حیات الله ستومان
دمحرم میاشت ولې د محرم په نامه نومول شویدهمحرم میاشت یوه له هغو لېږدیز سپوږمیز میاشتو څخه ده چې عرب قوم په دې میاشت کې جنګ جګړه حرامه کړې وه .او یا په دې خاطر دې میاشت ته محرم وایی(چې عربو قومونو په دې میاشت کې جنګ جګړه کړې وه
دسر او مال ډیر لوړ تاوان یې پکې لیدلي وه نو په دې خاطر په دې میاشت کې عرب قومونه سره راغونډ شول او په دې فیصله شول چې په دې میاشت کې یو قوم بل قوم سره جنګ جګړه نه کوي د نو د محرم په نامه یې ونوموله .او دا مبارکه میاشت یوه له هغو محرمو میاشتو څخه ده کومې چې په قرانکریم کې الله جل جلا له یادې کړې دي اوهغه په لاندې ډول دي۱ محرم ۲ رجب۳ ذوالقعده۴ ذوالحجهپه دغو میاشتو کې به تجارت لوړې کچې ته رسیده په هر کلي او هره بانډه او په هره عربي ځمکې کې سوداګر او عام وګړي سره ټول راټولېدل د خرڅلاو او د سوداګرۍ معاملې به یې سره کولې .که په دې وخت کې د یوه قبیلې قاتل د کومې بلې قبیلې د مقتول له ورثې سره مخامخ کیده د مقتول ورثې نشو کولای چې په دې وخت کې له قاتل نه خپله بدله او غچ واخلي ځکه په دې میاشت کې دوﺉ جنګ جګړه حرامه کړې وه .لسمه ورځ د محرم چې د عاشورا په نوم یادیږي په دې ورځ روژه نیول ډیر ثواب او اجر لري ځکه دتیر شوي کال واړه ګناهونه پرې خدای جل جلاله بښي .نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي ( د عرفې د ورځې روژه نیول دومره ثواب لري چې د مخکني او روستني کال واړه ګناهونه پرې بښل کېږي، او د عاشورا د ورځې روژه نیول دومره ثواب او اجر لري د تیر کال واړه ګناهونه پرې الله جل جلا له بښي.مسلم یې روایت کړیدی ۱۱۶۲نبي کریم صلی الله علیه وسلم د عاشورا د ورځې روژه نیول په دې خاطر وه چې مومنانو ته ددې روژې اهمیت او ثواب وښایي او مومنانو ته هیله پیداشي چې په دې ورځ روژه ونیسي او د ډیر اجر او ثواب خاوندان شي.عبدالله ځوی د عباس رضی الله عنه وایي (ما نبی کریم صلی الله علیه وسلم نه دی لیدلی چې د روژې قصد دې وکړي چې ډیر زیات ثواب ولري په نور ورځو د روژو باندې مګر دا ورځ ـ د عاشورا ورځ ـ او دا میاشت د ـ رمضان ـ ) روایت یې بخاری کړی دی ۱۸۶۷ کوم سبب و چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا روژه ونیوه او صحابه و ته یې ددې ورځې د روژې په نیولو سره امر وکړ او په زړه کې یې ورته مینه پیدا کړه چې د عاشورا د ورځې روژه ونیسي .عبدالله ځوی د عباس رضی الله عنه نه روایت دی کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغی یهود یې ولیدل چې د عاشورا د ورځې روژه یې نیوله نبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل داڅه دي هغوﺉ وویل دا ښه ورځ ده په دې ورځ خدای جل جلاله اسراءیلو ته نجات ورکړ له دښمن څخه نو موسی علیه السلام په دې ورځ روژه شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وویلې له تاسو نه زه له تاسو نه ډیر حقداره یم په موسی علیه السلام باندې چې ددې ورځې روژه ونیسم نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم روژه ونیوله او صحابه و ته یې هم ددې ورځې د روژې په نیولو سره امر وکړ.