دمقالی لیکونکی : پاول کریګ روبرتس (Paul Craig Roberts);
سرچینی اودخپریدو نیټه :pkartical hub.comدفبروری دوهم ۲۰۱۱
ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
دمتحده ایالاتو دوه مخی سیاست له سره یو ځل بیا دپوره او لوڅ زوراچونوپه ازمایلوسره په ډاګه شو کوم چی مخکی ددموکراسی دراوړلو تر شعار لاندی پرعراق اوافغانستان باندی یرغل وکړ د هغه هیوادونو په ډیری کلو ، بانډ و او ښارونو باندی بمونه وغورځول اوبی حساب خلک یی له یوسره قتل عام کړ
اوس وروسته له څو ورځو چی مصریانو د مصر په کوڅو کی د مظاهراتو په لړ کی وایی ( مبارک دی باید لاړ شی) ، امریکی اودهغه حاکم مصری نانزکی په مینځ کی یواځی پاتی دی ، کوم چی دامریکی دولت دهغه دتلو سره بیاهم دهغه د پولیسی دولت چی دری لسیزه د مصر په خلکو حکومت وچلول د دموکراسی دپلی کولو د پاره په مصر کی منا سب شخص ګڼل .
دامریکی خارجه وزیری هیلری کلنتن دجنوری په دیرشمه نیټه کی اعلام وکړ ( آزادی اودموکراسی ) زمونږ غوښتنه دی اوزمونږدولت نه غواړی چی دیومصری دیکتاتوردتلواویا د پاتی کیدوهڅی اواندوکړی اویا له هغه څخه خپل ملاتړاعلان وکړی .
داسرایل ددولت لمړی وزیر ( ناتن یاهو) امریکا او اروپایی دولتونو ته په خطاب کی وویل چی پر حسنی مبارک باندی خپل نیوکی یو څه باید محدود کړی او ټول په دی لټه کی دی وشی چی په منطقه کی ثبات پوره ټینګ کړل شی
د (ټیکاو ) یا ثبات څخه دناتن یاهو مفهوم دادی چی هغه با ید په ازاد اوخلاص لاس سره د فلسطین پرخلکو باندی خپل تیری ته دوام ورکړی اودهغو خاوره او ځمکی تر خپل تصرف لاندی وساتی ، حسنی مبارک دامریکی اود اسرایل دپاره دری لسیزه په ډیر اخلاص سره خد مت وکړ اوهغه دا چی دغزی تړانګی کوم چی د مصر سره په سرحد کی پروت دی هغه یی وتړل چی دغزی اودفلسطین خلکو ته هیڅ ډول مرستی له دی باندی څخه ونه رسیږی . اود همدی خوش خدمتی په بد له کی مبارک اودهغه کورنی په بیلونرانو بدل شو ، نوپه دی وجهه د د امریکی د دولت ، د امریکی د مالیه ورکونکو ، د امریکی د جمهوریخواهانو اود دموکراتانو څخه مننه کوم چی نه غواړی اویایی ونه غوښتل چی دهغوی دروند سرمایه د مبارک په تلو سره له مینځه لاړشی اود خاوری سره خاوری شی
دامریکی دولت له ډیرو پخوا وختونو څخه په عربی هیوادونو کی د امریکی اود اسرایل د ګټو دلاسته راوړو په منظور مفسد حاکمان په قدرت اوڅوکیو کی کیښینولی دی چی دامریکی ګټو ته د خپلو خلکو دګټی په پرتله لمړیتوب ورکړی ، نو په دی وجهه دغه مفسد لوړپوړی او ددولت اولسمشرانو سره ښکاره اویا پټ له کلو کلو راهیسی مالی مرستی کول ، مګر بی خبر له دی چی یوه ورځ به دعربو دخلکو دقهر سره مخامخ اوپه دی وچه کی د بدلون اود پاڅون نښی نښانی تر سترګو شی
په تونس کی دامریکی کیښینولی قاتل د یکتاتور دتونس د پاڅون کونکی خلکو په زور کوم چی دهغه دنسکورولو دپاره کوڅو ته راوتلی وه نسکور شو ، دپاڅون لمن تر مصر پوری وځغلیدل اومصریانو هم دمظاهراتو په لړ کی کوڅو ته ووتل اودامریکی د کیښینول شوی لاس پوڅو د پرځولو غوښتنی له مصر څخه تر یمن او اردون پوری هم پراخه شو
دغه پاڅون او قیام ممکن دی چی بریالی شی اود امریکی دکیښنول شوو لاس پوڅو ټغر ټول کړی اویا داچی دهغه پایلی هر څه چی وی د تغیر سره هرومرو مل وی چی د زوړ نانزکی پر ځای د امریکی دلاس نوی نانزکی به کیښینی او دا په دی معنی چی مبارک شاید پخپل ځای کی د خپل په څیر امریکایی بل لاس پوڅی ته ځای تش کړی
