عايشې رڼا مومند سره د خواخوږۍ پيغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ډېرې خواشينۍ سره خبره شوم چې د پښتو شعر او ادب د ځلاندې څېرې، او
زما د ګرانې خورکۍ ( عايشې رڼا مومندۍ ) پلار له دې فاني نړۍ څخه د تل

لپاره سترګې پټې کړي دي.
انا لله و انا اليه راجعون.
د خداى بخښلي جنازه د تېرې پنجشنبې په ورځ له کابل څخه لوګر ولايت ته
انتقال او هلته په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې ده.
رڼاجانې خورې! مونږ ستا ټول دوستان له تا او ستا له درنې کورنۍ سره په
دغه ستر وير کې ځان شريک ګڼو، له لوى خداى څخه ستا ګران پلار ته د بخښنې
او د هغه ټولو خپلوانو او خواخوږو ته د زړونو د صبر غوښتنه کوو.
ګرانې رڼا جانې! زه ستا د ټولو دوستانو او ستا د شعر او ادب د مينه والو
په استازولۍ ستر درشل ته لاسونه لپه کوم چې الله دې له نورو غمونو په
امان کې وساته. امين
ستا خور (و.ويدا