زرغونشاه
وایې له اوښ نه يې پوښتنه وکړه غاړه دې ولې کږه ده؟ اوښ په ځواب کې وویل کوم ځای مې سم دی چې ته مې د غاړې پوښتنه کوې؟
د څو میاشتو نناندریو او ګواښونو وروسته په پای کې اولسمشر حامد کرزي نوي په اصطلاح ولسي جرګه پرانیستله. تيره جرګه ملالی جویا له تبیله خانې سره پرتله کړې وه ،
البته له وړاندې څرګنده وه چې دغه ټاکنې به غيردموکراتیکې او نامشروع وي ځکه د یو دموکراتیک بهیر دپاره دموکراتیکه اډانه او بهیر په کار دی. لومړی څه چې ترسترګو کېږي د ټاکنو غیر دموکراتیک قانون دی چې د درغلیو دپاره يې لاره آواره کړې ده ،چې لږ وروسته به یو لنډ نظر ورته وشي. دویم داچې د ټاکنو کمېسیون ناپيلی نه ؤ او نه دی . دموکرتیکي ټاکنې غوښتنه کوي څو د ټاکنو کمېسیون په بشپړه توګه ناپيلی اوسي. په داسې حال کې چې دا کمېسیون په ټاکلي ډلې پوری تړلی کمېسیون دی. د ټاکنو میکانیزم باید روڼ او شفافه وي. د شفافیت لومړی شرط دادی چې خلک یوازې د اوسېدو په سیمو کې رایه ورکړي او په خپلو سیمو کې راجستر شوي وي د رایه ورکوونکو د هویت سندونه باید څرګند او روښانه وي په داسې حال کې چې اوس مهال څرګنده نه وه څوک له کومه ځایه دی چيرته او څو ځله رایه ورکوي . زموږ هیواد له ولایتونو جوړ دی او ولایتونه له ولسوالیو او علاقه داریو. د د دموکراتیکو ټاکنو بهیر غوښتنه کوي ، څو د ټاکنو حوزې د کوچنیو اداري واحدونو پر بنسټ جوړې شي. ددې کار ګټه داده چې ددرغلیو امکانات کمېږي. ځکه هر څوک د خپلې سیمې او وولسوالۍ خلک پېژني او له نورو سیمو څخه راغلي کسان ځان نه شي پټولی او دا امکان له منځه ځي چې یو تن په څو سیمو کې رایه ورکړي.
هغه څوک چې ټاکنو ته ځان دروي د هغې سیمي خلک ترې پوره پېژندګلوي لري او پوهيږي کوم یو له دریدلو کسانو ددوی استازیتوب کولی شي. هغه څوک چې له دغه سیمې څخه ټاکنو ته دريږي هم خپله سیمه او خلک ښه پېژني او د سیمې اړتیاوې او نیمګړتیاوې ورته پوره څرګندې وي. نو ځکه کولی شي له خلکو سره نژدې اړیکې ټينګې کړي او له خپلو موکلینو سره د هغوی پر غوښتنو او اړتیاو خبرې وکړي، او خلک هم د باور په فضا کې د خپل راتلونکي وکیل سره خبرې اترې کولی شي او خپلې ستونزې ورته ویلی شي او د غوره کېدو په صورت کې د خلکو او سیمې ښه استازیتوب کولی شي. له بلې خوا یو کاندید دې ته اړ نه وي څود ټاکنو دپاره بې شمیره او زیاتې پيسې ولګوي. خلک تل خپل وکیل پېژني او کولی شي تل له هغه سره اړیکې ټينګې کړي او خپل او د خپلې سیمې ستونزې ورته ووايې. وکیل هم خپل موکلین پيژني او ځان د هغوی تر وړاندې مسوول بولي. خو که ولایتونه انتخاباتي حوزې ټاکل شي ، دا کار د زیاتو دلیلونو له مخې د ټاکنو مشروعیت او دموکراتیکوالی له منځه وړي. لومړی یو کاندید د یوې ولسوالۍ پر ځای باید د ټول ولایت په کچه انتخاباتي کمپاین تر سره کړي چې داکار د زیاتو لګښتونو غوښتنه کوي، د افغانستان په حالاتو کې هغه کسان چې پيسې لري داکار کولی شي او هغه کسان چې په بې وزلي افغانستان کې د میلیونونه او میلیاردو خاوندان شوي، هغه کسان دي چې یا يې د هیواد او خلکو په لوټلو کې تر هرچا پراخ لاس درلود یا د د مخدره مواد د قاچاق له شبکې سره تړاو لري او یا د اداري فساد له لارې يې د خلکو وینې څکلي وي او یا هم د بهرنیو جاسوسي شبکو غړیتوب ولري او یا يې د هیواد ملي شتمني چور او تالان کړې. خو عادي خلک چې په تقوا کې يې ژوند او کار کړی دغه امکانات نه لري نو ځکه نه شي کولی د یو ولایت په کچه کمپاین ترسره کړي او خلک له خپلو پروګرامونو خبر کړي. نو ځکه ډېر کسان د پيسو د تر لاسه کولو دپاره پر بهرنیو شبکو ځانونو پلوري څو پيسې لاس ته راوړي، دا یوه تخيلي خبره نه ده د تیر پارلمان په اړوند سندونه ښيي چې ایران او ځنې نورو هیوادونو ځنې وکیل په بیه اخیستي ول او د هغوی په مرسته يې په خپله ګټه پریکړې کولې.
