هغه پېښې چې دنبی کریم محمد صلی الله علیه وسلم دپیدایښت سره مل وې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حیات الله ستومان
دالله جل جلا له اخرین پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د دوشنبې په ورځ د ربیع الاول په دولسمه د فیل په کال چې د۵۷۰ زېږدیز کال د اپریل له شلمې سره سمون لري نړۍ ته سترګې پرانستې.
هغه نښې نښانې چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له پیدایښت او د هغه له پیدایښت وروسته لیدل شویدي په لاندې ډول دي:

پخپله د الله جل جلاله رسول محمد صلی الله علیه وسلم وایي(زه د ابراهیم علیه السلام بلنه او دعوت یم،دعیسی علیه السلام زیری یم او زه چې کله د مور په نس وم نو مور مې هغه رڼا ولیدله چې د شام قصرونه یې په رڼا کړل)
روایت یې احمد په صحیح سند سره کړی دی
همداسې امام ابن کثیر رحمه الله وایي(د فیل حادثه دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په نبوت دلالت کوي ،نبي کریم صلی الله علیه وسلم په همدغه کال کې پیدا شوی دی)
کله چې ابرهه غوښتل چې د الله کور کعبه ړنګه کړي او ددې په ځای چې ډیر وګړي د کعبې احترام او درناوی کوي د ابرهه د نوې ودانۍ چې د یمن په لاره کې کنیسه (کلیسا)جوړه کړي چې ټول خلک هلته ټول او په هغه ځای کې عبادت وکړي.
همداسې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم رضاعی مور وایي(کله چې ما محمدصلی الله علیه وسلم له مور (امنه)نه واخسته زما په تیانو کې شیدې ډېرې شوې ، د اوښې غلانزه هم له شیدو ډکه شوه او نورو څارویو کې مو هم برکت ډیر شو.
امام مسلم په خپل کتاب کې وایي ( انس رضی الله عنه روایت کوي محمد صلی الله علیه وسلم له ماشومانو سره لوبې کولې جبرائیل علیه السلام راغی هغه یې له ماشومانو بیل کړ د هغه سینه یې پرې کړه نو له سینې یې یوه د وینې ټوټه لرې کړه او جبرائیل علیه السلام وویل دا دشیطان برخه ده له تا نه ،بیا یې هغه د سرو زرو په لوښی کې د زمزم په اوبو ووینځله بیا یې بیرته پخپل ځای کې کېښودله )
همدا ډول جابر دسمره ځوی روایت کوی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایي( زه لاتر اوسه پورې یوه تیږه پېژنم چې په مکه کې ده په ما باندې به یې سلام کاوه مخکې له هغه نه چې زه د نبوت او د پیغمبرئ درجې ته ورسېږم)
او په پای کې دخوږ نبی صلی الله علیه وسلم هغه ریښتوني خوبونه کله به یې خوب ولیده په سبا به یې هماسې کیدل ،وروسته له هغه د الله جل جلاله رسول تنهایي خوښه کړه نو د حرا په غار کې عبادت پیل کړ)
دا یوه څه له هغه نښو نښانو څخه وې کومې چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له پیدایښت نه مخکې او وروسته واقع شوې او لیدل شوې دي.
په خورا درنښت
حیات الله ستومان
۵،۱۲،۲۰۱۰ زیږدیز
امریکا یوټا
د سالټلک ښار