سلام خان
د يوې امريکايي ورځپاڼي د رپوت له مخه د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس امر کړی چي افغانستان ته د طالبانو ضد جګړې لپاره 1400 نور«جنګي سرتيري» واستول سي.
والستريت ژورنال په خپل يو رپوټ کي چي د امريکايي چارواکو د ويناوو پر اساس يې خپور کړی،
په رپوټ کي راغلي دي چي امريکايي قوماندانانو ويلي هغوی هغه پيشنهادونه تر غورلاندي نيولي ترڅو پر هغه نورو «جنگي سمندري» سرتيرو سر بيره په نوموړې سيمه کي د جګړې ډګر په نورو جنګي سرتيرو سره پياوړي کړي.هغوی ویلی که چیری دغه وړاندیزونه ومنل شی دکندهار دجګړی په جبهو کی به دجنګی سرتیرو شمیر ۳۰۰۰ ته لوړ شي
د د دفاع وزارت د وياند جيف مورل له خولې د والستريت ژورنال په رپوت کي راغلي دي: « هدف دا دی تر څو له هغو برياليتوبونو څخه ګټه واخلو کوم چي په څو تيرو مياشتو کي مو لاس ته راوړي دي،امریکا په اوس وخت کی په افغانستان کی شاوخوا ۹۰زره سر تیری لري.»
د اپه داسی حال کی دې چی دا مريکا د متحده ايالاتو ولسمشرپه خپل هيواد کي د هيوادوالو تر سخت فشار لاندي دی اوباما بايد په افغانستان کي د دوی د نظامي شتون پايلي هيواد والو ته روښانه کړي،همدا رنګه ټاکل شوی ده چی باراک اوباما دروان کال په نیمایی کی دافغانستان ځخه دخپلو سرتیرو په راکمولو شروع وکړي.
د بهرنيانو لخوا 2010 کال د طالبانو د ماتي او په افغانستان کي د ثبات د راوستلو لپاره حياتي کال بلل سوی ؤ. خو اوسنۍ وضعي ته په کتو سره داسي ښکاري که چيري د روان ميلادي کال په لومړيو وختو کي د افغانستان په وضعي کي ښه والي رانسي، نړيوالو ځواکونو ته به د افغانستان څخه د وتلو زمينه برابره نه سي
په رپوت کي يادونه سوې چي امريکايي چارواکي وايي د نوو سمندري سرتيرو په استولو سره به د ټولو جنګي سرتيرو شمير تر هغه اندازې ډير نسي چي بارک اوباما تر دې د مخه د هغوی امر ورکړی دی
اوباما پر خپلي جنګي سراتيژۍ باندي تر کتني وروسته، وويل چي د طالبانو په وړاندي په کافي اندازه پرمختګ سوی هغه وويل چي دغه پرمختګونه تر2014کاله پوري افغان ځواکونو ته د امنيت مسووليت د انتقال لپاره لاره هواروي
ولسمشربارک اوباما تېره میاشت ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا جنګي پلان سم مسیر ته برابر شوی، خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې د ډېرو قربانیو په بدل کې ترلاسه شوي پرمختګونه له لاسه وتلی هم شي،په نوموړی راپور کی دا هم ویل شوې دې چی دامریکا ددفاع وزارت دا پریکړه دکانګریس تصویب ته اړتیا نه لری خو له دی سره سره ګومان کیږی چی دځینو دیموکراتانو له مخالفت سره به مخامخ شي ،داڅکه چی ددیموکراتانو دفشار په نتجه کی ولسمشر اوباما دروان میلادی کال دجولای میاشت له افغانستان دعسکرو دایستلود پیلولو نيټه ټکلی ده
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان پتریوس وايې چې دوى اوس په افغانستان کې له يو سخت حالت سره مخ دي چې په دي لاره کې نور نو له بي صبرى او ددغه جنګ له ادمي نه بايد لاس واخستل شي،نوموړی دغه راز ویلی دي چی له افغانستان څخه ددوی دوتلو لپاره یو مهم شرط دادی چی افغان آمنیتی ځواکونه ته دخپل هیواد امنیتی مسولیت وسپارل شې
