عزيز الرحمن "ذكي"
كومه ټولنه چې د اقتصادي، سياسي اجتماعي او علمي پلو وروسته پاتې وي له ډېرو ستونزو ، كړاوونو او ربړو سره لاس او ګرېوان وي چې يو له هغو ستونزو له څخه ماشومانو سره متضادې رويې دي دغه رويې اكثر د نوي ماشومانو له پيداكېدو سره منځ ته راځي زمونږ په افغاني ټولنه كې مور ،پلار او د كورنۍ نور غړي يو ماشوم ته تر هغه وخته ډېره مينه وركوي
نو ددې لپاره چې ماشوم په ذهني او جسماني لحاظ قوي وساتل شي له متضادې رويې ډډه كول پكاردي او بايد له دواړو ماشومانو سره يو قسم رويه وشي، كه چېرې له دويم ماشوم سره د لمړني ماشوم په نسبت ډېره مينه كېږي نو لمړنى ماشوم بايد پدې خبره پوه شي چې هغه ستا وړوكى ورور يا خورده او ته هم له هغه سره مينه وكړه ځكه هغه دنيا ته نوى راغلى او لدې چاپيريال سره نا اشنا دى تر څو دويم ماشوم پدې حقيقت پوه شي چې مور او پلار يې لده سره هم مينه كوي او پدې توګه ماشوم د كمترۍ له احساسه او همدارنګه له ذهني او جسماني كمزورتيا څخه وژغورل شي.
په همدې هيله.