د یا دونی یووړ مطلب دا دی او هغه داچی هغه څه چی د یکتاتوران په یو عمل لاس پوری کوی اویا یی سر ته رسوی له هرڅه نه مخکی خپل نا ست ناستی یاعوضی رهبریا ولسمشر له مینځه وړی ، یعنی یو بالقوه اوزورواک رهبر خپل بدله یا ناست ناستی یا وژنی ، یا یی له وطنه باسی اویا یی هم په زندان کی یی اچوی ،سربیره پرهغه یو بدلون هرڅومره چی په یوه لنډه موده کی په بشپړ بڼی سره سرته ورسیږی لکه چی په ایران کی پیښه شو،رهبری خپل ټول مخالفین له مینځه وړی ، سربیره که چیری مونږ د مصرد دولت لږ تر لږه وروستی دیرش کلن تاریخ ته پاملرنه وکړو داسی پایلی ته به ورسیږو : چی دمصر دولت اودمصر لوړپوړی نظامیان دامریکا دکومکونو اود ملاتړ سره پوره عادت کړی وه اوله امریکی څخه پیسی تر لاسه کول اودهمدی پیسو په رانیولو سره دخپل نظام د بقا اود دوام تضمین تر لاسه کول اورانیول شوی پیسی یی په ګردش کی اچول اوپه دی بڼه خپل نا ست نا ستی حکومت راپیرودل یا په پیسو سره رانیول.اودا ځکه چی دامریکی دالرپه نړی کی مخکی له مخکی سپمول شوی دورانی پیسی دی اود امریکی دولت دهمدی مالی لوړتیا او تسلط له مخی کولی شی چی نور دولتونه په اقتصادی تعزیراتو کی وساتی اوله بازاره څخه یی یوی خواته ګوښه کړی لکه چی اوس اوس ایران یی ګوښه کړی دی .دوه شیان کولی شی چی د امریکی دغه اقتصادی بر لاسی ته دپای ټکی کیږدی .
لمړی انقلاب اوبدلون ، خصوصاْ که دعربو په نړی کی داتحول مینځ ته راشی اود امریکی ټول لاس پوڅی په پیسو سره نیول شوی رهبران له یوسره ړنګ او کندی ته ولویږی او په پایله کی هلته دعربو داقتصاد وطنی ګډ پیوستون مینځ ته راشی ، نوډیر په چټکی سره به دغه اقتصادی پیوستون ګټور لاس ته راوړنی به تر لاسه کړی او دوهم داچی د همدی ګډ اقتصادی تړون په نتیجه کی به دامریکی دالر خپل ارزی یا دورانی نړیوال چلند اوارزش به دلاسه ورکړی . نو د عربو د همدی بی اتفاقی اودنه پیوستون له امله دی چی له ډیروپخواوختونوڅخه لاتراوسه غربی هیوادونو په مینځنی ختیځ کی له هر پلوه برلاسی اواقتدار لری ، بی له دی بی اتفاقی اونه پیوستون امریکی اواسرایل نشو کولای چی د فلسطین خلک ترخپل ولکی لاندی وسا تی اوله څو لسیزو را په دی خوا هغوی وځپی یا پرهغو باندی تیری وکړی ، اوبی له دی بی اتفاقی اودعربو دنه پیوستون څخه امریکی په هیڅ بڼه سره نشو کولی چی پرعراق باندی یرغل وکړی ، په هر صورت اوس ډیر لری ښکاری چی عربا نو سمدلاسه سره یو موټی شی اود امریکی له بر لاسی څخه ځان خلاص کړی
دیادونی بل ډیر مهم مطلب دادی چی د ډالر احتمالی سقوط په دی کی هم دی چی که چیری دمتحده ایالاتو دولت په غبرګه توګه سره دواړه بودجی یعنی د فدرال (دولتی) او د پانګوالی کسری بودجه پورته ویسی یا لوړ کړی ،اودفدرال دسیاست له مخی دالرونه په بانکونو کی دبانک د افلاس دمخنیوی په منظور ذخیره کړی اودهغه په بدله کی چاپ شوی جعلی کاغذونو چلند ته وباسی چی دا پخپله داقتصاد دعلم له مخی د دالر دسقوط یوه لاره دی کوم چی امریکا اوس دهغه سره مخامخ دی
همغسی چی د امریکی د دالردعرضی په زیاتیدو سره دهغه ارزش هم ټیټیږی ،هغه زمان به لری نه وی چی رهبرانو اوحاکمانو کوم چی خپل خلک یی په امریکایی ډالرو باندی خرڅ کړی وه له مینځه لاړ نشی اوله قدرته نسکور نشی
یادونه : paul craig Robert مخکی دوالستریت ژورنال چلونکی اود امریکی دخزانه داری مرستیال وه او اوس اوس دامریکی د ددولت یو له کلک منتقد ینو څخه دی د هغه وروستی کتاب ( څرنګه اقتصاد له مینځه لاړ) ترعنوان لاندی په دی نژدی وختو کی د counter punch په مرسته چاپ شوی دی چی که غواړی نوموړی کتاب تر لاسه کړی په دی لاندی ایمل خپل پیغام ولیږی :
Paul craig robbers @ yahoo.com
په ډیر درناوی