سلام خان
دحزب اسلامی افغانستان په ځانګړي خبرپاڼه کې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو دانتقال د نل لیکی د جوړېدو د موافقې ملاتړ اعلان شوي دي،
د حزب اسلامی په دغه اعلامیه کی همداراز ویل شوي دې : هغه څوک به چې د دې او دې ته ورته پروژو مخه نيسي د پرديو نوکر او د خپل هېواد او ولس دښمن وي، په دې کي هيڅ شک نشته چي ايران او روسيه د دې پروژې مخالفت کوي، په افغانستان کي د جگړي د دوام يو ستر علت دا وو چي ايران او روسيې نه غوښتل په افغانستان کي امنيت راشي او د مرکزي آسيا تيل او گاز د افغانستان له لارې انتقال شي، ايران غوښتل له يوې خوا د هند او پاکستان مارکيټ په خپلي ولکې کي راولي او تر هغه زموږ په هېواد کې جگړه او ناامني دوام وکړي چي د ايران د گاز نل ليکه د پاکستان له لارې هند ته وغزېږي او له بلې خوا د مرکزي آسيا تيل او گاز هم د ايران له لارې بهر ته صادر شی د اسلامي حزب اعلامیه زیاتوی : ايران ترننه په افغانستان کې د جنگ او ناامنيو پر دوام کومه پانگونه کړې، او په تېرو کلونو کې يې وطن پلورونکو ډلو ته پيسې او وسلې لېږلي دي او هغوى یې جگړو ته هڅولي دي موخه یې همدا وه، واشنگټن په داسي حال کې په دې اړه د ايران مرسته کړې ده چي د رسنيو په کچه د ايران د مخالفت ادعاء کوي، دا په داسي حال کي ده چي افغانستان یې د ايران او روسيې لپاره فتح کړى او د هغوى مستعمره یې ترې جوړه کړى، د پاکستان نا اهلو حکومتونو هم داسي تگلاره غوره کړې وه چي تل یې گټه تهران او مسکو ته رسېدلې ، نږدې وو چې له ايران سره هغه تړون لاسليک کړي چي ايران د هغه لپاره دا څو کاله په افغانستان کي د جگړو اور بل کړى، غوښتل یې د پاکستان له لارې د ايران گاز هند ته انتقال شي
حزب اسلامی په خپله اعلامیه کی ویلي دې اسلامي حزب چې نه يوازې د دې ستري پروژې ملاتړ کوي چي د ترکمنستان گازد افغانستان له لاري انتقال شي، او د دې منصوبې پلي کېدا د جگړو په خاتمې کې په جدي توگه مؤثر او اغېزمن ګڼي بلکې دې ته چمتو دی چي د بادغيس، هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار په هغو سيمو کې د نل ليکي د غزولو په کار کې مرسته وکړي او امنيت یې تامين کړي چې د حزب اسلامي د نفوذ سیمې دي
حزب په عین حال کې وايی چې د دوی ملاتړ او مرسته به په هيڅ ډول په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو، چې دوی یې اشغالګربولي، پرضد پر مسلحانه مقاومت څه اغېز ونه کړي
دافغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان ولسمشرانو ترمنځ دګازو نل ليکې تړون چې د روان کال د دسامبر په ۱۱مه د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې لاسليک شو، دغه پروژه ددې ترڅنګ،چې ډيرې اقتصادي ګټې له ځان سره لري د افغانستان په تاریخ کې له غوره لاسته راوړنې څخه شمیرل کیږي
د ځینو سیاسی څیړونکو په اند دغه دګازو نل ليکه به په سيمه کې داقتصادي سوکالۍ او د اړيکو د پراختيا تر څنګ له اقتصادي اړخه هم افغانستان ته ډیرې ګټې ولري.چې د ګازو نل لیکې د پروژې په غځولو سره به افغانستان میلیونونه ډالره ګټه لاسته راوړي
قربان قلي بردي محمدوف د ترکمنستان جمهور ریس،د دغه تړون د ارزښت په اړه وویل، د ګازو د دغې نل ليکې جوړول نه يوازې د څلوروهيوادونو ترمنځ داقتصادي مرستو د کچې د لوړېدو سبب ګرځي،بلکې په پاکستان او افغانستان کې به د سولې په ټينګښت کې هم مرسته وکړي. نوموړي همدارنګه زياته کړه،چې ددغې پروژې په پلې کیدو به د سیمې د هیوادنو تر منځ په سياسي،ټولینیزو او اقتصادي برخو کې د اړیکو پر ټینګښت کې ستره ونډه ولري
د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل: ((خوښ یم چې د ګازو د نل لیکې پروژه وروسته له ډیرې مودې د څلورو هیوادنو تر منځ لاسلیک شوه او هلیه مند یم چې اړوند هیوادونه به ددغې نل لیکې په عملي کیدو کې خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړي))د هیواد جمهور ریس همدارنګه ډاډ ورکړ چې افغانستان به خپلې ټولې هڅې د ګازو د نل ليکې د امنيت لپاره په کارواچوي.
تاریخ دا ښودلې هر کله چې د هیوادونو تر منځ د اقتصادي ګټو مسله را مخې ته شي نو دوی د یوځای کیدو هڅه کوي دغه پروژه چې د څلورو هيوادونو ترمنځ په سياسي او اقتصادي برخو کې اړيکې پياوړې کوي اوهم به د سيمې په کچه د يوې ارتباطي شبکې په توګه د هيوادونو د نږدې کېدو لامل شي
د ګازو نل ليکې جوړولو عملي کار چې په ٢٠١٢زېږديز کال کې پيلیږي ټول اوږدوالۍ یې ۱۶۸۰ کیلو متره چې ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان په خاروه کې تیریږي ویل کیږي چې دغه پروژه به په دوو کلونو په موده کې بشپړه شي. د ګازو نل ليکه به په کال کې ٣٣ مليارډ مترمکعب طبيعي ګاز له ترکمنستان څخه دهرات اوکندهار له لارې دپاکستان کويټې اوملتان ښارونو او له هغه ځايه به هندوستان ته ولېږدوي.
وحید عمر د جمهور رییس ویاند د یوې خبري کنفرانس په ترچ کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړ شوې وو د څلورو هیوادونو تر منځ د پایپ لاین د غزولو د تړون په اړه ویلي چې د ګازو د نل لیکې پروژې په پلي کیدو سره زرګونو افغانانو ته کار زمینه برابره شي او ټينګار يې کړى ،چې ددې پروژې په بشپړيدو سره به سيمه يو ښه راتلونکى ولري.د یو بل خبر په ترچ کې د کورنیو چارو وزارت د هېواد دننه د ګازو د نل لیکې د پروژې د امنيت ساتلو په موخه يوه ځانګړې لوا جوړېدو خبر ورکړی چې تر ٧٠٠٠ پورې منسوبين به ولري
ویل کیږي چی دغې پروژې په اړه لومړئ په ١٩٩٠ کلونو کې خبرې اترې شوې وې خو په افغانستان او بیا وروسته په پاکستان کی د امنیتی وضعی په خرابیدو سره دغه پروژه وځنډول شوه.پاي سلام خان.
یادونه:پورته متن دحزب اسلامی دخبرپاڼی ځخه په مطالعه ترتیب شوي دي