سلام خان
د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو معترضو کانديدانو ځو ځلې له ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړی وو، چې د ځانګړې محکمې د بهير له پاى ته رسېدو مخکې دې نوې ولسي جرګه نه پرانيزي. دوى خبردارى ورکړى وو
د ١٣٨٩ کال دپارلماني انتخاباتو دمعترضو کانديدوکيلانو دحقوقي ادعاو دڅيړنې دځانګړي محکمې رييس مولوي صديق الله حقيق دچهار شنبی په ورځ په کابل کی په يو خبري کنفرانس کې دهيواد له جمهوررييس څخه وغوښتل چې دنوى پارلمان پرانستل يوه مياشت وځنډوي. دباختراطلاعاتي اژانس دخبرله مخې : ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې څرگنده کړه چې د٣١١ دوسيوڅيړل وخت غواړي اوښايي دڅيړنې په بهيرکې پريکړه وکړه وشي چې دځينو ځايونو رايي بيا وشميرل شي اوهم بهير په شفافيت سره تعقيب شي زيات وخت ته اړتياشته. ده په دې خبري کنفرانس کې دغه راز وويل هغه څه چې دغه بهير چټکوي داړوندو مرکزونو همکاري ده . دانتخاباتو دڅارنې دازاد مرکز دڅرگندونوله مخې دانتخاباتي شکايتونو کميسيون نهه سوه شکايتونه ليږلي دي دغه مساله ددې غوښتنه کوي چې انتخاباتي مرکزونه ددغو شکايتونو دڅيړنې لپاره دخپلو کاري کړو وړو په باب معلومات ورکړي. دغه څرگندونې په داسي وخت کې کيږي چې دپارلماني انتخاباتو گټوونکي له پارلمان سره دبلدتيا په اوونۍ بوخت دي اوهم د جمهوررييس دويندوى مرستيال دباختراطلاعاتي اژانس ته ويلي و چي نوي پارلمان دسلواغي په دريمه نيټه د جمهوررييس له خوا پرانستل کيږي
د انتخاباتو دځیړنی دځانګړی محکمی درئیس له غو ښتنو وروسته سم دستی د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د سترې محکمې د اختصاصي محکمې له غوښتنې سره سم د نوې ولسي جرګې پرانستنه، چې ټاکل شوې وه د دلوې په لومړۍ نېټه یې پرانیزي، یوه میاشت وځنډوله
د ولسمشر کرزي د دفتر له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، وروسته له دې چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د ولسي جرګې د انتخاباتو ځانګړې حقوقي محکمې په یوه مکتوب کې، چې سترې محکمې ولسمشر ته استولی، د ملي شورا د افتتاح د ځنډولو غوښتنه وشوه، ولسمشر د هیواد د قضايي مرجعې په توګه د دې محکمې د غوښتنې په احترام د ملي شورا افتتاح د کب تر درېمې نېټې پوري ځنډوي او له محکمې غواړي چې تر ټاکلې نېټې(حوت۳) پوري خپل کار بشپړ کړي
ولسمشرهمداراز ټولو دولتي اورګانونو ته سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې له هیڅ راز همکارۍ ډډه ونه کړي.ظاهراً د هغه اشاره د انتخاباتو د کمیسونونو چارواکو ته ده چې هم لویې څارنوالۍ او هم اختصاصي محکمې په نه همکارۍ تورن کړي دي
د سنبلې د اووه ویشتمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو شاوخوا شپږزره شکایتونه درج شول خو ډېر کاندیدان شکایت لري چې د شکایتونو کمیسون د دوی پر شکایتونو غور ونه کړاو حتی یوشمېر کاندیدان چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون د درغلۍ په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي وو، مخکې تر دې چې د هغو قضیې څارنوالي وڅېړي د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له لوري بریالي اعلان شول
په عین حال کی دافغانستان د ملې شورا د مشرانو جرګه دمودې داوږدولو په لاره کې د ولسي جرګې دانتخا باتي سرغړونو ددوسيو دڅيړنې لپاره داختصاصي _ حقوقي محکمې اړتيا موجه بولى او په دې اړوند ددغې محکمې د وړانديز اود افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس دمنظوري ملا تړ کوي.