دغه کاندیدان د ولایت له ټولو سیمو او د ټول ولایت له خلکو او د هغوی له ستونزو او غوښتنو څخه پوره خبرتیا او پوهاوی نه لري نو ځکه نه شي کولې د ولایت په کچه د خپلو موکلینو استازیتوب وکړي. په واقعیت کې وکیل ځان د یوې ټاکلې سیمې تر وړاندې مسوول نه بولي او دا کار یو وکیل د خپلو موکلینو تر وړاندې بې توپیره کوي. خلک هم نه پوهيږي ددوی وکیل څوک دی او له چا سره د خپلو ستونزو په اړوند خبرې وکړي او څوک ددوی تر وړاندې مسوول دی.
په هر ولایت کې مختلف لږکي ژوند کوي چې د ولایت په کچه د هغوی رايې لږې او د پاملرنې وړ نه دي خو د کوچني اداري واحد په اډانه کې هغوی کولی شي خپل استازی ولسي جرګې ته وټاکي نو په دې ډول هغوی په اجباري ډول له خپلو استازیو له لرلو بې برخې کېږي.
د هیواد امنیتي حالاتو ته په پاملرنې سره د هیواد شپيته سلنه برخه په بشپړه توګه نا آرامه ده او په ډیرو سیمو کې د مخالفینو د ګواښ له امله خلکو په ټاکنو کې ګډون و نه شو کولی نو ځکه هغوی خپل وکیل ټاکلی و نه شو نو هغه کسان چې ځانونه د هغوی وکیلان بولي په اصل کې د هغوی استازي او وکیلان نه دي .
په نسبي آرامو سیمو کې هم جهادي توپکوالو په قصدي ډول په ټاکنو کې د خلکو له ګډون څخه مخنیوی و کړ. د موثقو اطلاعاتو له مخې ان د افغانستان په ډيره امنه سیمه د کابل د مکروریانونو په سیمه کې د ټاکنو د واجده کسانو څخه په سلو کې تر لسو لږ خلکو ګډون کړی ؤ.
له ګاونډیو هیوادونو څخه په زرګونو جعلي پاڼې په ټاکنو کې وکارول شوې او همدارنګه ټاکلو کسانو په میلیونه ډالره له ګاونډیو هیوادونو څخه تر لاسه او په ټاکنو کې ولګولې.
په ورستۍ پړاوکې د ټاکنو او د شکایتونو کمیسیونو د ټاکلو کسانو په ګټه د رایو په پایلو کې پراخه او له بې شرمۍ ډکه لاس وهنه وکړه.
د ټاکنوکمیسیون غړیو په خپلو کړنو سره ثابته کړه چې دوی نه یوازې متصبه او قوم پرسته کسان دي بلکې په بهر پورې هم تړلي او خرڅ شوي کسان دي .
نو دا پارلمان به څنګه یو پارلمان وي؟
څرنګه چې د ولسي جرګې زیات غړي په زیاتو لګښتونو، ګواښونو او دسیسو پارلمان ته راغلي نو دغه وکیلان به په راتلونکو څلورو کلونو کې له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه د پيسو په راټولولو بوخت وي..