نوموړي دغه راز دخپلو ځرګندولو په طرڅ کی ویلی دې چی:د دغه کار او په افغانستان کې د دايمي سولي لپاره چې اوس ناټو ځواکونه په دي لاره کې لا زياتي هلي ځلي کوي او له دغه هيواده د ناټو ځواکونو بشپړ وتل له وخت سره نه بلکي په افغانستان کي په روان حالت پورې اړه لري، نوموړي په افغانستان کې روانو پوځي عملياتو ته په اشارې وويل:چې په افغانستان کې روان پوځي عمليات بايد په پوره همغږى ترسره شي چې دا د افغان امنيتي ځواکونو په پياوړتيا او او غښتليتوب باندي دلالت کوي،داچی مونږ په افغانستان کی له یوترینګلی حالت سره مخامخ یو خوددغه حالت له مینځه وړل زمونږ په وتلو او په دغه هیواد کی دعملیاتو په بند ولو سره کومه نتجه نه ور کوې
خو بل لور ته جمهوري غوښتونکي، چې په کانګریس کې اکثریت لري، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د
شمېر ملاتړي ښکاري ځکه دوی له افغانستانه د عسکرو د ایستلو لپاره د ولسمشراوباما له لوري د نېټې له اعلانولو سره هم مخالفت کړی وو.په دی باب دآمریکا دپوځی پالیسی په برخه کی دجمهوری غوښتونکی ګوند یوه مخکښ سناتور ( لیندسی ګراهام) تیره اوونی وویل چی دی له له آمریکایی چارواکو غواړی چی په افغانستان کی ددایمی پوځی اډو په جوړه ولو غور وکړي نوموړی ویلی دی چی په افغانستان کی دڅو امریکایی اډو لرل به سیمی ته ګټوروی او دافغانستان آمنیتی ځواکونوته به دمخالفینو په وړاندی یو سنګر برابر کړي.ګرا هام دا ځرګندونی په داسی حال کی کړی دی چی دویکی لیکس له لوری دآمریکا په یوه افشا شوی دیپلوماتیک سند کی ویل شوی دی چی ولسمشر اوباما له افغانستانه دپوځ دایستلو خبره ددی لپاره کړي چی دآمنیتی مسولیتونو دمنلو په برخه کی دافغانستان حکومت ته احساس ور کړې.
همدا رازد بریتانیا دفاع وزیر، چې افغانستان ته په سفر تللی، دتیری چهارشنبې په ورځ وویل چې ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ په افغانستان کې د طالبانو پرضد د جګړې لپاره حساس کلونه دي او د ناټو ځواکونه اوس پوره پیاوړي دي چې د افغانستان په جګړه کې بدلون راولي
د بریتانیا دفاع وزیر لېم فاکس دا هم وویل چې سږکال په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونود شمېر کمېدا به له دې سره تړلې وي چې حالات څرنګه دي او افغان ځواکونو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو د سپارلو کار په راتلونکو دوو کلونو کې پیل کېدای شي
فاکس د ښاغلي اوباما له لوري ټاکل شوې نېټې ته په اشارې وویلی دی چی:«موږ هم په همدې فکر کې یو خو لا جنوري ده او سر له اوسه نه شو کولی چې وړاندوینه وکړو چې د کال تر پایه به څه پېښ شي،نوموړی تاکید کړی دی چی دڅواکونو هر ډول کمیدا به له عملی شرایطو سره تړلی وي که حالات ښه شي مونږبه دڅواکونو ایستل ژرپیل کړو او کنی زمونږ پری یکړه بدلیدای هم شي مونږ غواړو چی ځان په دی ډاده کړو چی پرمختک دومدار دی مونږهمداراز غواړو چی یقینی کړو چی دافغان څواکونو دروزنی لپاره دناټو ماموریت په ښه سرعت پرمخ څي.پای سلام خان