دښاغلی رزاق مامون پرمخ دتیزاب پاشلو پیشه دبخښنی وړ نه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان.
نا څرګندو کسانو دتیری سه شنبه په ورځ دروانی جنوری میاشتی پء ۱۸ نیټه چي ويل کيږي شميره يي دوه تنه وه د کابل په مکرويانو سيمه کي د عامي روغتيا څلور لاري ته نږدي د دهیواد وتلی سیاسی شخصیت او ژورنالیست رازق مامون پر مخ او د بدن په نورو غړو تيزاب شيندلي
او سخت يي سوځولی دی،تر ټولو دمخه پرښاغلی رزاق مامون دغه نا ځوانمردانه حمله په کلکه غندم اودغه پيښه دبخښنی وړ نه ده،دیوه افغان په توګه په هیواد کی دټولو امنیتی اوقضایی ارګانونو ځخه غواړم چی دبیان او دمطبوعاتو ازادی ته د ژمنتیا پر بنسټ دژورنالیستانو او لیکوالانو امنیت تا مین کړې او پر رزاق مامون باندی برید کونکی تعقیب او په سزا ورسوې تر ځو په اینده کی دی ورته پيښی تکرار نشې.
رزاق مامون باندي د دې بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د راپورونو له مخي نوموړي په خپلو ليکنو، تلويزوني او راډيويي مرکو کي پر اېران او پاکستان باندي همیشه نيوکي کولې او دغه دواړه هيوادونه يې د افغانستان په بې ثباتۍ تورنول،دکابل ښار دآمنیه قوماندانی دجنایی چارو مسئول له پیښی وروسته ویلی دې،چی نا پیژدل سو تیر ماښام پر شپږ نیمو بجو هغه مهال درزاق مامون پرمخ تیزاب وشیندل کله چی نوموړی غوښتل خپل کورته ولاړشې او دپيښې په ځای کی یوقبضه چاقو هم پیدا شوی دې.
د بي بي سي راډيو راپور وايي چی ښاغلي مامون ويلي پر ده باندي اوسنى بريد د اېران له خوا سوى، ځکه چي د اېران د وروستيو ظلمونو او پر افغانستان د تيلو د بنديز پر ضد يې مظاهرې او مرکې کولې، چي د اېران غوسه يې راپارولې وه
رزاق مامون له پيښي وروسته په روغتون کي  د خبرو پر مهال وويل چي دی له خپل کاري دفتر څخه کور ته روان وو چي د ماښام په پاو باندي شپږ بجو پري د مخ پټ کس له لوري دغه ګزار وسو،مامون چی له تیرو څو کلونو راهسی په حکومت او شمیر ګاونډیانو ملکونو په انتقادی بحثونو کی ګډون کاوه او بیله کومه ډاره به یی هر ځه په واقیعی او حقیقی بڼه په خپله خوږه لهجه او ژبه وخپلو خلګو ته بیانه ول وایی چی دخپل یه نوی کتاب تر خپره ولو وروسته دایران له لورې څو ځله ګواښل ورته سوی دې،دنوموړی دغه کتاب رد پاي فرعون نومیږي چی لا تر اوسه بازار ته نه دی را وتلی خو ویل کیږی چی په هغه کی ښاغلی رزاق پر ایران باندی ډیری سختی نیوکی کړی دې
رزاق مامون د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته د هفته نامه کابل په نامه يوې اونيزي د مشر په توګه دنده لرله، وروسته يي د آزادۍ راډيو د افغانستان د دري سرويس د ايډيټر په توګه دنده لرله چي وروسته بيا د پيمان په نامه د ورځپاڼي مشر سو او لږ وروسته دغه ورځپاڼه د هغه څه په سبب چي حکومت يي پر ځان بې ځايه انتقادونه بولي وتړل سوه
ښاغلی رزاق مامون هغه مهال دافغانستان په خلګو کی ډیر مطرح سواودافغانانو وزړونو ته لاره پیداکړه چي د اسرار مرګ داکتر نجيب الله په نامه يو کتاب يي تر ليکلو وروسته په غټ شمير کي بازار ته وړاندي کړ،په دغه کتاب کی دافغانستان دپخوانی ولسمشر شهید داکتر نجیب اله دشهادت په اړه تحقیق شوی وو او دنوموړی له نظر او باور سره سم یو شمیر هغه کسان وټولو ته ور پيژندل سوی ول چی د شهید داکتر نجیب اله په قتل کی یی لاس در لو دی،دښاغلی رزاق مامون جرائت ، اوهمیشه رښتیا ویل په هیواد کی دیو شمیر مسائلو په باب دستاینی او قدر وړ دي ونوموړی ته د الله پاک ځخه ډیر ژر دصحت او پوره سلامتیا په هیله یم او دښمنان یی شرمیدلی اومخ توری غواړم. پای رحمت اله روان.