بســـــــــــــــــــــــــــــمل
په۲۰۰۱ زکال کې دسپتمبر دیوولسمې۱۱نېټې پېښه د یو منظم او سنجول شوي پلان له مخې دافغانستان او سیمې داشغال لپاره تر سره شوه ځکه خو باید ومنو چې افغانستان یو اشغال شوی هېواد دی، دا هم ویلای شو چې دسیمې داشغال په منظور افغانستان هم وسیله وګرزېد او هم هدف .
له همدې کبله له تروریزم سره د مبارزې په نوم راغلي وسلوال کسان یرغلګر اواشغالګر ګڼلای شو .
که داسي نه وي نو بیا ولې داښاغلي په لوی لاس امنیتي ستونځې ورځ تربلې پسې زیاتوي ؟
له امنیتي ستونځو څخه مې هدف دا دی چې اشغالګر پخپله د سولې مخه نیسي تر څو دخپل ښکېلاک دوره نوره هم اوږده کړي .
په افغان ولس تپل شوی سمبولیک مشر (حامدکرزی) اودا نور تش په نامه چارواکي تر بل هر چازیات زموږ د ملت او هېواد دښمنان او تاریخ ته پړه دي .
که داسې نه وي نو بیا ولې دا چارواکي د شخصي او دولتي ملکیتونو د غصب ، داداري فسادودې، د مخدره توکو قاچاق، قانون ماتونې اودهر ډول نورو ټولنیزو نارواوو لړۍ ته دوام ورکوي ؟
زموږ دسیمې داشغال اوزبېښاک یوبل ثبوت دادی چې دافغان جګړې دواړه خواوې دښکېلاکګرولخواتمویل اوددې لپاره لوبول کيږي څوراغلي نابللي د سیمې ټولو زېرمو ته ځانونه ورسوي .
که تاسې یې نه منئ نوبیا ولې په څرخکوکې دهېواد شمال ته دطالب په نوم خلګ وړي اویادهېواد په ځینو برخو کې له څرخکو څخه په کانتینرو نوکانتینرونو وسله ورته ښکته کوي؟
پدې وروستۍ لسیزه کې له بهرنیوڅخه کورنیو غلیمانوزموږملي یووالي ،ولس او هېواد ته ډېر زیان واړاو.
منظور مې دجنګي جنایتکارانو بې شرمي ده چې کله دکوچیانو او هزاره Aګانو ترمینځ اوربلوي او کله دکابل د تش په نامه دولت درۍ ګونې قواوې دولس په خلاف کاروي .
که داسې نه وي نو بیا دا ولس ناراض په څه دی؟
دپورتني منطق اوپه لوی لاس رامینځ ته شووستونځوله مخې د ارګ بهرني دوستان ؟؟ زموږ د پرمختګ او سوکالي په ځای اوس زموږدګران افغانستان دتجزیې او یاخو په افغانستان کې ددایمي پوځې اډو غوښتنې کوي مهرباني وکړئ دا لاندې لینکونه دواړه کښېباسئ :
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=20474
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=23927
دسپینې ماڼۍ ننني واکمنان په خورابې باکي سره نړیوالو ته ځانونه سپین چرګان معرفي کوي چې ګواکې په ۲۰۱۴زکال کې له افغانستان څخه خپل فوځونه مطلق باسي داپه داسې حال کې چې ددوی ستراتیژي دکسپین بهیرې تراشغال پورې حتمي ده داما نا چې امریکایان به تر هغه وخته له سیمې څخه ونه وزي تر څو چې زموږ دسیمې ټوله شتمني یې نه وي لوټ کړې او یا خود چین او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه عملأ په جګړه کې نه وي ورسره ښکېل شوي .
دورستیو اوکره شواهدو له مخې داسې مالومیږي چې ایران اوپاکستان دسپینې ماڼۍ دستراتیژي په عملي کولو کې پوره همکار دي ځکه خو دا دواړه هېوادونه په افغانستان کې دجګړو په لمبو تېل شیندي .
