ويکيليکس اوپراتيفي لوبه ښکاري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالسلام اندړپه ويکيليکس کې دامريکا د ديپلوماتيکو پټوسندو نشرېدل  دنړۍ خلک اوحکومتونه  حيران کړل ، داځکه چې پدې نازک وخت کې چې نړۍ دامريکا له  زېږولې تروريستي مرګوني بلاسره مخامخ ده ، بل داچې امريکا په ټول عظمت اومحرميت سره چې لري يې، يوشخص څنګه وکړای شوای  چې د دوی پټو سندونوته  لاره پيدا کړي
او په لوړه پيمانه سره يې نړۍ والوته برملا کړي،اسانه  کړنه نه ده .
که وګورو تر اوسه چې کومي خبري له ويکيليکس څخه مطبوعاتوته  راوتلې دي، زياتره يې په اصطلاح دبشرله حقونو څخه ددفاع، دديموکراسی  د رواجولو اوله تروريزم سره  دجګړې دجنجالي اوشيطاني لوبي دلوبولو په سيمه کې دي .له هغه وخته چې دالوبه پيل شويده په دې سيمه کې دبشر په حقونو دتيري مثالونه دبشريت په تاريخ کې کم ليدل کېږي .                                    
د ويکيليکس سندونه به  دنړۍ دنوروهيوادوپه باره کې امکان لري نوي او دحيرانتيا وړ وي .     
خوپه ځانګړي توګه  هغه سندونه چې زموږ د هيواد په ټولواو هراړخيزو لانجو پوري اړه لري، هغه نوي،پټي او دتعجب  وړ نه دي،ځکه چې افغانان په دې ټولو خبرو لا له وړاندي خبر وو اوهم پوهېدل .
لکه :
ـ دپاکستان اوهند ستونزي  اواړيکي .
ـ دسعودي او ايران مناسبات .
ـ  دمنځني ختيځ حالات .
ـ په عراق  کې دنفاق تخم شيندل .
ـ د آی.اس.آی. ،دمذهبي ډلواودپاکستان دحکومتونو اړيکي له شروع  څخه تر نن پوري له مجاهد ينو،بيا له طالبانوسره،هراړخيزي لاس وهني اوپه دولتي دستګاووکې داجنټانو درلودل  .
ـ د ايران هر اړخيزي لاس وهني  او له ريـاست جمهوري څخه شروع بيا لاندي  ان  ترجوالي پوري خپلوهدفونو ته درسېدلولپاره  بډي  ورکول  .
ـ دوړوکي بوش او  اوباما مناسبات  له کرزي سره .
ـ د کرزي مناسبات  دامريکا له سفيرانو،دناټو او ملګرو ملتو له نماينده ګانوسره .
ـ دلوړ پوړو چارواکو لخوا خارج ته دپيسوايستل .
ـ  دمخدره موادو،تاريخي اثارو اوملي شتمنيوقاچاق اوقاچاقبران .
ـ په داخل اوخارج کې دلوکسو ماڼيو،کمپنيو او تجارتونه درلودونکي .
ـ دلويو پروژو او کمپنيو قرار دادونه  او قرارداديان .
ـ د واليانو قيموميت په خارجي هيوادو پوري  .
او داسي نور،دا يوه خبره هم زما په اند هېښناکه نه ده .
د دې اسنادو دبربنډېدو پر بنا هغه حکومتونه،سازمانونه اواشخاص چې په مستقيم اويا غيري مستقيم ډول  له تروريزم اودمخدره توکوله قاچاق سره لتاړدي . لازمه  داوه  چې دملګرو ملتواو مربوطودولتو ترعدلي تعقيب او تحقيق لاندي نيول شوي وای .
که داسي نه وي نودا توره لوبه ده .
دحيرانتيا وړ،پټه اونوي خبره به دا وای ،چې :
ـ د القاعده او طالبانودمشرانو اوقومندانانو نيول .
ـ  په نړۍ کې دامريکايي دشکنجو ورکولو دپټـو زندانوبربنډ ول .
ـ دناټو په دننه کې د اختلافاتو موجوديت  او نه  هم غږي .
ـ د القاعدې اوطالبانو  د قوي کېدلو اود پرمختګ  دعلتونو ښودل .       
ـ دافغاني ژورنالستانو اوترجمانانو د وژلو دراز افشاکېدل .
ـ شمالي ولايتونو ته  دنااراميوغزېدل .
ـ په څو ودونو  بمباري کول؟ او دتلفاتو شمېر يې ؟
ـ په څو مره کورو نو تيري اوتجاوزونه کېدل؟
ـ دايروينو دلويوقاچاقبرانواودهغوی  جرمي شريکانو د نومونوافشاکېدل .
ـ د دوښمنۍ يا د ترجمانانو د ژبي  دنه پوهېدلو په پايله کې بمباري اودتلفاتو شمېر  .
ـ بلاخيره دافغانستان دټوټه کېدو د دسيسې طراحان  اوجارچيان  په ګوته کول .
که داپورته رازونه  افشاشوي وای ،نو دويکيليکس شهرت به  نورهم زيات شوی وای .
نو داسي ښکاري چې دا ويکيليکس  نه ! بلکه شيطاني لوبه ده او نه دپټو رازونوافشا. بله دا چې دنړۍ  دخلکوپام   پر بله اړوي .  ورپسې به کومه  نوي ککړه لوبه وي .
په ځای ده چې وويل شي،د ښاغلی جولين اسانج   ددې کړونو له امله  زنداني کېدل خو يا د ديموکراسي زندۍ کول دي ،ياخو دپورتنۍ خبري ثبوت .
عبدالسلام اندړ