کله مي پېروزويې پرغمونوکندهاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حبيب الله غمخور
داتعمير پخوا ښکلی ووکه اوس ؟؟؟
داسوال دهغونه کوم چي ددولتي واک دترلاسه کېدواوياهغه په خپل لاس کي ساتلوپه خاطرئي داښکلی تعمير پدې کنډواله بدل کړ .
جهاني  صاحب وايي :
ماتم دی په دې ښارکي جنازې دي چي راځي
خالقه ورځي څه شوې توري شپې دي چي راځي

داکاڼي دغضب يوازي زموږ پرکلي اوري
انصاف څه سوآسمانه زلزلې دي چي راځي 
داوردپاسه اوردی سره ورک نه سوجانانه
دالومي دشيطان دي وسوسې دي چي راځي
پدې ټول پوهېږوچي طالبان ددولت اودهغوي له بهرني ملاتړوسره په ظاهرکي مخالف دي .ولي ايادالازمه او انساني ده چي دغه مخالفت دښارپه دننه کښي ترسره شي ؟که همدا پرون د سلواغې پر ٢٣مه راکټونه د کاکا سيد احمد لېسې پر تعمير اوصنفونولګېدلي واي ،داطبعي ده چي بې شمېره شاگردان  په شهادت رسېدل ،ددې مسوليت به دخداي اوبندگانوپه وړاندي  دچاپر غاړه واي ؟
داډيره مهمه ده؟ يوازي ددې لپاره چي ښکاره سي دښارپه منځ کښي دولايت پر قوماندانۍ حمله کولاي سی ؟
پدې موږ ټول پوهېږوچي پر افغان ولس تپل شوی دولتی چارواکي دافغان ولس لپاره دمنلو وړ نه دي ،په افغانستان کي يوه بنيادي ولي معقول اودموکراسی پلوه اوښتون ته اړتياسته ،مگرنه دافراتيزم پراختيا اويوبنسټپاله حکمت جوړېدوته لاس رسی .
افغان ولس هم لکه دنړۍ نورولسونه داحق لري چي په تمدن کي ژوندوکړي .په ټولنه کښي ئي عدالت وي ،دفکراوبيان ازادي دسياسي،ټولنيزواوفرهنگی فعاليتونولپاره زمينه برابره وي . عام خلک کارولري دتعليم ،تحصيل عادلانه حق اوبېله توپيرنه دروغتيا يي مرستو اوخدماتونه برخمن وي .
دداسي ټولنيز ژوندلرلو ارمان متاسفانه  ډيرو افغانانو له ځان سره گورته يووړاولامعلومه نده چي څومره به ئې گورته يوسي .
څوکاله پخواکله  چي بهرنيانوافغانستان ته مخه کړه ټولودافکر کاوه چي افغانستان به دورپېښ مصيبت نه خلاص شي ،متاسفانه تراوسه  خلاص نشو.
سوله ټکنۍ اومنيت  ،عدالت ،سالمه دولتي اداره درک نلري ،داچي دولتي چارواکي څه کوي په ليکلو ئې ټول افغان قلموال ستړې شول .
پدې پوهېږوچي کرزی صاحب هره ورځ په کومه پيمانه دخلکوپه سترگوکي خاوري شيندي اوپه خړواوبوکي ماهيان نسي .غواړي دخپل حاکميت ددوام دوره په هربڼه چي کيږي اوږده کړي .خوددې په څنگ کښي متاسفانه دامريکا اوبهرنيانوپه پاليسۍ اوتاکتيک هم څوک نه پوهيږی چي دوي څه غواړي ؟او ولې دغه دجگړې ناورين ته په يوځل دپاي ټکی نه ايږدي .اميدواريوچي دددايمی پوځی هډې په جوړېدوسره ټولي بهانې خلاصي شي . امريکااونړيواله ټولنه په افغانستان کي دامنيت ،سولي اوثبات دتامين مسله دتل لپاره نورحل کړي . که داسي ونشي نوبيادپوځي هډې جوړېدل به هرومروداسوال راپيداکړي چي دغه هډه په افغانستان کي دامنيت دتامين په بهانه دنوروسيمه ايزوموخولپاره جوړه سوې ده .