دغه وړانديز ددغې محکمې له خوا په داسي حال کې شوي چې دڅه دپاسه څلورسوه نسبتي دوسيو څيړنه په رښتينې توګه زيات وخت ته اړ تيا لري او اختصاصي محکمه دې بايد ددې وخت ولري چې د هيواد په مرکز اوځينو ولايتونو کې لا زمې څيړنې بشپړى کړي اودانتخاباتو رښتينې اوبي جنجاله نتيجې اعلام کړي دملي شورا د مشرا نو جرګه په د اسي حال کې چې په رښتينې توګه د ګرانو هيواد والو دسالمو رايو دشميرنې غو ښتنه کوي
په داسې حال کې، چې افغان ولسمشر د انتخاباتي دوسیو د څیړلو لپاره د ځانګړې محکمې په غوښتنه د نوې ملي شورا پرانیستل د یوې میاشتې لپاره ځنډولي، بریالي اعلان شوي کاندیدان بیا ټینګار کوي، چې په ټاکلي وخت به خپل کار پیل کړي،بریالیو اعلان شویو کاندیدانو چی دځان لپاره یی لنډ مهاله اداری پلاوی هم ټاکلی دې دافغانستان دولسمشر دا پریکړه او ځانګړې محکمه غیری قانونی بولې دوی ویلی دی چی مونږ څو څو واری خپلو غونډو کی ویلی دې چی دځانګړی محکمی جوړه ول له اساسی قانون سره سمون نه لرې او دسیاسی انګیزو له مخی جوړ شوی دې
د ولسي جرګې د پرانستې مسله په داسي حال کی نوره هم پیچلی شوه چی دولسی چرګی په تیرو ټاکنو کی بریالی وکیلان هم په خپل منځ کی دولسی جرګی دپرانستلو په سر داختلاف له وجه پر دو برخو وویشل شول که چېرته نيم وکيلان و نه غواړي چې ولسي جرګه پرانستل شي نو کېدای شي د محکمې پرېکړې ته هم اړتيا پاتې نه شي او ولسي جرګه لغوه شي،دا اختلاف له هغه وروسته را منځ ته شو کوم چی دټاکنو ددرغلیو دځانګړی محکمی دغوښتنی په ځواب کی دهیواد ولسمشر ښاغلی کرزی دولسی جرګی پرانستل له مخکنی ټاکلی نیټی ځخه ځه باندی یوه میاشت نوره هم وځنډوله،داوخت یوه ډله هغه وکیلان چی دټاکنو دکمیسیون له خوا بریالی اعلان شوي دی ټینګار کوې چی ولسی جرګه باید دپخوانی ټاکلی وخت سره سم دیکشنبی په ورځ دسلواغی دمیاشتی په دریمه نیټه پرانستله شې،دا ډله ادعاکوې که دولسی جرګی په پرانستلو کی دهیواد جمهور رئیس ګډون کوی او کنه خومونږ به دیکشنبی په ورځ ولسی جرګه پرانیزو.
خو ددغو بریالیو وکیلانو دوهمه ډله بیا دلمړی ډلی برخلاف دریځ خپل کړی دې،دغه ډله وایی په افغانستان کی دسیاسی کړکیج او ستونزو دجلوګیری پخاطر دوی پریکړه کړی چی دټاکنیزو درغلیو دپاره دجوړشوی خاصی محکمی تر پریکړی پوری به انتظار کوې ددی ډلی تعدادچی لسګونو ته رسیږې په خپل منځ کی جلا مشر او منشی هم ټاکلی دې
په هېواد کې د حقوقي چارو کتونکي هم د بریالیو کاندیدانو دا دریځ ناسم بولي او وایي، چې د ځانګړې محکمې له پریکړې مخکې دا کار امکان نه لري، دا ځکه چی یو شمیر کاندیدان ددرغلیو له لاری شورا ته ور غلی دې نوپه کار ده چی لومړی باید ځانګړی محکمه خپله پریکړه وکړي او بیا دافغانستان داساسی قانون مطابق دهیواد دولسمشر له لوری شورا په رسمی توګه پرانستله شې،داځکه چی داساسی قانون مطابق دملی شورا پرنستل دهیواد دولسمشر صلاحیت دې نه دمختلفو خودسرو افرادو اشخاصو چی کله محکمی حکم نه وی کړی او دافغانستان برحاله ولسمشر هوکه نه وی کړی دشورا پرنستل داساسی قانون خلاف کار دې
دبلی خوا داسی تبلغات هم اوریدل کیږې کوم چی دا مهال خاصه محکمه ،چې لږترلږه پر څلورسوو قضیو غور کوي، ممکن د سنبلې د اووه ویشتمې نېټې ټول انتخابات باطل اعلان او د نویو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړي.
په داخل اوخارج کی ټول افغانان داختصاصي _ حقوقي محکمې دڅيړنې پاى ته سترګې په لاره دي او هيله لرې چې د افغا نستان میړنی ملت په خپل مثبت غبرګون ، پو هى او کفايت سره به دپخوا په شان په دغى شخړى بريالۍ شي او د لوى خداى (ج) په توکل ټول دانتخاباتو درښتينو نتيجو په تثبيتولو سره د هيواد دمسلمان ملت د اسلا مي عدالت اود مدنې حقوقو د تا مينولو غو ښتونکی دې. پای سلام خان