{jcomments off}نن دجرمني په بایرن آیالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې غړو دکال وروستۍ غونډه په Aibling Bad باد ایبلینګ ښارګوټي کې وکړه .
په غونډه کې د۲۰۱۰ز کال په مهمو پېښو، زموږ په ستونځو، بریاوواو د ملګرو په نه ستړي کېدونکوهڅواو
نارسیوخبرې وشوې .
زموږ دغونډو، اعلامیو،لاریونونو، غږیزو اوقلمي رسینیوکې دفعالې ونډې په اړوند اوږدې خبرې وشوې په ځانګړي ډول زموږ لاریونونه خوراګټور وارزول شول .
په نننۍ غونډه کې مو یو ځل بیا دولسې جرګې له شرمه ډکې ټاکنې وغندلې،له ګرانوهېواد والو څخه یوځل بیا هیله کوو چې دا نامشروع ټاکنې دسولیزو لاریونونو په طرځ کې وغندي څوایرانی پارلمان زموږ په ولس ونه تپل شي .
موږدافغانستان د روان کړکېچ حل لاره یوازې دیو نړیوال بې پرې کنفرانس په دایرېدوکې وینوڅویوه لنډ مهاله اداره رامینځ ته کړي او بیا ټول ولس ته د رښتینو ټاکنویوه سولیزه فضأ برابره شي .
قدرمنو خویندو او وروڼو!
تاسوته په ډېر درناوي سره بلنه درکووچې په لاندینیولینکونوکې دبېلګې په توګه زموږ دسږ کال هڅې وګورئ :
دسپینې ماڼۍ واکمنانوته دبایرن مېشتو افغانانواحتجاجلیک په لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://larawbar.com/peace/?p=334
دکندهار دعملیاتو په وړاندې زموږ اعلامیه په لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://talafghan.com/messegesandreports/byrenafghculassoc16052010=mabismel.html
په ایران کې دافغان زندانیانوداعدامونو پر خلاف زموږ هڅې په لاندیني لینک کې لوستلای اواورېدلای شئ :
http://www.salgay.com/Elan/Germany%20Bayran%20AFghan%20Community%200003.html
په کابل کې دبې مفهومې جرګې په اړوند زموږ لیکنه په دې لاندیني لینک کې لیدلای شئ :
http://talafghan.com/messegesandreports/jarganadadawalassargardanida=mabismel.pdf
دملي یووالي دټینګښت لپاره دجرمن مېشتو افغانانولمړنی اوبریالی تیلیفوني کنفرانس په اړوند په دې لاندې لینک کې مالومات ترلاسه کولای شئ :
http://talafghan.com/socialpolitics/milliyawwalaighwaru=mabismel.html
له آلمانانو سره دهمغږي دګډو هڅوجریان په لاندې لینک کې لیدلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/12961
دولسي جرګې دتحمیلي اوجعلي ټاکنو په اړوند زموږ اعلامیه په لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/13035
دډېورنډ دتحمیلي کرښې په اړوند زموږ د اکتوبر میاشتې اعلامیه په لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/13482
که دلینکونوپه خلاصېدوکې ستونځه لرئ، دسولې او نښتر په ویبلاګونو کې هم زموږ دچارو جاج اخیستلای شئ :
http://larawbar.com/peace/ http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/11512
دجرمني په بایرن آیالت کې زموږ دکولتوري ټولنې ټول ملګري دنړۍ هر انسان ته را روان ۲۰۱۱ زکال له سولې اوثبات څخه ډک او بختور کال غواړي .
الله امین یا رب العلمین
دجرمني په بایرن آیالت کې دافغانانو کولتوري ټولنه