روایت یې بخاری کړیدی ۱۸۶۵عبدالله ځوی دعباس رضی الله عنه وایي (کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د عاشورا د ورځې روژه ونیوه او صحابه و ته یې هم ددې ورځې د روژې په نیولو سره امر وکړ صحابه و وویلې ای د الله پیغمبره دا هغه ورځ ده چې یهود او نصارا یې احترام او درناوی کوي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویلی راتلونکی کال کې به انشاءالله په نهمه ورځ ـ تاسوعا ـ روژه هم ونیسو عبد الله ځوی د عباس وایي راتلونکی کال داخل شوی نه و چې د الله پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم له نړۍ نه سترګې پټې کړې )روایت یی مسلم کړیدی ۱۹۱۶امام شافعی ،احمداو اسحاق وایي د امستحبه ده چې د محرم نهمه ـ تاسوعا ـ او لسمه ـ عاشورا ـ روژه ونیول شي ځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم لسمه ورځ د محرم ـ عاشوراـ روژه ونیوله او د نهمې نیت یې وکړ.که چیرې یو څوک د محرم په میاشت کې ډیرې روژې ونیسي ډیر ثواب او اجر لري.دا چې له یهودو سره مخالفت راشي نو د عاشورا په ورځ چې څوک غواړي روژه ونیسي یا دې ورسره تاسوعا چې نهمه ورځ ده هم روژه ونیسي ، او یا دې وروسته له عاشورا نه یوولسمه ورځ هم روژه ونیسي .مطلب دا یا یوه ورځ له عاشورا نه مخکې روژه ونیسي یا یوه ورځ وروسته له عاشورا نه . امام نووي رحمه الله وایي (د عرفې د ورځې روژه نیولو باندې الله تعالی هغه واړه ګناهونه بښي کوم چې یوه بنده په دوو کلونو کې کړي وي .او دعاشورا د ورځې روژه نیولو باندې الله تعالی دیوه بنده د یوه کال هغه ټول واړه ګناهونه بښي ، که چېرې کوم کس ګناهونه نه وي کړي خدای جل جلا له هغه ته لوړې درجې او ډیرې نیکي ورکوي ) المجموع شرح المهذب ج۶. شیخ الاسلام امام ابن تیمیه رحمه الله وایي(پاکوالی ،لمونځ کول ، د رمضان د میاشت روژه نیول ،د عرفې د ورځې روژه نیول او دعاشورا د ورځې روژه نیول په دې سره ټول هغه واړه ګناهونه بښل کیږي چې له یوه مسلمان نه شوي وي )الفتاوی الکبری ج ۵.په پای کې هغه مهمې پېښې چې د عاشورا په ورځ پېښې شویدي په لاندې ډول دي۱ خدای جل جلا له د ادم علیه السلام توبه قبوله کړه.۲ خدای جل جلا له د نوح علیه السلام کیښتۍ په جودی نومې ځای کې ودروله .۳ خدای جل جلا له ادریس علیه السلام اسمان ته پورته کړ.۴ خدای جل جلا له ابراهیم علیه السلام د نمرود له اور نه نجات ورکړ.۵ خدای جل جلا له یوسف علیه السلام د عزیز له زندان نه رهی کړ.۶ خدای جل جلا له یعقوب علیه السلام ته بیرته نظر ورکړ.۷ خدای جل جلا له موسی علیه السلام ته له فرعون نه نجات ورکړ.۸ خدای جل جلا له یونس علیه السلام د کب له خېټې نه بیرون کړ.۹ خدای جل جلا له ایوب علیه السلام ته شفا او صحت ورکړ.۱۰ خدای جل جلا له د داود علیه السلام توبه قبوله کړه.۱۱ خدای جل جلا له ابرهه ناکامه او تباه کړ .۱۲ حسین رضی الله عنه پکې شهید شو.۱۳ د بیت الله الحرام تهداب په همدې ورځ کېښودل شو او حجر اسود هم له جنت نه دنیا ته راوړل شوه . په خورا درناوې حیات الله ستومانامریکا ، یوټاد سالټ لک ښار