بسمل
په جرمني کې نه یوازې د بایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې د ټولوغړو بلکې دډېروجرمن مېشتو،اروپا مېشتو او آن یوشمېر نړۍ مېشتوسپېڅلو اوهېواد پالو افغانانو په استازیتوب زه محمدامین بسمل له هغو اتلوافغانانو،لیکوالانواو ژورنالستانوڅخه مننه کوم
باید دې ته سم ځیر شو چې په دا لسو کلونو کې به داسې ورځ نه وي چې د یوپښتون وینه نه وي تویه شوې .
آیا تاسو هم په دا نږدې لسو کلونو کې کومه داسې شپه لیدلې چې پښتانه په بې غمي ویده شوي وي؟
دا ولې؟
ولې ولې خو اوس له شماره ورواوښتې خو ګناه یوازې زموږ ده چې هر یوځان من من بولو چاریکی په موږ کې نشته دا هر څه زموږ له خپله لاسه دي دستارخوان زموږ خو واک یې نه دی زموږ .
که یادمو وي وروسته داصف ننګ له توقیف کېدو څخه دا یوه بله پېښه وه چې د دولتي زورورو لخوا تر سره شوه دې پېښې هم دهېواد په دننه او بهر کې داتلو پښتنو احساسات را وپارول .
رنګین داد پرسپنتاچې کوم شخصیت په کاذب ډول لاس ته راوړی وهغه یې هم په خپل توپکسالاري ښاغلي اسدالله وحیدي ته ور وباښه نوګران اسدالله وحیدي!
مبارک دې شه،دسیاسیونوحماقت خوپدې کې وي چې د بې ځایه احساساتواو تکبر له مخې لویه لوبه وبایلي .
که چېرې سپنتاستاسو په ورکړ شوي خبرغوږ نه وای خوځولای تېر په هېر به و خو ده،
دلږکیو د میکیدې په خم کې
خپل شغالي کالبوت زمری ولیدو
حمله یې وکړه په تا خو په شرمو وشرمېد
بس مبارک دې شه نو
دا سې چانس نه وي مدام دهر یو کس لپاره
ته زموږ کشر ورور وې اوس به دې بولو مشر
بس مبارک دې شه نو!
یادونــــــــــــــــــــــــه :
نن مې له ښاغلي اسدالله وحیدي سره تیلیفوني اړیکه ونیوه ما غوښتل چې ځان ورته معرفي کړم خو زما دنوم په اورېدو یې دومره ځان اشنا وښودچې ماوېل د خاپوړو ملګری مې دی په هر صورت خبره نه اوږدوم خو زما روحیات یې دومره پیاوړي کړل چې نور به نه وایم څه .
مایوه خبره ورته وکړه چې زه ستا په توقیف خوابدی نه یم ای کاش چې ستاپه شان یوڅونورپښتانه ژورنالستان هم توقیف شي تر څو موږ ودردېږو او دهزاره ګانو خصوصیات خپل کړو .
هیله ده چې وحیدي صاحب زماپه دې خبره خپه شوی نه وي باور مې همداسې دی چې هغه لا نورهم خوښ شو خو خبره دا ده زماخویندو وروڼو!
مشران خو لرو خو موږ کبرجن یې نه منو بس ددې غم وخورئ !
اوس به له مننلیک څخه داستان لیک نه جوړوم خبره لنډوم اوټولوباتوروافغانانو(پښتنو) ته زېری ورکوم چې اوس وروپه ورو د رازونوکیلي زموږلاس ته راځي نوربه له خیره سره یوکېږو اودا ټولې تورې نقشې به سوځوو .
محمدامین بسمل په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/14399