو او واټونوکې ورته دارونه نصبوي ، ځکه چې دوی د ژوند سره جګړه کوي ، عدالت لغوه کوي ، کرامت ، استقلال او آزادي تر پښو لاندې کوي . موږ په اسلامي نړۍ کې پرته لدغو دو ډلو بله ستونزه نه لرو ، پیښې ، فتنې ، بحرانونه ، ظلمونه ، ویره ، فقر ، بې کاري ، مالي او اداري فساد ، ټول د ترهګرو او استبدادګرو تولید دی ، له دې کبله قرآن کریم په دین کې افراط او د ظالمانو استبداد غندلی دی او فرمايي : «أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ * إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ * الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلادِ * وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ * وَفِرْعَوْنَ ذِي الأَوْتَادِ * الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلادِ * فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ * فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ * إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ» . ژباړه : ( آیا نه وینې ته ( ایه محمده !) چې څه کړي رب ستا د عادیانو سره ، چې ارم وو ، هسې قبیله چې نه وه پیدا شوې مثل د هغې په ټولو ښارونو کې ، او ثمودیان هغوی چې سکښتیې ئې وې لویې تیږې په کنده کې ، او فرعون سره چې خاوند د میخونو ؤ ، هغوی سره چې سرکشي ئې کړې وه په ښارونو کې ، بیا ئې ډیر کړی ؤ په هغه ښارونو کې فساد ، نو نازله کړه پردوی باندې رب ستا قمچینه د عذاب . ) په سیاسی شریعت کې ټولو د نظر خاوندان په دې عقیده دي چې د فساد او فتنې اصلي لامل ترهګر او استبدادګر دي ، نو ګمراهې فرقې د اسلامي امت څخه په دین کې د افراط له کبله خارجې شوې دي ، او ظالمو حاکمانو کله چې شریعت معطل کړ د ملتونو د پاڅونونو سره مخ شول ، نو وینې تویې شوې ، بې ګڼاه خلک ووژل شول ، آبادۍ له منځه ولاړې او د خلکو مصلحتونه ضایع شول ، او امنیت له منځه ولاړ .
د اعتدال او عدل په ذریعه امنیت او سوله قایمیدای شي ، د ټولنې داعتدال اساس وسطه تګلاره ده ، نه افراط او نه هم تفریط ، او د حاکمانو د عدل اساس د خدای تعالی پر شریعت حکومت کول ، او د رسول الله صلی الله عیه وسلم د سنت مطابق عمل کړل دی . دې همدغه ترهګرو او استبداد ګرو له کبله ختیځ او لویدیځ او د هغوی عالمانو او د بشري حقوقو مؤسساتو پرموږ یرغل کوي ، ختیځ او لویدیځ زموږ په جوماتونو اعتراض نه لري ، بلکې په خپلو هیوادونو کې ئې ورته اجازه ورکړې ده ، او زموږ په پوهنتونو نو او تعلمي موسساتو او د ژوند په څرنګوالي اعتراض او نیوکه نه لری ، بلکې د ترهګرو او استبدادګرو له کبله پرموږ یرغل کوي . که چیرې د اسلامی امت عالمانو ، قاضیانو ، مفکرینو ، دانشمندانو ، لیکوالانو ، حاکمانو او مصلیحینو د افراط اواستبداد د وبا درملنه کړې وي ، او یو نوی اسلامی او اصلاحي پاڅون ئې رامنځ ته کړي وي ، چې په دین کې د دغه افراط او مبالغې اوپر خلکو د حاکمانو د استبداد مخنیوی ئې کړی وی ، نو به زموږ وضعیت ښه شوی ؤ . او لدې ځایه ده ، چې عدل د تمدن اساس اود پرمختګ اصل دی ، آن تر دې چې ابن تیمه او ابن خلدون او نور وایی : ( الله تعالی عادل حکومت تاییدوی سره لدې که دا حکومت کافر هم وي ، او ظالم حکومت له منځ وړي سره لدې که دا حکومت مسلمان هم وي . ) په اسلامی نړۍ کې ستونزه همدا ده : د ځوانانو افراط او تشدد په دین کې او د حکومتونو استبداد او ظلم په عامو بې وزله خلکو باندې ، او د مصلحینو او نصحت کونکو نشتوالی .
په لنډه توګه د استبداد او افراط ستونزه په اسلامي نړۍ کې ده . الله تعالی افراطګرو ته فرمایي : (يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ ) ژباړه : اې اهل د کتابو نو ! مه کوئ ! مبالغه په دین خپل کې . او استبداد ګرو ته فرمایی (فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا.. ) ژباړه : پس دغه دي کورونه د دوی ورته وګورئ ! چې تش او وران پراته دي د دې کبله چې ظلم کاوه دوی ...
په شرق الاوسط کې د عایض القرني لیکنه
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني