لیکنه : ابو الاعلی مودودي
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
اووم باب
پدې آخري باب کې موږ د شریعت اصول او ځانګړی ځانګړی احکام بیانوو ، له هغو نه به تا ته معلومه شي چې اسلامي شریعت د انسان ژوند د څومره بهترینې اوښې طریقې اوتګلارې پابندوي او پدې تګلاره کې څومره ډیرې ګټې اوحکمتونه خوندي دي .
دشریعت اصول .
که ته خپل ځان ته ځیر شی ، نو تا ته به معلومه شي چې ته دې دنیا ته دڅومره ډیرو قوتونو سره راغلی ئې ، او دهر قوت او صلاحیت تقاضا هم دا ده چې له هغه نه کار واخیستل شي . په تا کې عقل شته ، اراده شته ، هیله شته ، بینایی شته ، اوریدلی شي ، ذایقه لری ، د پښو او لاسونو قوت لری ، نفرت او غضب درکې شته ، مینه او محبت شته ، ویره او مکاري شته ، لدغو ټولو شیانو څخه یو هم بېکاره نه دی ، هر څه د دې لپاره درکړ شوی دی ،ځکه چې ته ورته اړتیا لری ،په دنیا کې ستا دژوندانه او دژوند بریالیتوب پردې ولاړ دی چې ستا طبیعت او فطرت څه غواړی هغه پوره کړای شی ، او دا کار هغه مهال شونی دی چې ته له هغو ټولو قوتونو څخه کار واخلې چې الله تعالی تا ته درکړي دي .
بیا ته ګورې چې د هغو قوتونوڅخه چې دتا په جسم کې خلق شوی دي د استفادې چارې هم تا ته ښول شوې دي ، تر ټولو وړاندې خو ستا خپل جسم دی ،چې پکې ستا داړتیا ټولو سامانالات موجود دي ، لدې وروسته ستا شااوخوا دنیا ده ،چې پکې هر راز شیان شتون لري ، ستا د مرستې لپاره ستا هم جنسه انسان موجود دی ، ستا د خدمت لپاره چارپایان شته ، نباتات او جمادات شته ، ځکمه ، اوبه ، هوا ، روښنایی او حرارت او داسې نور بې شمیره شیان شته دي ، الله تعالی دا ټول د دې لپاره پیدا کړی چې ته ورنه استفاده وکړې ، او په ژوندانه کې ورنه مرسته تر لاسه کړې .
اوس له یوه بله اړخه وګوره ! ، تا ته چې کوم قوتونه او صلاحیتونه درکړ شوي دي ، هغه د ګټې لپاره درکړشوي دي نه د زیان لپاره ، د هغه د سم استعمال څخه یوازې باید تا ته ګټه ورسیږی ، زیان درته ونه رسیږی او که رسیږی هم باید دومره کم وی چې چاره ونلري ، لدې پرته چې څومره صورتونه دی ، د عقل پربنسټ ټول غلط دي . دبیلګې په توګه که ته داسې کوم کار وکړې چې یوازې تا ته زیان ورسوي ، نو دا کار هم غلط دی ، او که ته کوم قوت داسې استعمال کړې چې کوم صلاحیتونه تا ته درکړشوي دي هغه بې ځایه مصرف شي نو دا هم غلط کار دی ، ستا عقل په خپله د دې خبرې تصدیق کوي چې زیان که هر ډول هم وي په خپل ذات کې داسې شي دی چې باید ځان ورنه وساتل شي . او زیان یوازې په دې صورت کې د منلو وړ دی چې له هغه نه دخلاصون لاره نه وی ، او یا دهغه په بدل کې کومه لویه ګټه نغښتې وي .
لدې وروسته نور وړاندې ولاړ شه ، په نړۍ کې دوه ډوله انسانان موجود دي ، یو ډول هغه انسانان دي ، چې قصدا خپل ځینې قوتونه داسې استعمالوي چې یا خو د خپل ځان نورو صلاحیتونو ته زیان رسوي او یا هم نورو انسانانو ته ، یا هغه صلاحیتونه بې ځایه مصرفوي چې ده ته یوازې د ګټې پورته کولو لپاره ورکړ شوي دي نه دې زیان اړولو لپاره . دوهم ډول انسانان هغه دي ، چې قصدا داسې نه کوي خو د نا پوهۍ له کبله داسې تیروتنې کوي .
لومړۍ ډول انسانان شرپسنده انسانان دي ، او دهغوی لپاره داسې قانون ته اړتیا ده چې دوی اداره کړای شي ، او دوهم ډول انسانان بې خبره او نا پوهه انسانان دي او دوی داسې علم ته اړتیا لري چې دخپلو قوتونو او صلاحیتونو سم او درست استعمال دوی ته تشریح کړي . الله تعالی چې کوم شریعت خپل پغمبر صلی الله علیه وسلم ته رالیږلی هغه ئې د دغې اړتیا دپوره کولو لپاره رالیږلي دی ، هغه نه غواړي چې ستا هیڅ یو صلاحیت بې ځایه استعمال شي ، نه دې کومه هیله بې ځایه ووژل شي ، او نه دې کومه جذبه له منځه ولاړه شي ، هغه له تا څخه نه غواړي چې دنیا پریږدی ، او ځنګلونو او غرونو ته ولاړ شی ، د لوږې نه مړ شې او لوڅ لپنګ وګرځې ، په ځان باندې تکلیف راولې ،او د دنیا سوکالی او سعادت په ځان حرام کړې . هیڅ کله نه ! دا دالله تعالی له لوری رالیږل شوی شریعت دی ، او الله تعالی هماغه دی چې دا دنیا ئې د انسان لپاره جوړه کړې ده ، هغه به څرنګه خپله دا دنیا ړنګه بنګه اوبې رونقه خوښه کړي !؟ هغه تعالی دانسان په جسم کې هیڅ یو صلاحیت او قوت بې ځایه نه دی خلق کړی ، او نه هم په ځمکه او آسمانونو کې داسې کوم شي شته چې له هغو نه کار وانه خیستل شي ، هغه تعالی خو په خپله غواړي چې دا دنیا درونق نه ډکه مخ پر وړاندې ولاړه شي ، له هر قوت نه انسان سمه او پوره ګټه پورته کړي ، د دنیا له هر څه نه استفاده وکړي ، له هر هغه څه نه ګټه پورته کړي چې الله تعالی د ده لپاره په دنیا کې پیدا کړي دي ، دا راز دې دجهالت او شر پربنسټ نه ځان ته زیان اړوي او نه هم بل چا ته ، هر هغه څه چې انسان ته زیان اړوي هغه شریعت حرام کړي دي ، او هغه څه چې ګټور دي هغه ئې حلال کړي دي ، له هغو کارونو څخه چې په خپله انسان او یا بل چا ته زیان رسیږي هغه شریعت منع کړي دي ، او ټول هغه کارونه ئې روا کړي دی چې انسان ته ګټور دي ، او هیڅ چا ته هم زیان نه اړوي .
دشریعت ټول قوانین په دې اصولو مبني دي چې انسان په دنیا کې دخپلو ټولو اړتیاوو د پوره کولو او د خپلې فایدې لپاره د هر راز زیار او هڅې حق لري . مګر د دغه حق نه باید پداسې څیر ګټه پورته کړي چې دجهالت او شر پر اساس دنورو حقوق تلف نه کړي ، بلکې تر کومه ځایه چې ممکن وي د نورو لپاره مرستندوی او مددګار ثابت شي .
بیا په هغه کارونو کې چې په یوه اړخ کې ئې ګټه وي اوپه بل کې زیان دشریعت اصول دا دي ، چې د لویې ګټې لپاره وړکی زیان ومنل شي ، او دلوی زیان څخه د خلاصون په موخه وړوکې ګټه پریښودل شي . د دې لپاره چې هر سړي په هره زمانه او دهرشي اړوند نه پوهیږي چې په دې کې څه ګټې او زیانونه دی ،د دې لپاره الله تعالی چې د کایناتو هیڅ راز ورنه پټ نه دی د انسان د ټول ژوند لپاره یوه تګلاره او قانون جوړ کړی دی ، د دې قانون په ډیرو ګټو او مصلحتونو د څو پړیو وړاندې انسانان نه پوهیدل ، خو څومره چې بیا علم ترقي کړی په هغه کچه دا ګټې او مصلحتونه راښکاره شوی دي ، ډیر مصلحتونه اوس هم خلک نه شي درک کولی ، خو څومره چې علم ترقي وکړی په هغه کچه به له دغو ګټو او مصلحتونو پرده پورته شي . هغه خلک چې په خپل ناقص عقل او علم اعتماد کوي ، هغه تر پیړیو پیړیو غلطۍ کوي او کله چې لاره ورنه ورکه شي بالآخره د شریعت د کومې نه کومې قاعدې په منلو مجبوریږي ، خو هغو خلکو چې دالله تعالی په مبارک رسول صلی الله علیه وسلم اعتماد کړی ، هغوی د جهالت او ناپوهۍ له زیانونو محفوظ پاتې شوی دي ، سره لدې که دئ د دغه ګټو او مصلحتونو نه خبر وی او که نه وي خبر ، په هر حال کې یوازې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د یوه داسې قانون پیرو او پابندکیږي ، چې د خالص ،پاک او صحیح علم مطابق جوړ شوی دی .
د حقوقو څلور ډولونه .
دشریعت له لحاظه په هر انسان باندې څلور ډوله حقوق واجبیږي .
لومړی د الله تعالی حقوق ، دوهم د ده دخپل ځان او جسم حقوق ،دریم د بندګانو حقوق ، څلورم د هغو شیانو حقوق چې الله تعالی د ده په اختیار او واک کې ایښي دي ، تر څو دی ورنه ګټه پورته کړي او کار ورنه واخلي ، د دغو څلور واړه حقوقو پیژندنه او د هغه سم پرځای کول په هر ریښتني مسلمان باندې فرض دي . شریعت دا ټول حقوق ځانته ځانته بیانوي ، او د دې حقوقو د اداکولو لپاره شریعت داسې طریقه ټاکي چې ټول حقوق پریوځای ادا شي او دامکان تر حده هیڅ یو حق تلف نه شي .
د خدای تعالی حقوق .
د خدای تعالی تر ټولو لوی حق دا دی چې انسان یوازې هغه تعالی خدای وګڼي ، او دهغه سره څوک په خدایۍ کې شریک نه کړي ، پرکلیمه طیبه ( لا اله الا الله ) باندې ایمان راوړل دا حق ادا کوي ،څرنګه چې موږ وړاندې تا ته دا بیان کړل .
دالله تعالی دوهم حق دا دی چې کوم هدایت او لارښونه د هغه له لوری راغلې ده هغه دزړه له خلاصه ومنل شي ، دا حق پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی دایمان راوړلو څخه ادا کیږي ، او د دې تفصیل هم موږ وړاندې تا ته بیان کړی دی .
د الله تعالی دریم حق دا دی چې د هغه تعالی فرمانبرداري وشي ، او دا حق د هغه قانون د پیروی څخه ادا کیږي چې دالله تعالی په کتاب او دمبارک رسول په سنت کې موږ ته ښول شوی دی ، او دغه ټکی ته هم موږ وړاندې اشاره کړې ده .
