سلا خان
نن می په انترنیت کی په افغانستان کی دتونیس او مصر دهیوادونو په شانی د لاریونونو د شروع کیدو یو خبر ولوستي چی دښاغلی حامد الوتاند صاحب له لوری وړاندی شوی دی په دی باب غواړم خپل لنډ نظر ځرګند کړم
الوتاند صاحب، راځی چی لږ ځه په خبره سر خلاص کړو افغانستان تونیس اویا مصر نه دې، هلته وسلوال مخالفین وجود نه لری په تونس او مصر کی وسلوالی ډلې او داالقاعدی ځالی او دسلاح ګانو ډیپو ګان نشته،په تونس اومصر کی په دولت کی داخل جنګسالاران او مختلفی وسله والی ډلی شتون نه لري،په مصر او تونس کی د جهان د۵۵ بیلا بیلو هیوادونو فوځیان دامریکا او ناټو په شمول شتون نه لری، افغانستان تونیس ویا مصر نه دی،په تونس او مصر کی خارجی فوځونه وجود نه لری لکه په افغانستان کی چی هریو یی دخپلو اهدافو پخاطر دمختلفو افغانی ډلو ځخه دفاع کوی، مصر او تونس لکه افغانستان غوندی مداخله ګر ګاوندیان نه لرې ،په تونس اومصر اویا دمنځنی ختیځ په نور هیوادونو کی چی ځوک په مظاهیرو کی برخه اخلی هغوی ټول دخپلو فامیلونو او نژدی دوستانوسره یو ځایی په خپل وطن کی ژوند لری په نورو ملکونو کی مهاجر نه دي او دلیری ځخه ننداره کونکی نه دې او عملآ په مظاهیرو کی ګډون کوې،ولی په افغانستان کی وضعیت ددی برعکس دی.زه نه پوهیږم تاسی چی دا اواز اوچت کړی دی تاسی خپله په کوم بل خارجی هیواد کی سره دخپلو خوږو اولادونو او دوستانو ژوند کوي او غواړی په بل شوی اور باندی له لیری نور تیل هم وپاشي ولی معلومه ده چی ځمکه به هغه سوځی چی اور په بل کیږې،نور ټول هلي ځلی کوی چی افغانستان له دغه موجوده بحران ځخه را وباسی ولی تاسی غواړی هغه بل بحران ته ور داخل کړي، دمظاهیرو تنظیم کیدل هغه هم دافغانستان په ډیر پیچلو شرایطو او ټیټ اقتصاد........اوداسی نوری خبری چی تاسی خپله ښه پوهیږې ډیر ساده کار هم نه دی چی په یوه اوونی کی دی ځوک تنظیم کړې، تاته بهتره معلومه ده چی په افغانستان کی دوه نفره هم په یوه خوله او ژبه نه دي او هر یو یی ځان ته من من وایی.بل فرض که داکار هم وشو دادکرزی اداره هم ړنګه شوه دا فکر کولای شی چی په اینده کی به بیا تر کرزی وروسته ځه کیږې؟ او قدرت به دچا ولاس ته ورځي؟ ایا فکر نه کوی چی بیا به کوځه په کوځه کو ر جنګی او دوینولښتی بهیږې؟.،البته زما په نظر مظاهیری هغه وخت رول لری چی دعامو خلګو سر وسله نه وی او خپل سری یاغی او باغی مسلح ګرو پونه نه وې او ټول واک په هیواد کی دامنیتی فوځونو په لاس کی وې اوس دافغانستان په هر کور کی دسلاح ګانو ډیپو ګان پراته دې او هر ډله دبلي ډلی پرضد په کمین کی دانتظار په حال کی دې. که زما خبره منی فعلا له دی کار ه تیر شه دا دافغانستان او دهغه هیواد دخلګو په ګټه په دی موجوده شرایطو کی نه ګڼم کوم چی دا ۳۵ کاله په جنګ کی سو ځول کیږې. او دافغانستان و شرایطو ته باید دخارجی ارامو هیوادونو دعینکو ځخه ونه کتل شي،دا وړی هیځوک له خارج ځخه له ارامه بیستره اومفتو خبرو نه شی شړی کولی که دا کار کیدای شوای نومسکین یارصاحب،قاضی صاحب،عظیم جان،وردګ،ویس ناصری،عباسی،اوحسن امیری صاحب به اوس لا ډیر پخوا دافغانستان اصلی واک داران وایی او په خلګو باندی به یی حکومت کولای.
داکار وډیری قربانی او سرښندنی ته ضرورت لری او تر ټولو لومړی باید دعمل په ډګر کی په خپله مونږ ټول افغانان باید حاضر شو او دافغانستان په دا خل کی دعامو افغانانو او سیاسی ګوندونو ځخه داسی یوه متحده جبهه را منځ ته شی چی ټول په اتحاد او اتفاق دافغانستان دحیثیت او اعتبار دخوندی کولو لپاره په خپل منځ کی سره متحد شي دخپلو شخصی، قومی،ګروپی،تنظیمی،اولسانی ګټو ځخه تیر شي،ددغو تیرو لسو کلونو په جریان کی دمختلفو افغانی سیاسی شخصیتونو له لوری دافغانستان دبحران دحل پخاطر مختلفی طرحی وړاندی شوي دې چی هره طرحه په خپل ذات کی په واقیعی معنا دافغانستان دمسئلی دحل لپاره مناسبی او پرځای وي ولی متا سفانه دافغانانو دخپل منځی اختلافاتو له وجه تر نن ور ځی پوری دکا غذ ونو پرمخ پاتی دي چی دغو طرحو او هلو ځلو کومه نتجه ور نه کړه ایا دالوتاند صاحب مظاهیری به کومه نتجه ور کړې؟.پای سلا خان