څرنګه چې د پارلمان غټ شمیر نالوستي، او له سیاسي پلوه ناپوهه کسان دي نو قوانین به په پټو سترګو او د نورو په سپارښتنه رامنځ ته کوي.
د وکیلانو ډیر مهم هدف به د پيسو ټولول وي نو مغرضه هیوادونه به په آسانۍ او ارزانه بیه دوی پېري او وپلوري.
دا پارلمان به داسې قوانین رامنځ ته کړي چې د افغانستان له ملي ګټو سره بشپړ توپير ولري او د ملي ګټو خلاف به وي.
. دغه پارلمان به د قومي شخړو او تاو تریخوالي په مرکز واوړي، ځکه په دغه پارلمان کې قومي انډول ته بدلون ورکړی شو او یو شمیر ملي ضد څیرو ته په کې ځای ورکړی شو.
دې پارلمان دموکراسۍ ته د خلکو نیمګړي هيلې بيخي مړې او له منځه یوړې. نور په دې خبرې باور ناممکن دی چې د ټاکنو او انتخاباتو له لارې د خلکو استازی او خلکو ته مسوول حکومت او پارلمان منځ ته راتلی شي.
دې ټاکنو یو ځل بیا ثابته کړه .چې افغانستان ته راغلی هیوادونه غواړي د دموکراسۍ تر چتر لاندې ، جنګسالاران، قاچاق وړونکي، جنګي جنایتکاران ، غله او په اداري فساد ککړ کسان پر افغان اولس وتپي.
د افغانستان لويې څارنوالۍ او سترې محکمي هم په کراتو دغه ټاکنې نامشروع او پايلې يې له درغلۍ ډکې او د نه منلو وړ او د کمیسیونو غړي يې د محکمې وړ باللي.
نوځکه ویلی شو چې دا یو مشروع او استازی پارلمان نه دی.
څه باید وشي؟
که څه هم دا پارلمان پرانیستل شو خو دغه پارلمان باید د اعتراضونو او غونډو او اعلامیو د لارې نامشروع اعلان شي ، دغه اعتراضونه باید د نړیوالو غوږونو ته ورسول شي.
په تیرو کلونو کې د اففغانستان بلواکه دولت د پردو د لاس اله وه او وروسته له دې به هم وي ، په تیرو کې هم د پردو پر کڅوړو پېلابيلو مقامونو خپل واک ټينګ کړ او په راتلونکي کې به هم دا کڅوړې روانې وي. په تیرو کې هم چورو او تالان روان ؤ او په راتلونکي کې به هم روان ؤ ، تير حکومت او پارلمان هم د خلکو اوملت استازی نه ؤ راتلونکی به هم نه وي.
د افغانستان خلک باید ددې سیاسي لوبو په ماهیت وپوهول شي، هغوی چې افغانستان ته د دموکراسۍ او پرمختیا ژمنې کوي له افغانستان څخه يې د غلو، ډاکوانو او وطنپلور ځاله جوړه کړې.
باید د ځانګړې محکمې کار و څارل شي څو د خپلو څېړنو پایلې په موقع را څرګندې کړي.
د انتخاباتو او شکایتونو کمیسیونونه باید بې له ځنډه منحل اعلان شي او دهغې غړي باید عدلي مراجعو ته وسپارل شي.
د انتخاباتو قانون باید لغو او په قانون کې ټولې پرتې خلاوې له منځه يوړلی شي.
انتخاباتي حوزې باید د کوچنیو اداري واحدونو پر بنسټ و ټاکل شي.
د تورنو بریالیو وکیلانو د دوسیو د څېړنو پایلې باید د دلوې تر ۳ نېټې اعلان شي.
تورنو کسانو ته د قانونو له مخې سزا ورکړی شي.
راتلونکو ټاکنو ته د دريدو حق له دوی څخه واخيستل شي.
د بشر د حقوقو د متخلفینو او جنګسالارانو لست دی اعلان او په راتلونکي کې د هغوی پر سیاسي فعالیتونو بتنديز ولګول شي.
البته دا هر څه د یوې رښتنې ملي او دموکراتیکې جبهې د منځ ته را تلو له لارې تر سره کېدی شي.