امریکا غواړي دسیمې د همیشني کنترول لپاره افغانستان خپله دایمي فوځي اډه وګرزوي اوددې ترڅنګ په پاکستان کې دسفارت د پراختیا په پلمه خپله څارګره اداره CIA په سیمه کې د نورو ګډوډیو، اړ او دوړونو لپاره ځای پر ځای کړي تاسو کولای شئ دا لاندې لینک کښېباسئ اونور هم په جریان خبرشئ :
http://larawbar.com/peace/?p=156
ایران په خلاص لاس دفرهنګي اوفوځي یرغل تر څنګ زموږ اقتصادهم زیانمنوي زموږ اوبه ایران او پاکستان ته د کابل ادارې د بې غوري او بې همتي له کبله همداسې مفتې وربهیږي .
دهر ډول جفاوو او نادودو په پراختیاکې همدوغو دوو هېوادونو په داسې وخت کې دخپلو ملي ګټو لپاره لوی رول ولوباوه چې دکابل ګلخانې ماڼۍ په مینځ کې خوځنده بت (حامدکرزی) یوازې دې ته خوښ دی چې ایران دګران افغانستان او افغانانو(پښتنو) دتباهي لپاره په کال کې دوه ځلې دپیسوکڅوړې ورکوي مهرباني وکړئ پدې لاندې لینک کې په افغان ولس تپل شوی حامد کرزی وګورئ :
نن سباهر ځای نارې اوسورې خپرې دي چې ایران له افغانانو سره خورا ناوړه سلوک کوي، دتېلو ټانکرونه له پولې څخه نه را پرېږدي ترڅودبیو دلوړوالي په صورت کې زموږ ولس نورهم وکړیږي .
دایران واکمنان زموږ افغان زندانیان اونورمحاجر افغانان وژني، له وژلوڅخه وروسته یې زړه، پښتورګي او داسې نوردبدن غړي راباسي اوخپلې لابراتواري زده کړې پرې کوي خوبیاهم دکابل ګوډاګۍ ادارې غوږونه مړه نیولي دي یوازې خپل جېبونه ډکوي تر څوزموږ ملي پانګه له هېواد څخه بهر خپلو بادارانو ته ور وباسي خود دې شعورورسره نشته چې یوه ورځ به دا له هېواد څخه ولجه شوې پانګه ټوله د دوی ننني یاران(ښکېلاکګر) ورڅخه کنګل کړي .
یوه اړینه یادونــــــــــــــــــــــــه :
قدرمنو لوستونکو ته ډاډ ورکوم چې دنړۍ پر مخ له یو انسان سره هم شخصي ستونځه نه لرم او نه کوم قومي او ژبني تعصب لرم خو دامنم چې په یوه پښتنه کورنۍ کې زېږېدلی یم په پښتو او پښتونوالي ویاړم د بل هر قام او ژبې درناوی کوم داچې نن ورځ په ډول ډول پلموله پښتنو سره لوی ظلم کیږي دازه نشم زغملای که دا ډول نارواوې له بل هر قام سره وشي زه به همدومره پرې وخوږیږم لکه په خپل قام خو له بده مرغه ځینیومتعصبو کسانو ته زما ترخې لیکنې زور ورکوي دوی داسې فکر کوي چې ګواکې زه له حامد کرزي سره کومه شخصي ستونځه لرم .
نه نه داسې نه ده زما ستونځه له ننیو تش په نامه واکمنانو سره دملي ګټو او ګران افغانستان داستقلال په سره ده اوبس .
زه د ښاغلي کرزي دښمنان لمړی هغه څوک ګڼم چې ده ته یې دومره دروند مسؤلیت ورپه غاړه کړ اودوهم هغه کسان چې دده ترشا اوخوا راتاو، دده اوولس تر مینځ یې لوی لوی پاټکونه اچولي دي تاسومهرباني وکړئ دا لاندې لینک کښېباسئ چې داسلام مقدس دین، زموږ هېواداو ولس چا بدنام کړ :
http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/sh_hassin_tshehra_wa_talash_ha.pdf
زه فقط دومره وایم چې راست ګفتن تلخ است ولی برشرین دارد.
ومن الله توفیق
د یو پیاوړي او خپلواک هېواد ګران افغانستان په هیله