) سرکس پرانيستل کېږيcircus(

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

(Clown)سرکس يو ډول عجيبي،حيرانونکي او په زړه پوري لوبې دي چې منځنی رول يې  یامسخره لوبوي . دا مسخره هم حيرانونکي توڼه (قيافه) لري سر يې تر څټه پوري پک وي .  اوږده ، سره او پڅه پزه ،ښه غټ غټ غوږونه لري ،کله ژاړي ،کله په قهر وي، کله بياخاندي او کله بيا هم يو او بل ته ستر ګک  وهي، ځړېدلې

او پراخه کورتۍ يې په اوږو پرته وي . غټې غټې ګردۍ  او سپيني سترګې لري چې هيڅ نه شرمېږي . يوه خبره چې وکړي سمدستي پرې پښېمانه شي،هر عمل او حرکت يې د ننداره کوونکو له خنداسره بدرګه  کېږي .
همدارنګه دسرکس په لوبو کې وزغن،ببر، خيرن ،پاک او لغړ لوبغاړي  هم داسي حرکتونه کوي چې دليدونکو دزياتي توجه او خنداوړ ګرزي .
دحيرانتيا وړ خبره خو داده چې پر وحشي ژويو باندي دلښتي او يايوې خوږې ګولې  په ذریعه داسي حرکتونه اجرا کوي چې دسړي سد له سره وړي ،هغه دا چې : وزې  پر  پړانګانو، خره  پر اسانو،موږکان  پر پشيانو،چرګان  پر ګيدړانو، شغالان  پر سپيانو،غوايي پر زمريانو اوبيزوګان پر موټرسيکلانو داسي  سپرېږي  لکه  دا کسب  چې له پخوا ورته  په ميراث پاتي  وي .
دا ډول  لوبې ما کله  هم نه  وې ليدلې ، خو مداريان ،پاړوګران  اوشعبده بازان مي ليدلي وو،چې دځينوننداره چيانو سترګې يې ورپټولې او څو پيسې به يې له جيبوڅخه ځيني  ايستلې،هغوی به يوه ورځ ورسته له خپلو جيبو څخه خبرېدل ،هومره خطرناک نه وو .
خو دغه سرکس  ډېر خطرناک دی ، ځکه چې:که دا سرکس ځناوران يوځل بې لاري شول،خدای مکړه ! ټول ننداره کوونکې به تباه اوبرباد کړي . بيايې مخنوی  هم ناممکن دی .
عبدالسلام اندړ
۲۰۱۱/۱/۲۵