انګار وطن پال
ګرانو دوستانو، څرنګه چی ټول افغانان پدی پوه دي چه د افغانستان د اسا سي قانون په اسا س دولسي جرګی دو کیلا نو شمیر او تعداد د هر ولا یت نه د نفوس په معیار انتخا بیږي او هر و لا یت ته د نفوس د شمیر په نظر کی لرلو سره دوکیلانوسهم او برخه ورکړشویده نو پدی اساس د هیواد په هغو ولسوالیو کی چه امنیتي وضع ښه نه وه
تر کومه ځا یه چه لیدل کیږي او سنۍ پا رلمان یا ولسي جرګه یواځی او په ځانګړي توګه دقومي اوسمتي ګرو پونونما یند ه ګي کوي نه د ټول ولا یت او ملت ، بنآ د یوی یا څوولسوا لیونما ینده ګان نشي کولای دټول ولا یت نما ینده ګي وکړي او د قوانینو د تصویب په وخت کی د پا تی ولس نظر تسجیلولای نشي.
ولسي جرګه خو د ولس له نما یندګانوڅخه یو جوړ شوی ار ګان دی، هلته چه د ولس نما ینده بنا پر مختلفو دلا یلواو له هغی جملی نه د امنیت نه تا مینول چه د دولت اساسي وظیفه ده د خلکود مستقیمو رایو په اساس انتخاب نشي دلته دولس څه ګنا ده ، او ایا داد انصاف خبره وه چه دنمو نی په تو ګه د غزني ولا یت د ۱۶ ولسولیو نه صرف په ۴ ولسوا لیو کی امنیت ټینګ وی نو بیا د پا تی نورو ۱۲ ولسوالیوسیاسي واک هم همدوی ته پریښودل شي البته داد عدالت او انصاف نه لیری پریکړه ده ، چه پدی پریکړی او بی عدالتي حتا د انګلستان سفیرپه افغانستان کی هم خپله حیرانتیا ښکاره کړه او دخپل افسوس د ښودلو �
�ه خاطريي دافغان دولت او د ټاکنو کمیسون ته دا وړاندیز وکړچه د غزني ولایت دکاندیدانو پا یلی با ید اعلان نشي خو چا ور ته غوږ ونه نیوه اود محترم مو لا نا فضل احمد معنوی له خوا پا یلی په ډاګه اعلان شوی، په هر صورت مو نږ پښتانه دا نه وایوچه هزاره ورونه پدی پارلمان کی دا حق نلري ، مګر ددوی د عکس العملونه دا سی بریښي چه دوی به صرف د خپلو ګټو مدافعین وي نه د ټول غزنی و لایت.
مګر دوستانودادتعجب وړ خبره نه ده ځکه چه پدی ورستیو کلونو کی هزاره ټبر( قوم) د یو ستر مشر په درلودلوسره د افغانستان لوی اکثریت تشکلوي نه د نفوس په توګه، دا په دی معنی کله چه د میدان وردک په ولایت کی په یوه ډیره وړه حقو قي موضوع چه د میشته اوسیدونکو او کو چیانو تر مینځ دمځکی او څړ ځا یونوپر سرمشکلات را پیداشول نو محترم عبدالکریم خلیلي د جمهوری ریاست دو هم مرستیال چه دموضوع د حلولولپاره سیمي ته ورغی او د خپل قوم خواته ولاړ او خپله سینه يي هغوی ته وډبلوله او داسي وویل( دکرزي په شان کمزورۍ خو زه نه یم چه به ډارکړم + په ښکاره ناری وهم چه هزاره یم ) او خپل هزا
�ره قوم ته يي ډاډ ورکړ چي زه به حتمآ کوچیان له سیمي با سم ، په رښتیا سره تر څو چی کو چیان يي له سیمي نه ونه شړل حتی خپلی رسمي دندی لپاره راستون نشو، دکومی دندی لپاره چی دی له جناب جمهور ریس او د هغه له لمړي مرستیال سره یو ځای سوګند یاد کړی ووچه زه به د افغانستان ټولو خلکواو ولسو نوته خد مت کوم نه کومی خا صی ډ لی ، یا قوم ته ، خو هغه سوګند یي تر پښو لاندی او هیر کړ. ا یا دلته زمونږ هزاره ورونه چه په ټول احترام او در ناوی سره چی ددی له ټو لو سیاسي ، اجتما عي ..... حقو قو خاوندان دي بیا داسی عمل ونکړي ?