د الله تعالی څلورم حق دا دی چې د هغه عبادت وشي ، د دې حق د پرځای کولو لپاره پرانسان فرایض او عبادتونه فرض کړی شوی دي ، چې له هغوی نه مو په تیر باب کې یادونه کړې ده . د دې لپاره چې دا حق پرټولو نورو حقوقو مقدم دی ، د دې لپاره د دې حق پرځای کولو کې د نورو حقوقو څه ناڅه قربانۍ ته اړتیا پیدا کیږي ، د بیلګې په توګه انسان کله چې لمونځ ، روژه ، حج او داسې نورو فرایض پرځای کوي نو دخپل ځان او جسم ډیر حقوق په دې لاره کې قربان کوي ، د لمانځه لپاره انسان سهار وختي دخوبه راپاڅیږی او په سړو اوبو اودس کوي ، د ورځې په اوږدو کې څو ځله خپل ضروري کارونه او دلچسپ تفریحي پرګرامونه دلمانځه لپاره پریږدي ، د روژې په میاشت کې پوره میاشت د لوږې او تندې او دنورو خواهشاتو دلجام لپاره تکلیفونه ګالي ، د زکات په ورکولو خپل ګران مال د الله تعالی پرمحبت قربانوي ، په حج کې د سفر تکلیفونه او دمالی قربانی ګالي ، په جهاد کې خپل ځان او مال قربانوي . دا راز د نورو حقوق هم څه نا څه د الله تعالی د حق په لاره کې قربانوي ، د بیلګې په توګه په لمانځه کې یو سړی د خپل بادار کار پریږدي او دلوی پروردګار دعبادت لپاره جومت ته ځي ، په حج کې یو سړی ټول کار اوبار پریږدي او مکې مکرمې ته سفر کوي ، او لدې کار څخه د ډیرو خلکو مصلحتونه متاثر کیږي ، په جهاد کې انسان محض د الله تعالی لپاره دبل انسان ژوند اخلی او خپل ژوند قرباني کوي ، دا راز ډیر نور هغه شیان هم دالله تعالی په لاره کې قربانیږي چې د انسان په اختیار کې دي ، مثلا د چارپایانو قرباني او دمال مصرفول .
خو الله تعالی د خپلو حقوق لپاره داسې حدود ټاکلي دي ، چې د هغه د حقوق د پرځای کولو لپاره چې د نورو حقوقو څومره قرباني پکار ده تر هغه ډیر قربان نه شي ، مثلا لمونځ راواخله ، الله تعالی چې څومره لمنځونه پرتا باندې فرض کړی دي ، دهغه دې ادا کولو لپاره ئې ټولې آسنتیاوې پیدا کړي دي ، د اوداسه لپاره که اوبه پیدا نه شوې او یا مریض وې نو تیمم کولی شې ، که مسافر وې نو لمونځ قصر کولی شې ، که ناروغه وي په ناسته یا په پراته حالت لمونځ ادا کولی شې ، بیا په لمانځه کې چې د لوستلو لپاره څه فرض شوی هغه هم دومره ډیر نه دي چې له څو محدودو دقیقو څخه زیات وخت ونیسي ، د سکون او آرامۍ په وخت که انسان کولی شي د ( البقرې )بشپړسورت ولولي ، خو دکار او مصروفیت په وخت کې د اوږده لمنانځه نه ډډه کول جایز دي ، بیا که دفرض لمنځونو سربیره څوک غواړي چې نفل لمنځونه وکړي الله تعالی ورنه خوشحاله کیږي ، مګر الله تعالی دا نه غواړي چې ته د شپې خوب او د ورځې دمه په ځان حرامه کړې ، یا دخپلې روزۍ د پیدا کولو وخت لمانځه ته وقف کړې ، یا دبندګانو حقوق تر پښو لاندې کوې او لمنځونه کوي .