رابشودې ته  چي ددولت مخالفين دهغې جملې طالبان ولي دنړۍ وال سياسي بهيرله تجريبونه استفاده نه کوي ؟ ولي دهغومني کوم چي ئي يواز ي ورانۍ او وژنې ته هڅو ي؟ ايادوي پدې نه پوهېږي چي دغه په ښارو،کليو، ښوونځيواوجوماتونو اوکوڅوکي دخرپ اوترپ حملې،ځانمرگی بريدونه ،اودهغوپه پايله کي دبېگناه خلکو وژنه دطالبانوپه وړاندي دعام ولس کرکه راپاروي اوله هغوي نه مخ اړه وي .
دوي دافغانستان په زياتو ښارونوکي ځانمرگی بريدونه اومخامخ حملونه ددولت پر خلاف استفاده کړې ،عاموخلکوله کورواوکليونه دپټن ځاي په توگه  استفاده سوې چي پايله ئې دبېگناه خلکو وژنه وي . ددغه جرم پړه طالبان پر دولت اوبهرنيانواوهغوي ئي پر طالبانو اچوي . پر هرچاچي تاوان سي دهغه چالپاره کومه گټه نلري کوم چي دکورنۍ کوم غړۍ ئې له لاسه ورکړی اويازخمي سوی وي  .
دکندهارپه ښارکي دننه پرقوماندانۍ باندي دحملې په نامه بريد په پايله کي تاسو وگوری څومره بيگناه انسانان دخداي ورکړي ژوندنه محروم اوزخميان سول .ولي دکندهار خلک بايد هره ورځ دوير پر کمبله ناست وي ؟ ولي دکندهارخلک  له خوښۍ نه محرو اوسي ؟ اوپر دوي اخترونه ، ودونه په غم بدل دنکرېځوپر ځاي ئي په وينولاسونه سره شي؟ولي زموږ پښتنو قومي مشران اوخوله ورکسان په شهادت ورسېږي ؟ داکارڅوک اودچاپه امرسرته رسوی ؟دغه پوښتنه هم عال ولس له طالبانونه کوي ،ځکه يوازي په کندهارکي  په سلهاوو قومي مشران نيست اونابودسول . دبشريت په تاريخ کي داسي يوهيواد چاته نه دی معلوم چي دهغه هيواد خلک دي دقدرت دترلاسه کېدو په خاطر څولسيزي خپل ولس له ژوندنه محروم  اوښارونه دي په کنډوالوبدل کړي؟ ددولت هغه مخالفين چي غواړي دوسلې په زورځان ر بهنيانوتپي اوپه حاکميت کي ځانت ځاي پيداکړي پدې پوه وي چي دافغانستان خلک لکه ددولتی چارواکونه له دوي نه خوښ نه دي .
کندهاريانوڅه گناه کړې چي دولت ته په کندهارکي بايد ماته ورکړه سي ؟ اياداممکنه ده چي پدې ډول دي دا دولت چپه اوز موږ خپل ولس ته دي گټه ورسېږي ؟اويادي داهيواد دې دورپېښوبلاونه خلاص  شي؟ فکر نه کوم .
اميدواريم چي ددولت مخالفين ددولت  سره خپل مخالفت دسياسي لاري ترسره کړي، نه داچي دايراني او پاکستاني جنرالانواواستخباراتي شبکودامراوهدايت له مخې دخلکوپه وژلوتمام سي .
پدې پوهېږم چي يوڅوک به ووايي ،دولت اوبهرنيان څه کوي ؟زه دهغوي له هغوکړنونه دفاع نه کوم ،کوم چي دافغان ولس دوژنې اوهيواددورانۍ لامل وگرځي  . دابه ډيره ښه واي چي نه دبهرنيانوراتگ لپاره زمينه اوبهانه برابره سوې واي اونه هم دغه ډول افغان دښمنه دجنگسالاروفاسده دولتي اداره .
که له خلکونه پوښتنه وسي نوهغوي وايي  راسۍ په گډه داسي يوه لارولټوو چي هم بهرنيانودپوځی عملياتواو هم دهغوترملاتړ لاندي کسانوته  په افغانستان کي دظلم،استبداداوفساد بهانه اوامکانات برابرنه شي .
راسی  په گډواوملي تفاهم داسي يودولت جوړاودولتي چاري هغوته وسپارل سي کوم چي په صداقت ،پاکۍ، افغانيت  پوره امانت داری اوايمانداری  سره سرته ورسوي .
پدې هيله چي افغان ولس دگانډيانواوهغوي دلاسپوڅوله شراوشرارت نه ډير ژرنجات ومومي . ومن الله التوفيق