درنو لوستونکو ، دپورتنیو څو ټکو په نظر کی لرلوسره که یو پښتون مشر( اول خو نشته) که چیری وای داسی یو عمل لکه څنګه خلیلي صا حب د هزاره قوم په خاطر وکړ، کړۍ وای نوهزاره قوم به زمونږ پښتنون قوم په مقا بل کی څو مره غبرګونونه ښودلی وای اما مونږ پښتا نه همیشه او هر وخت پټه خوله پا تی شوي یو دا ځکه چه پښتنوته څر ګنده شوی ده چه د افغانستان په تا ریخ کی په پښتون قوم یو داسی مشر پیدا نشو چه دپښتون قوم نه يي په ډاګه ملا تړ کړی وي ، ورونو، مشر خو لا څه حتی یوغمخورپښتون وزیرهم د افغان دولت په کا بینه کی پیدا نشو چه د پښتنويي په ډاګه ملا تړيي کړی وي او که کوم پښتون وزی
ر وو هغه ته يي د مرګ جام ور په برخه کړ.
ګرانولوستونکو ، ټولو افغانانو ته معلو مه شوی چه د سمتي او قوم پرستي انګیزه یواځی دهزاره ورونو په فکرونو کی شته د نمو نی په تو ګه کله چه د بن په غونډه کی د افغانستان د دولت په خا طر کوم تشکیل جوړشو نو د تجارت وزارت هزاره ورونو ته په نښه شو او وزیر يي خدای بخښلی کا ظمي صا حب و ټا کل شو، خو کا ظمي صا حب د هزاره قوم د تیرو کړاونو او مشکلاتو په نظر کی لرلو سره په خپله دنده کی یو داسی تګ لاره غو ره کړچه دوزارت په تشکیل کی د وزارت مقام نه نیولی تر پیا ده پوری ټول هزا ره ورونه په دندو و ګمارل ، حتی د افغانستان په بهرنیو سفارتونو کی د اتشه تجارتي په پوستونو کی ټو
ل هزاره ګان مقرر شول ، خو خبره داده چه پښتنو د تا ریخ په او ږدو کی داسی کار نه دی کړی، او اوس چه کوم پښتانه ورونه د طا لب او ملا په نوم دووطن د ازادی په خا طرقرباني ور کوی هغو ی هم په لوی لاس هزاره ورونو او نورو ته دا زمینه برابره کړی چه په پارلما ني ټا کنو کی دی بر یا لي شي او داسی ګمان بریښي چی پښتانه طالبانو د هزاره ورونوسره لاس یو کړی دی ، نو ځکه يي په پښتنو سیمو کی په پارلما ني ټا کنويي بندیز لګولی وو.
ګرانو لوستونکو ، هغه ورور چه د محمد اسلم سلیم په نامه د خاوران په سایت کيئ د غزني د ټا کنو په هکله څه لیکلي دي ، د هغه ورور ټولی خبری بی بنیاده دي ځکه چه هغه په کرزي صاحب دا تور لګولی چه په خپل اداري تشکیل کيي ټول افغان ملت ورونو ته ځای ورکړی دی نو ځکه کرزی صاحب د غزني د ټا کنودپا یلو د اعلان سره خپل مخا لفت ښيي، نوزه ددی ورور په ځواب په احترمانه توګه داسی وایم ، چه اول خو کرزی صا حب هیڅ وخت او په هیڅ ځا ی کی د پښتنو دګټو د خوندي سا تلو په خا طر کو مه د فاع نده کړی او که يي دفاع کولای نو د ومره مشکلات اوبد بختي چی همدا او س په پښتنو روانی دي دا به نه وای ، د
وهم دا چه محمد اسلم ورور د افغانستان په هکله او د افغانستا ن د اداری تشکیل په مورد کی پوره معلومات نلری نو ځکه زه فکر کوم چه دا ورورد افغانستا ن نه بهر په کوم بل ملک کی ژوند کوي نو ځکه د لیری نه دا فکر کوي او که په داخل کی وای نو حتمآ ده ته به دا پته لګیدلی وای چه همدا اوس د کرزي صا حب په اداري تشکیل کی ټول هغه ستمیان دي چه د افغانستان د تجزيي او بحران د پاره لمن وهي او د همسا یه هیواد ګټی د خپل و طن د ګټو نه بهتر ګڼي اوخپل ملي عنعنات ، دود او دستور يي ترپښو لا ندی کړی او د کرزی په اداره کی د همسا یه هیواد د یو اجنټ په توګه دنده سرته رسوی ، نو په اخیرکی د م
محترم ورور محمد ا سلم نه احترامانه هیله کوم مخکی دد ی نه چی د یو موضوع په هکله څه ووايي با ید د هغی مو ضوع په مورد کی پوره معلو مات ولری.
ګرا نو لو ستو نکو ، هیله کوم د پورتنۍ مو ضو ع په هکله ستا سو د وړاندیزو نو او نیوکو غوښتو نکۍ یم ، په درنښت
انګار وطن پال