د مينې مجلې د ميلاد شريف خصوصي ګڼه چاپ او په ليکه شوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د خـــــداے عــــرفان مې وشو په عرفان د محمد(ص)
پاک دے محمد(ص) پاک دے سبحان د محمد(ص)

راشــــه نظـــــر وکــــــړه پــــــــه طــــــه پـــــه يـــــس باندې
خـــــداے دے صفت کـــــړے پــــه قران د محمد(ص)
ډېـــــــر خلـــــق پېـــــدا دي انبيـــــاء کـــــــۀ اوليـــــاء دي
نشتـــــه پــــــه خلقت کښې يــــو پــه شان د محمد(ص)
درست خلـــــق کـــــۀ يو کړې انس و جـــن دواړه جـهانه
لا تـــــــر واړو بـــــــِه دے ګــــوښې ځـــــان د محمد(ص)
ورځ چــې د قيــــامت وي مرسلان بـــــه پــــه هېبت وي
هـــور تـــــه بــــه جـــولان وي پــــه مېـــدان د محمد(ص)
لاس دے لګــــولـے مـــــا خوشحــــال پـــــه دواړه کَـــونه
غـــم انــــــدوه مــې نشتـــــه پـــــه دامـــــان د محمد(ص)
(  خوشحال بابا (رح)  )

د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبو خپرېدونکې د مينې مجلې د دريم کال يولسمه او دولسمه   ګڼه يعنې د ١٣٨٩ هجري نمريز کال د سلواغې او  کب، د ٢٠١١ کال د جنورۍ او فرورۍ او د ٣٢ ١٤ هجري قمري کال د  صفرې او وړومبۍ خور ګڼه  چې اکثرې ليکنې د خداے د ګران رسول  حضرت محمد مصطفی (ص) د نېکمرغه مېلاد په مناسبت سره دي چاپ او په ليکه شوه.
له ګرانو لوستونکو غواړو چې په دې حقله خپل نظرونه، راې، وړانديزونه او نيوکې او همدا رنګ د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول ليکنې مونږ ته راولېږي مونږ به يې په سر سترګو ومنو.

ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره
د مينې مجلې چلوونکي

پته:  مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر  346 پېښور  ( خېبر پښتونخوا)
پښتو برېښناليک: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
اردو برېښناليک: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com
ټېلفون:7114546     ګرځنده:3459047584 - 03028819981