سلام خان
نن می ډیر ناوخته دتاند دبریښنا پاڼی به لمړی صفحه کی یو خبر ولوستی چی دخیبر پښتونخوا ځینی پښتانه لیډران لا هم غواړی دجنرال اختر اوحمیدګل دغوشتنو او ارزو ګانو مطابق په افغانستان کی اوربل وساتی او دخپل کور آمنیت دبل ورور دکور په ورانه ولو کی غواړې
د چارشنبې په ورځ د پېښور په بډه بېره سيمه كې بمي چاودنې نهه تنه و وژل او څه كم شل تنه يې ټپيان كړل. د خيبرپښتونخوا ايالت مشر وزير بشيراحمد بلور تر دې چاودنې وروسته له خبريالانو سره په خبرو كې دا حمله غندلې او ويلي يې دي چي كه طالبان جهاد كول غواړي نو افغانستان ته دي لاړ سي او له ناټو ځواكونو سره دي وجنګېږي
د چارشنبې په ورځ د پېښور په بډه بېره سيمه كې تر يوې بمي چاودنې وروسته چي نهه تنه يې ووژل او نيژدې شل تنه يې ټپيان كړل، تر دې چاودنې وروسته د خيبرپښتونخوا ايالت مشر وزير بشيراحمد بلور تېر ماځيګر له خبريالانو سره په خبرو كې دا بمي چاودنه په كلكه وغندله او ويې ويل
(كه د دوى دوښمني له امريكا سره ده، نو امريكا او ناټو ځواكونه خو په افغانستان كې دي، لاړ دي سي پر هغوى دي حملې وكړي، زموږ بچيان ولې وژني، دا ډېر ظلم او زياتى دى چي زموږ بېګناه خلك وژل كېږي، دا خو نه امريكايان دي، نه كافران دي، ټول مسلمانان دي او پښتانه دي، زه نه پوهېږم چي د داسې بېګناه خلكو له وژلو څخه د دوى مقصد څه دى)
بشيراحمد بلور په خپلو خبرو كې د پاكستان پر سياسي مشرانو ږغ وكړ چي بايد سره همږغي سي او د ترهګرۍ د له منځه وړلو په مقصد ګډې هلې ځلې وكړي
(زموږ په هېواد كې چي ترهګري دوام لري، موږ څنګه كولاى سو چي ټول ګوندونه په ګډه د دې د له منځه وړلو لپاره مبارزه وكړو، زموږ د پېښور او زموږ د ايالت پروا هيڅوك نه كوي، موږ له مركزي حكومته هم غوښتنه كوو، چي د خداى لپاره سره كښېنئ او پر دې فكر وكئ چي زموږ بچي وژل كېږي موږ څه ډول د ترهګرۍ مخه نيولاى سو)
دا لومړى ځل دى چي د پاكستان په ځانګړې توګه د خيبرپښتونخوا ايالت مشر وزير په دې هېواد كې د ترهګرۍ د مخنيوي په مقصد له وسلوالو طالبانو غواړي چي كه دوى د جهاد په نيت جنګېږي نو په افغانستان كې دي د ناټو او امريكايي ځواكونو په ضد وجنګېږي
په خيبرپښتونخوا او د پاكستان د پنجاب ايالت د وروستيو ځانوژونكيو بريدونو او بمي بريدونو مسووليت د پاكستاني وسلوالو طالبانو ډلې پر غاړه اخيستى دى،
د يادونې وړ ده چي په پاكستان كې اكثره ملتپال ګوندونه دا ادعا كوي چي له پاكستانه وسلوال طالبان د پاكستان د استخباراتي ادارې اى ايس اى په ملاتړ افغانستان ته ور اوړي او هلته پر افغان او بهرنيو ځواكونو بريدونه كوي
په اخیر کی له تاند ځخه په مننه غواړم چی پرخپلو درنو افغانانو دیوه افغان په صفت ږغ وکړم چی را ځی مونږ او تاسی خپل دښمنان ولو په هر نامه اوهر لباس کی وی ښه وپیژنو او په خپلو منځوکی داتحاد او ملی یووالی پخاطر سره یو ځای شو او دافغانستان ودښمنانو ته په یوه خوله او اواز دعبرت در س ور کړو، دی زمونږ لپاره لا نورهم جنګ غواړی ولی مونږ دوی ته دپنچاپانو له منګلو ځخه خلاصون غواړو ،دی له پنچاپی کرنیلانو سره دډیورند کر غیړنه کر شه لا پخوا منلی ده ولی مونږ افغانان شپه او ورځ دډیورند دناروا کرښی دلغوه کیدو ناری وهو،دی زمونږ په هیواد کی له جنګ ځخه خوند اخلی او مونږ افغانان دپاکستان دګټو پخاطر په خپلو منځوکی ویشل شوی یو،دوی په افغانستان کی دجنګ پخاطر دوسلوالو ډلو پرلیږلو اکتفاء ونه کړه دا دی مونږ او تاسی یی ګورو چی دا دوی ور ځی په دوامداره توګه دپاکستان دپولی ځخه پرافغانی پولی پرتو امنیتی پوستو باندی دهوا له لاری بمباری کیږې او پاکستانی کرنیلانو دبشیر احمد صاحب غو ښتنی او فرمان ته غاړه کیښوده.پای سلام خان.