په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دکونړ ولايت دملي امنيت مرستيال ښاغلی صاحبزاده دجنوري په دولسمه دهېواداوخلکو ددوښمنانوله خوا دده ګاډي ته په ايښودل شوي بم شهيدشو.(اِن للهِ واِن اليه راجِعونٌ)
ارواښادصاحبزاده له خپل هېواداوهسکېرلي ولس سره دتنکۍ ځوانۍ له هماغه پېل څخه رښتيني مينه درلوده،ده دخپل ژوندډېرې خوږې لمحې دپرګنو چوپړ اودټولنيز عدالت دتأمين مبارزې ته وقف کړې وې.ده له خپلوخلکوسره دژورې مينې له امله تل دکليوالو په زړونوکې ځای درلود اودهغوۍمنځ کې اوسېده. ددوۍ په ستونزوخبر اوتل يې دهغوپه حل کې په پوره هوښيارۍاو زړه سوی نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې.
خداي بخښلی صاحبزاده دکونړ ولايت دګوتو په شمېر پاک لاسو چارواکو څخه وچې هغه نه يوازې داچې دافغان دولت دفساد په خُم کې نه ورنګ شوی ،بلکې له فساد اومفسدينو څخه يې سخته کرکه درلوده.
دده مړينه دکونړولايت له پاره يونه جبرانېدونکی زيان دی او دکونړو روڼ اندوترمنځ به يې دځای دتشوالي داغ تل سوزونکی وي.
ددنمارک مېشتوکونړيانو دښېګڼې دکولتوري ټولنې دمشرتابه جرګه ګۍ دارواښاد صاحبزاده له کورنۍ سره په دغه ماتم کې ځان شريک بولي اوخدای بخښلې ته دلوي څښتن (ج) څخه دمغفرت اوفردوس جنت غوښتنه کوي.
ددنمارک مېشتو کونړيانودښېګڼې دکولتوري ټولنې دمشرتابه جرګه کۍ