دا راز په روژه کې هم هر ډول آسنتیاوې شته دي ، یوازې په کال کې یوه میاشت روژه فرض شوې ده ، هغه هم دسفر او دناروِغۍ په حالت کې قضای ګرځولی شي ،که روژه دارناروغه شو او دمرګ خطر ورته ؤ روژه خوړلی شي ، د روژې لپاره چې څومره وخت ټاکل شوی په هغه وخت کې د یوې دقیقې زیاتوالی هم روا نه دی ، د پړلشمي نه وروسته د خوړلو اوڅښاک اجازه نشته او د ماښام په آذان سره باید روژه ماته شي ، د فرض روژې نه پرته که څوک نفل روژې نیسي د الله تعالی د خوشحالۍ او رضا موجب ګرځي ، خو الله تعالی دا نه خوښوي چې ته پرلپسې روژې ونیسي او ځان دومره کمزوری کړی چې د دنیا هیڅ کار اوبار تر سره نشي کړاي .
په زکات کې هم الله تعالی ډیر لږ مقدار ټاکلی دی ، او هغه هم پر هغو خلکو فرض شوی چې نصاب په کچه ثروت ولري ، تر دې پرته که څوک دالله تعالی په لاره کې صدقه او خیرات کوي الله تعالی تر خوشحاله کیږي ، مګر الله تعالی دا نه غواړی چې ته ټول خپل مال او دارایی ، د خپل ځان حقوق او د خپلو خپلوانو حقوق د الله تعالی په لاره کې قربان کړې او په خپله د تنګسۍ ښکار شي ، په دې هکله هم د اعتدال ساتلو حکم شوی دی .
بیا حج وګوره ! لومړي خو دا په هغو خلکو فرض شوی چې د ادا کولو اراده ئې ولری او دسفر تکلیفونه ئې وګاللی شي ، بیا په حج کې دا آسنتیا ایښودل شوی چې په ټول عمر کې یو ځل هغه هم دامکاناتو په شتون کې فرض شوی دی ، او که په لاره کې څه ستونزې وي او یا امنیت نه وي او دمرګ خطر وی نو دا اراده معطلیدای شي ، او د مور اوپلار اجازه هم ضروري ده تر څو ستا په غیاب کې دوی ته تکلیف پیدا نه شي ،لدې ټولو خبرو نه معلومیږي چې الله تعالی د نورو دحقوقو څومره لحاظ کوي .
د الله تعالی پرحق باندې د انساني حقوقو تر ټولو لویه قرباني په جهاد کې تر سره کیږي ، ځکه چې په جهاد کې انسان خپل ځان اومال دالله تعالی په لاره کې قربانوي ، خو څرنګه چې موږ وړاندې تا ته و ویل : چې د اسلام اصول دا دی چې د لوی زیان څخه د ژغورنې لپاره باید کمکي زیان ومنل شي ، دا اصول په نظر کې ونیسه او بیا وګوره ! چې د څو سوه ، څوزره یا څو لکه انسانانو هلاکت د هغه لوې تباهۍ و مخنوی په وړاندې چې غواړي د حق په وړاندې باطل غالب وي ، دالله تعالی دین دکفر ، شرک اولادینۍ په وړاندې له منځه ولاړ شي ، په دنیا کې بداخلاقي او ګمراهي خوره شي مناسب دی که نه ؟ د دې لپاره چې د دغه لوې تباهۍ مخنوی شوی وې الله تعالی مسلمانانو ته حکم کړی چې دا لږ قرباني قبوله کړي ، خو د دې سره ئې دا خبره هم کړې ده چې څومره قرباني پکار ده تر هغه زیاته خونریزي مه کوئ ، پر سپیژیرو ، وړو ، ښځو او زخمیانو لاس مه پورته کوئ ، یوازې له هغو خلکو سره جنګیږي چې د باطل د حمایت لپاره توره پورته کوي ، د دښمن په ملک کې تر اړتیا پرته تباهي او بربادي مه جوړوئ ، که پردښمنان غالبیږي نو ورسره انصاف کوئ ، کله چې هغه دحق له دښمنۍ نه لاس واخلي او توبه ګار شي نو مه ورسره جنګیږي . دا ټولې خبرې پدې دلالت کوي چې د الله تعالی د حق په پځای کولو کې چې د انساني حقوقو څومره قرباني پکار ده تر هغه ډیره قرباني روا نه ده .