عبدالسلام اندړ
ميرګل اکا ډېر بوډا اوناروغه وو. په لاره کړوپ کړوپ روان وو.
څوک نه پوهېدل چې ميرګل اکا چېري ځي ؟ ډاکترته ، دشهيد زوی قبر ته،دپير دربارته ، دتعويذ لپاره ملاته ،فال بين ته اوکه دمګري ته .
ناڅاپه ديوه سپي سره مخامخ شو. سپي ورته وغپل . بوډا له وېري مځکي ته لاس کړ،يوه وړه لوټه يې را واخيسته او دسپي په لور يې ور وغورځوله .
له وړاندي يو مسلح سړی چې ځناورته ورته وو، راغی اومير ګل اکاته يې سپيکي سپوري وويلې اوپه کړوپه ملايې دتوپک له قنداق سره کلک کلک وواهه او ورته ويې ويل : ړوند يې؟نه وينې ؟ نه پوهېږې ؟چې دا سپی د چا دی ؟ بدمرغه!دخدای قهر درباندي شوی! چې د ( . . . . )صاب سپی په لوټو ولې ، هسي هم دګور په غاړه ولاړ يې،کنه ! دوژخ ته مي دا اوس لېږلې .
ميرګل اکاچې ليږ مخته ولاړ بل سپی يې و ليد . له سپي څخه لا لري وو، چې يو وحشي صفته ببر سړی يې مخي ته راغی او ورته ويې ويل : ړوند يې؟ نه وينې ؟چې د( . . . . ) صاب سپی هلته پروت دی ، ورک شه! دخدای په غضب ککړه!دې خواته مه راځه ! بوډابيا هم څو قنداقه په کړوپه ملا وخوړل ،سپکي سپورې يې په سړه سينه واورېدې .
سپينږيري کوڅه بدله کړه، څو قدمه چې يې واخستل . ګوري چې ديوې لويي،کږې وږې ،نوي جوړي شوي اوبدرنګې ماڼۍ چې زنداته ورته وه ،مخ ته يې خـډل خـډل سپي ولاړ اوپراته وو .
بوډا له وېري لړزې واخيست او سمدلاسه يې لاره بدله کړه . له يوه لاروي څخه يې پوښتنه وکړه، بچيه ! هغه سپي دچا دي؟ هغه ورته وويل : داسپـي( . . . . ) صاب دي، څه يې کوې ؟ دې سپو ډېرخلک داړيدي .
په تنده لهجه يې پسي زياته کړه . بابا! هغې خواته مه ګوره ! کښته ګوره! خپله لار دي وهه! که يې درته پام شو، په ولله ټوټه ټوټه خوبه دي کړي .
بوډا سر وښوراوو او نفس يې بند بند کېده، ورو ورور رهي شو او بله لار ه يې ونيوله .
څه لار چې ولاړ ،چا غږ پرې وکړ : بابکه ! هغې خواته مځه ! نه يې وينې؟چې امريکايي خطرنا ک ، خروړي او داړونکي سپي پراته دي . که يې وليدې څيري څيري به دي کړي، ځان درباندي تاوان دی؟ په بله لاره ولاړ سه !
سپينږيری بيرته پر شا وګرزېد . بوډا کوڅه په کوڅه ،ګام په ګام د رعيت د قاتلانو له قاتلو سپو سره مخامخ کېده . آسمان ليري اوځمکه کلکه وه، حيران وو چې پرکومه ولاړ شي .
بوډا خوارکی ټوخي اخيستی وو، ساه يې بنده وه، لاره يې اوږده وه .
ټولې لاري او کوڅې له داړونکو ،خطرناکو،تعلمي او جنګي سپوڅخه ډکي وې .
ميرګل اکا دزړه له درده په خپله لکڼه تندی کېښود، اوږده ساه يې و ايستله ، لکه ماشوم چې خپله مور ورکه کړي وي په لوړ غږ يې وژړل .
پورته يې آسمان ته وکتل او وويې ويل :( اې خدايه ! دا موخپل عملونه دي چې را رسېږي، ورځ يوه تربلې بدتره شوه .
پخوا خو په يوه مالومه کوڅه کې څو روسي سپي پراته وو.
نن خوټول ملک عربي، پاکستاني، ايراني،انګريزي او امريکايي خلاصو نازولو داړونکو سپو نيولی او ټولي لاريې بندي کړي دي .) له دې سپو سره تر ژوند کولو سل ځله مرګ بهتر دی .
عبدالسلام اندړ